د افغانستان دفاع وزارت وايي، د امنیتي ځواکونو په رهبرۍ کې یې تر ډېره ستونزې حل شوي دي.
د دغه وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش نن رسنیو ته وویل چې د امنیتي ځواکونو په رهبرۍ کې د مشکلاتو هواري عملاً د جګړې په ډګر کې پرافغان ځواکونو مثبت اغېز کړی دی.
دا خبرې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکولسن د افغان ځواکونو په رهبرۍ کې د ستونزو له کبله اندېښه ښودلې ده.
نیکولسن له ان بي سي تلویزون سره په مرکه کې ویلي چې د افغان ځواکونو د درنې مرګ ژوبلې یو عمده لامل په بېلابېلو برخو کې د دوی رهبرۍ ته ورګرځي.