د هلمند سیمه ییز چارواکي وايي په لښکرګاه کې د طالبانو له خوا د یوه ځای پر ځای سوي ماین په چاودنه کې نهه ملکیان وژل سوي دي.
د هلمند ولایت مطبوعاتي دفتر په یوه بیان کې ویلي چې دا ملکیان د شنبې په ورځ له مارجې نه لښکرګاه ته روان و چې په لار کې یې د سپرلۍ زرنج رکشا په ماین ختلې او ټول وژل سوي دي.
د بیان له مخې په وژل سویو کې دوه ښځې،درې نارینه او څلور ماشومان شامل دي.
د هلمند مطبوعاتي دفتر طالبان د دې خلکو د وژنې عاملین بولي او وايي چې دا ماین د طالبانو له خوا ځای پر ځای سوی و.
وسله والو طالبانو په دې اړه تر اوسه کومه تبصره نه ده کړې.