د هېواد د زونونو په کچه د الکوزي – احمد شاه ابدالي څلور ورځنۍ سيالۍ په درېيو ولايتونو کې پيل سوې. دغه سيالۍ د الکوزي کابل نړيوال کرکټ لوبغالي سربېره د غازي امان الله خان نړيوال کرکټ لوبغالي او د بهسودو په لوبغالي کې هم ترسره کېږي. د افغانستان کرکټ بورډ وياندفريد هوتک د تلې په ٨ مه، رسنیو ته وويل، چې د زونونو په لوبډلو کې د ملي لوبغاړو ترڅنګ د ملي نولس کلنې، الف، پرمختيايي او زونونو لوبغاړي ګډون لري. په دغو سياليو کې د ۶ زونونو لوبډلې (مس عينک، سپين غر، امو، بست، بندامير او کابل ګرين) لوبډلې ګډون لري. د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس نسيم الله دانش د سياليو د پرانېستې په مراسمو کې وويل چې د څلور ورځنيو سياليو د څلورم فصل پيل يوه لويه لاسته راوړنه ده.
هغه زياته کړه، دا د وياړ خبره ده چې د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې دومره اوږد ټورنمنټ پيلېږي او د دې لوبو د ارزولو لپاره به د کرکټ د نړيوالې شورا يو پلاوى هم کابل ته راځي.
دانش وايي: (( موږ به د سياليو په ترڅ کې خپل ځوان استعدادونه وارزوو او دوی ته به په راتلونکې کې د غوره فرصتونو برابرولو تابيا وکړو.))