د لښکرګاه په دریمه حوزه بولان کې د افغان ځواکونو لهخوا عملیات پیل سوي دي.
په هلمند کې د۲۱۵ میوند قول اردو قومندان برید جنرال ولي محمد احمدزي په یوه خبري ناسته کي وویل، د لښکرګاه په لویدیځ کې يي د چاه انجیر او باباجي په طرف په څو استقامتونو عملیات پیل کړي دي.
احمدزي وویل، د قهر میوند په نوم عملیاتو کې افغان ځواکونو نېږدې اووه کیلومتره پرمختګ کړی دی.
د قول اردو قومندان زیاته کړه، دغه عملیات به ترهغه دوام وکړي چې د لښکرګاه په مربوطاتو کې د وسلهوالو طالبانو فعالیتونو پای ته ورسېږي.
تر اوسه د دې عملیاتو په ترڅ کې د دواړو غاړو د تلفاتو په اړه کره مالومات نه دي ورکول سوي.
د پولیسو یوې سرچینې رسنیو ته د نوم نه ښودو په شرط وویل چې د لښکرګاه بشران سیمه کې درنه جګړه روانه ده او تر اوسه پرمختګ نه دی سوی.
د قهرمیوند په نوم عملیات دوه ورځې وړاندې پیل سوي دي چې د لښکرګاه په دوهمې او دریمې حوزو کې يې د پام وړ پرمختګ کړی دی.
تراوسه وسله والو طالبانو په دي اړه څه نه دي ویلي.