د کندهار په دامان ولسوالۍ کې سلګونو مظاهره چیانو پخواني ولسمشر حامدکرزي ته د توهین په غبرګون کې د کابل ــ کندهار لویه لاره د ترافیکو پرمخ وتړله.
د مظاهرې ګډونوال احمدالله پوپل رسنیو ته وویل چې تر هغې به لاره بنده وساتي چې د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله له ښاغلي کرزي بخښنه نه وي غوښتې.
ویل کیږي چې دواړو لورو ته سلګونه موټر بند پاتې دي.
د جمعې په ورځ د برهان الدین رباني د پنځم تلین په مراسمو کې پخواني ولسمشر حامد کرزي پرضد شعارونه ورکړل سول.
دا کار د افغانستان په یوشمېر ولایتونو کې هم وغندل سو.