د افغانستان جنوبي ولايت هلمند چارواکي وايي، د دغه ولايت په مرکز لښکرګاه کې د سړک غاړې ماين چاودنه له امله د څلورو ماشومانو په ګډون اووه تنه وژل سوي دي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک په وينا، چاودنه له غرمې مخکې د لښګرګاه په بولان کې سيمه کې سوې ده.
ښاغلی ځواک وايي چاودنه د ولسي خلکو پر يوه زرنج ډوله رېکشا سوې، چې "څلور ماشومان، دوې مېرمنې او يو بل کس په کې وژل سوي" دي.
ځينې راپورونه ښيي چې په دغه چاودنه کې د يوې کورنۍ ۱۱ تنه وژل سوي دي.
چارواکي وايي ماين د وسله والو مخالفينو له خوا ځای پر ځای سوی و خو وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
هلمند د افغانستان په جنوب کې يو له ناامنه ولايتونو څخه ګڼل کېږي، چې په دې وروستيو کې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ په کې ګڼې نښتې رامنځ ته سوې دي.