د سعودي عربستان د شاهي هیواد د تعلیم او تربیې وزیر ډاکټر احمد عیسی د عبدالله عبدالله سره په لیدنه کي وویل، چی دوی به له دې وروسته هر کال افغان محصلینو ته ۴۰۰ د لوړو زدکړو تحصیلي بورسونه ورکړي.
نوموړي په دې لیدنه کي زیاته کړه، چي حکومت به یې سمدستي په تعلیمي چارو کي د لازمي همږغۍ د ایجاد په موخه په کابل کي خپل سفارت ته د تعلیمي څانګي یو مؤظف شخص وټاکي.