دا دی بالاخيره ستاسې زرګون، له چاپه راورسيده، په زرګون ناول دشيخ زايد پوهنتون دژبو ادبياتو استاد ښويالي عبدالله متوکل يو څو خبرې ولولئ.
داسې معلومیږي، چې پنځګرشکورالرحمن حميدي له شهکاریزې پنځونې وروسته نوموړی ناول په غور سره کتلی دی، د کوشش او هڅې پایله کې یې خامۍ له منځه وړي دي. همداشان کوم کرکټر چې په ناول کې په کوم حیثیت راغلی دی، لیکوال هڅه کړې ده، چې په هماغه شکل یې د لوستونکي او اوریدونکي په ذهن کې کېنوي، د کرکټر ژبه دکرکټرعمر، وخت، ځای، فکر او هوښیارتیا ټول سره تناسب لري. دا چې ادب پر ټولنه اغېز کوي او ټولنه پر ادب، نو نثرلیکوونکي او شعر لیکوونکي خپل نثر یا شعر ددې لپاره لیکي، چې ټولنې ته څه ورکړي، ځینې یې بیا د مادیاتو د ترلاسه کولو وسيله ګڼي، خوپدغه ناول کې د ټولنې اغېز له پامه نه شو غورځولی، د یوه افغان ماشوم او مور په اړه چې څه تيريږي،یا تېر شوي دي او يا راځي، لیکوال په خورا هنري، ساده او مخیله ژبه د ناول په چارچوب کې هغې ته انعکاس ورکړی دی.
په نظم او نثر کې انځورګري خاص مقام لري، حميدي صیب کوشش کړی، چې صحنې داسې انځور کړي،چې د اوریدونکي او لوستونکي په ذهن کې یې لکه ګلان وغوړوي، مثال:«... یوې ډډې ته کېناستم. له پاسه مې لارې ته کتل، یوه توره لیکه جوړه وه،تا به ویل لکه ښامار چې تږی وي او دغره سر ته د اوبو په تلاش په ډېرې تیزۍ سره راروان وي،خوکله کله به ددغه ښامار تنه ګډوډه شوه اوکله کله به بیا توره لیکه جوړه شوه... .»
ځینې وخت اخلاقي انسان پداسې ګناه کې راګیر شي،چې په حقیقت کې ګناه ده نه وي کړې، ګناه بل چا کړې وي. لکه:«...ښځې ژړل، ټولو ته یې ښېرې کولې، داسې الفاظ به یې له خولې راوتل،چې که هرڅومره کلک انسان به هم وو، له سترګو به یې اوښکې راتوی شوې...زه نه ژاړم، مانه دي ژړلي... داسې بې غیرته او بې پښتو خلکو نه زما ژړا پرده نه کوي... .»
ددې ناول له لوستلو او اوریدلو وررسته به پنځګر ډېر لوستونکي او اوریدونکي د ځان ملګري کړي، هغه ناخوالې چې پر یوه افغان ماشوم او مور باندې تېریږي اویایې تحمل کوي، هغه به د ځان وګڼي او په مقابل کې به يې هېڅکله بې احساسه پاتې نه شي.
لیکوال د پېښو او احساساتو اصلي بڼه څرګنده کړې ده، دی په نورو تېرې شوې پېښې خپلې ګڼي، ددوی احساس یې خپل احساس ګرځیدلی دی. د احساساتو څرګندونه یې رښتونې ده، د ناول کیسه او موضوعات یې د ژوند سره برابرهم دي او تسلسل هم لري. ناول یې د لیکلو په طرز داسې عیار کړی، چې کولی شي لوستونکي او اوریدونکي تر اخره له ځان سره وساتي. د (زرګون) ناول اکثره صحنې او مکالمې داسې انځور شوې دي،چې لوستونکي او اوریدونکي هیجاني کوي،کیدای شي چې ستوني ورته ډک کړي او بې اختیاره یې له سترګو اوښکې ورغړیږي.
د زرګون ناول اکثره کرکټرونه د ناول په صفحو کې ژوندي ګرځي او راګرځي، کرکټرونه یې تراخره په خپلو اوصافو هماغسې پاتې دي، لکه څرنګه چې وو، یوازې په څوکرکټرونو کې د حالاتو په غوښتنه تغیر راغلی دی، لکه:«طاهر ته خپل ماما وایي: ځه خپل کارکوه! زه دومره وزګار نه یم، چې له تاسره پېښور ته لاړشم چې بلد نه وې، نو نه به راتلې... .»
پدغه ناول کې ځینې کرکټرونه له خپلې اصلي څېرې لږ لوی شوي دي. لکه: «شړک شو په مخ مې څپېړه ولګیده، چې سترګې مې راپورته کړې ، نیامې وه. سرتور سر، ترش تندی،کوتک په لاس ولاړه وه... .» داښه ټکی دی، لیکوال اجازه لري، ترڅو لوستونکي او اوریدونکي یې ښکاره وکتل شي.
د زرګون ناول د لوستلو پرمهال به لوستونکي او اوریدونکي محسوس کړي، چې اوس به څه کیږي، یا به راتلونکې کې څه کیږي. چې همدې محسوساتو یاد ناول ته تلوسه وربښلې ده.
ذکرشوی ناول د پښتو ادب په بڼ کې یوګل دی،چې د پښتو بڼ پرې ښایسته شو. ښاغلی شکورالرحمن حمیدي د خپلې تحصيلي دورې او نورو ژورنالیستیکو مصروفیتونو سره سره نظم او نثر هم لیکي، چې ترډېره بریده بریالی شوی هم دی. قلم یې تاند او خوځنده اوسه.
په پوره ادبي مينه
اا۱۲/۴/۱۳۹۵هـ ش