د روان ۱۳۹۵ لمریزکال د تلې میاشتې ۹مه وه، چې د یو شمېر ځوانانو، مدني فعالانو، ژورناليستانو او د لغمان اداري رئیسانو په ملتیا د لغمان والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي سره یو ځای د ولایت مقام څخه د سراج تاريخي کلاء په لور روان شو او هلته مو د یادې تاريخي کلاء د بیارغونې د چارو څخه ليدنه وکړه.
په عمومي ډول جمعه د استراحت او داسې ورځ وي چې دفتري بوختياوې پکې نه وي، مګر په لغمان کې د ولايتي ادارې د رهبرۍ د همېشنیو هلو ځلو، تلاشونو او کارونو له وجهې دا ورځ هم لکه د نورو مصروفو ورځو په شان پیل شوه، او د پای ته رسېدو لپاره مو ساعتونه ساعتونه يو خای تېر کړل.
سراج تاريخي کلاء ته په رسېدو د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس فیضان الله پټان له لوري لغمان والي ته د کلاء د روانو چارو په اړه بشپړ معلومات ورکړل شول، د کلاء د بیارغونې چارې تر يو بريده د پلان سره سمې د پخوانۍ معمارۍ په بڼه ترسره شوې وې، په ليدو يې روح ارامه کېده او د پخوانۍ معمارۍ ژوندی انځور يې وړاندې کاوه.
د سراج تاریخي کلا چې د لغمان مرکز په زړه کې پرته ده د امير حبیبالله خان پر وخت په ۱۳۲۸ هجري شمسي کاليې د رغونې کار پيل او په ۱۳۳۰ کېيې چارې بشپړې شوې. د تېرو څو لسیزو جنګ جګړو له امله د دې کلا برجونه او ودانۍ کنډواله شوې خو موده وړاندې يې د بیارغونې چارې د ځايي ادارې د مشرتابه په هلو ځلو يو ځل بیا پیل شوې، ټاکل شوې ده چې د جوړونې او بیارغونې چارې يې په دوه کالونو کې بشپړې شي.
د جوړونې د چارو په ليدو يې ډېر زيات ځکه خوښ شوم چې په ۲۱مه پيړۍ کې د پخواني پیر د معمارۍ خوند اخلو او په ليدو به یې روح ارامو، بل لوري ته به د هغه چټلیو او مرداریو مخه نیول کېږي کوم چې اوسمهال پدې ځای کې شتون لري.
لغمان والي عبدالجبارنعيمي د بیارغونې د چارو د ليدو وروسته قراردادي شرکت او اطلاعات او فرهنګ رياست ته یو شمېر سپارښتنې هم وکړې چې کیفیت په نظر کې نیول يې تر ټولو لومړنی او اساسي سپارښتنه وه.
لغمان والي په خپلو خبرو کې دسراج کلاء بیارغونه د ټول لغماني ولس غوښتنه او هیله یاده کړه او زياته يې کړه چې د دې کلاء په بیاجوړېدو سره به لغمان نوی انځور شي.
لدې ځایه د کابل – ننګرهار لویې لارې په لور رهی شو، د لارې په اوږدو کې د پرتو امنيتي پوستو څخه ليدنې وشوې، په پوستو کې پراته میړني سرتيري وليدل شو او د هغوئ د احوال نه معلومات تر لاسه شول.
لغمان والي ته د لیدنې پرمهال د امنیتي مسوولینو لخوا د لویې لارې د امنیت ساتنې په تړاو معلومات ورکړل شول، دوی وویل چې شپه او ورځ د لارې او خلکو د امنیت ساتنې په خاطر پرلپسې ګزمي کوي او د خپلو هېوادوالو په خدمت کې دي. د پوستو امنیتي پرسونل له لغمان والي مننه وکړه چې د دوی له حالت،غوښتنو او ستونزو یې ځان خبر کړ ، دوی زیاته کړه چې د لارې د امنیت ساتنې په خاطر ورته د ولایت مقام لارښوونې همیشه رسیږي. لغمان والي د کابل-ننګرهار لویې لارې امنیت د ټول هېواد امنیت یاد کړ او دغه لاره یې د افغانستان لپاره یوه مهمه
تجارتي،ترانسپورتي،اقتصادي او ترانیزتي لاره یاده کړه،ټولو امنیتي ځواکونو ته یې دنده وسپارله چې تردې زیات د لارې امنیت ته توجه وکړي او هغه کسان له منځه یوسي چې د لارې د امنیت پر وړاندې تهدیدونه ایجادوي او کله ناکله پر دغه لاره بریدونه کوي. عبدالجبار نعیمي د لارې په اوږدو کې د پرتو پوستو د سربازانو او افسرانو د خدمت درناوی وکړ او ددوی د مورال ستاینه یې وکړه،ډاډ یې ورکړ چې د شته ستونزو او غوښتنو په برخه کې اړونده ارګانونو ته لازمې دندې وسپاري
هلته مو د بدن وېښته په درېدو شو، کله چې امنيتي سرتېرو د وطن څخه په کلکه د دفاع خبرې وکړې، دوی په ډېر جرائت ښاغلي والي صاحب ته ډاډ ورکړ چې همېشه به خپلې خاورې څخه دفاع کوو، دوی دا هم وویل چې که په بدن کې مو یوه څاڅکی وينه هم وي ورانکاريو ته به د دې اجازه ورنکړو چې تخريبي اعمال تر سره او ولس خو د ستونزو سره مخ کړي.
یو سرتيري خپل سينې ته لاس کړ، لغمان والي ته یې په اشارې سره وویل، چې ۸ ځایه ټپی شوی یم، د دولت د مخالفینو له لوری زما ټوله کورنۍ تهدید شوې خو بیا هم خپل وطن، خاورې او ولس ته وفدار یم او همداسې وفدار به پاتې کېږم.
د هر سرتيري د مرال په ليدو مې د سترګو څخه اوښکې بهېدې او شکر مې ایسته چې اوس هم پر وطن مين او ميړني ځوانان شته چې د سر په بدل د وطن او هېوادوالو دفاع کوي.
لغمان والي ته دې هم رب العزت خیر ورکړي، هر سرتیري سره یې په ورين تندي او خلاصې غيږې روغبړ وکړ، په ملا يې ټپاوه او دا احساس يې ورکاوه چې مشران تل د دوی تر شا ولاړ دي.
د امنيتي پوستو څخه د ليدنې وروسته د ګاونډي هېواد پاکستان څخه د راکډه کېدونکو کډوالو د حال پوښتنه وشوه.
لغمان والي د کابل-ننګرهار لویې لارې د قرغیو ولسوالۍ په ساحه کې له پاکستان څخه افغانستان ته د کډوالو کورنیو د راتګ هرکلی وکړ ، لغمان والي راغلیو کورنیو ته ښه راغلاست وویلو او خوښي يې څرګنده کړه چې افغانستان بیرته د افغانانو په ګډ کور بدل شوی دی. کډوالو کورنیو په خوښۍ سره وویل په دې خوښ او خوشحاله دي چې ترلسیزو وروسته خپل هېواد ته راځي او دخپل هېواد د ښکلې هوا څخه خوند اخلي. راغلیو کورنیو وویل چې د مهاجرت داسې سختې ورځې یې تیرې کړي چې په نړۍ کې بل ملت نه دي لیدلې او نن ورځ په دې خوښ دي چې تر لسیزو وروسته خپل ټاټوبي ته راځي. لغمان والي عبدالجبار نعیمي وویل چې کډوالو سره د مرستو او همکاریو لپاره یې ځانګړي تدابیر نیولي او له اړونده وزارت سره نږدي کار کوي ترڅو د راغلیو کورنیو ستونزو او غوښتنو ته رسیدګي وشي. نوموړي راغلیو کورنیو ته وویل چې په خپله خاوره کې ژوند وکړئ او دولت جدي کار کوي چې تاسو سره هراړخیزه مرستې او همکارۍ وکړيلغمان والي پر نړیوالو موسساتو او شتمنو خلکو غږ وکړ چې د راغلیو مظلومو افغانو کورنیو سره عاجلې بشري مرستې وکړي
د راستانه شویو کورنيو د غړو په سترګو کې اوښکې ډنډ وي او د لوی رب العزت شکر يې ادا کاوه چې خپل هېواد ته راغلي او په لار کې د یو لوړ پوړي چارواکي له لوري ورته ښه راغلاست ویل کېږي، دوی ته د نوي کور او ژوند د پيل مبارکي ورکړل شو.
د کډوالۍ ژوند ډېر سخت او د کړاوونو ډک وي، ډاډه يم چې د والي صاحب له لوري پر دوی پوښتنې به راستانه شویو وروڼو او کورنیو ته دا اطمنان ورکړی وي چې دولت له دوی سره دی او همېشه به یې ستونزو ته رسيده ګي کوي.
د سفر په جریان کې د تاريخي غونډو، قبرونو او ځايونو ليدو وروسته په عزیزخان کڅ سيمه کې د دارالارقم مدرسې ته هم ولاړو، والي صاحب او ملګرو يې د مدرسې د تدریسي بهیر، کتابتون او زده کوونکو لیدنه وکړه.
دا ډېر د خوشحالی ځای دی چې په قرغیو کې د ډاډمن امنیت، ښې پراختيا، رغونې او پرمختيا تر څنګ یوه لویه او مجهزه مدرسه (دارالارقم) هم شته چې لسګونه ځوانان په مديني افکارو روزل کېږي.
لغمان والي له مدرسې څخه د ليدنې پرمهال وویل، چې ښوونځي، ديني مدرسې او تعليمي ادارې د فکري رغونې مرکزونه دي او ډاډ يې څرګند کړ چې پدې ولایت کې به د ديني مدرسو د تقويې تر څنګ د دوی پراختیا ته ځانکړې پاملرنه وکړي.
نوموړي دښوونځیو او مدرسو له ښوونکو او دیني علماؤ وغوښتل چې ولس ته دفکري رغونې،سولې،ثبات،دملي یووالي او په هېوادکې دتل پاتې سولې دټېنګښت په موخه ګټور او روښآنه پيغامونه ورکړي او هم دې د بېګناه انسانانو د وژنې،ورانۍ،جګړو، د نشه يي توکیو د استعمال او قاچاق د حرمت په اړه ولسونو او ددولت وسلوالو مخالفینوته د اسلام دمبارک دین په رڼا کې څرګند پيغامونه انتقال کړي. څو په دې سره په هېواد کې روانې ناخوالې پای ومومي.
په مدرسې کې تر یو نیم ساعت ناستې وروسته د قرغیو سرسبزې، ښکلې او زړه راښکونکي ولسوالۍ یو شمېر قریو او کليو ته ولاړو هلته د ولس سره ناستې وشوې، د هغوئ له احوال څخه خبر واخیستل شو.
دا ناستې چې په دیرو کې ترسره شوې قومي مشرانو او ځايي اوسيدونکو خوښي څرګنده کړه چې د ولایت لوړپوړي چارواکي په لومړي ځل د دوی کلیو او بانډو ته ورغلي او د هغوئ د حال پوښتنه کوي.
زما په اند، که مرکز، ولایاتونو او ولسوالیو کې چارواکي د ولس خواته ورشي، د ولس له ستونزو او مشکلاتو ځان خبر وساتي او د حل په موخه ورته لازم اقدامات ترسره کړي، امنیت به ورځ تر بلې پراخه، د ولس اعتماد او اعتبار به پر دولت زيات او په ټوله کې به د سولې، امن، ورورۍ، مينې او صمیمت فضاء خپره شي.