د ننګرهار سیمه ییز چارواکي د یوه افغان - سیک د وژنې د عامل د نیولو هڅې یې پیل کړي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي رسنیو ته وویل د ننګرهار یو شمېر سېکانو د یوه سېک د وژل کېدو په اعتراض د ننګرهار له والي وغوښتل چې د یادې پېښې عامل ژر تر ژره ونیسي.
د خوګیاڼي په خبره دغو سکانو ته چې په دې اړه یې مظاهره هم وکړه ژمنه ورکړل سوه چې د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ د پخواني کارکونکي او یو بل سک د نیولو لپاره چې په دې قضیه کې تورن بلل سوی هڅې په چټکۍ روانې دي.