سرتاج لالا بيا د پنجاب غوښتنه تکرار کړې ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67345
سيد حسين پاچا
دخبریدو نیټه : 2016-10-29

سرتاج عزيز: پاکستان چې په کې نه وي هغه سوله ناشونې ده
سرتاج لالا بيا د پنجاب غوښتنه تکرار کړې ده
تر اوسه لا موږ و تاسې په يوې نااعلان شوې جګړه کې ښکېل وو، خو له دې روسته ورو ورو پر حقيقت بدليږي


سرتاج لالا،
تاسې خو هم د آغلې شيري رحمن خبره تکرار کړه :
کابل کې هر حکومت بايد د پاکستان پلوي وي . د پاکستان له پلويتوب پرته د افغانستان په نوم هېواد ځای نه لري.

Pakistan says that there must be a Pakistan friendly government in Afghanistan for which Pakistan has been destroying Afghanistan since its birth in 1947. But then India also has the same right to destroy Pakistan because all the times in Pakistan, the governments in Pakistan are not friendly to India. But if the international community will not support India in this situation, then IT IS DOUBLE STANDARD.

سرتاج لالا،
افغانان په دې ښه پوه دي چې په پاکستان کې ملکي سياسي واکمنان هسې د اوبو ځګ دي. د حکومت واکمنان نور څوک دي چې نړيوال پرې هم پوهيږي. ستاسو استخبارات او پوځي واکمنان ولې نېغ په نېغه پخپله نه راوځي او ولې هغوی خپله د زړه پټه خبره ښکاره نه کوي او جالې ژوي. نړيوال ترې هم غواړي چې دوی هغه پټه خپله د زړه خبره چې له ځان سره يې په زړه کې پټه ساتي ترې ښکاره واوري چې دوی څه غواړي او د څه لپاره يې دا ډبل يا دوه مخې لوبه شروع کړې ده؟

سرتاج لالا،
دا چې مشاهد حسين امريکا ته تللو او هلته کانګرسيانو ته يې دا وراوروله چې ((د کشمير د مسلې له هوارولو پرته افغانستان کې سوله نشي ټينګېدلی))، نو دغه خبره ولې ستاسې رسمي استخباراتي او يا نظامي چارواکي نه شي کولای چې تل يې ستاسو د ملکي سياستوالو او يا د کورناستي ((متقاعد)) نظامي چارواکو او يا د سياسي ملايانو پر خوله کوي؟

سرتاج لالا،
موږ ته داسې برېښي چې تاسې ملکي سياستوال به د څارګري ونظامي چارواکو پرتله د خپل قضاء حاجت رفع کولو واک هم لرئ او يا نه؟ پاتې لا زموږ د سولې په تړاو. قرآني سپارښتنې او ارزښتونه دا وايی چې له ابليسه ((شيطانه)) د خير تمه حرامه ده. ځکه خو د الله تعالی اسماني مؤمن به کتاب له جني شيطان سره سره له انسي شيطانه د ځان ساتنې سپارښتنه کوي او ځکه خو ختم يا پايان يې پر ((والناس)) سره کړی دی. د الله تعالی د ستر دې کتاب حکمت ته ګوره چې شروع يې پر حمد ((الحمد)) او ختم يې پر ((والناس)) سره شوی دی. دا ځکه چې جني شيطان نه لمسيږي مانا دا چې فزيکي هويت يې نه تر سترګو کيږي، خو لمسونې يې محسوسيږي، خو انسي شيطان بيا په ټولنه او په کور وکلي کې درسره خوا پر خوا اوسيږي ان تر دې چې په يو جومات کې درسره په لمانځه کې په يو صف کې ودريږي، خو حسد ((کينه)) درته په زړه کې نه شې محسوسولی، تر څو چې عمل ((کړن)) ترې څرګند نه شي.

سرتاج لالا،
اوس افغانان پوه دي، نو ورته د اکوړې او د احياءالعلوم ديني بنسټونو خيال مه کوه چې بې لکۍ څڼه ور او تورې سترګې به دوزخي بابر ته ورتلل او هغه به خپل بچيان بلل، اوس وخت او حالاتو بدلون موندلی دی. له دې وروسته نور څوک دوکه کولای نه شئ، خلک مو پېژني.

سرتاج لالا،
تاسې له يو لورې د سولې خبرې کوئ، خو له بل لورې بيا مو آغلې شيري رحمان وايی چې ((په کابل کې هر حکومت بايد د پاکستان پلوی وي. د پاکستان له پلويتوب پرته د افغانستان په نوم هېواد ځای نه لري))، نو له هويته او شتونه مو منکر ياست، نو دا ستاسې هسې درواغ، لاپې شاپې او بېځايه بکواس نه دی. ولې هسې بېځايه د دروغو پوڼۍ ولې؟

سرتاج لالا،
درست ده چې د سرګودهې دوزخي به ويل :
General Hanid Gul ex-chief of ISI
General Hamid Gul said in a TV interview on January 26, 2015 that” America never trusted us and we never trusted America. We supported America in Afghan Jihad for our own benefits. We built nuclear bomb, got F-16 Fighters , submarine, helicopters and a lot of other defense equipment.” Pakistan used America and the international community for its own benefits in Afghanistan.

درست ده چې موږ او نړۍ ته مو ګپ راکړ. اوس د اتوم څښتنان ياست، ايف شپاړس الوتکې لرئ، سبمارين لرئ، هيلېکوپتر لرئ او د دفاع پرېمانه تجهيزات لرئ او امريکا او نړيواله ټولنه مو د خپلو ګټو لپاره وکاروله، خو وګورو چې نړۍ له تاسو سره د دې ترسره شوې دوکې څه پرېکړه کوي؟

پايله :
سرتاج لالا، ستاسې د پوهاوي لپاره همدومره لازمه بولم چې :
ټيټ مې مه بوله غورځنګ راباندې مه کړه
زه په دې افتاده ګۍ کې لوی ګړنګ يم

په کږه سترګه راته مه ګوره او هم بېځايه محاسبه له ځان سره مه کوئ!
درست ده چې تاسې اوس اتومي شوي ياست او اتوم يوه خطرناکه وسله ده، خو زموږ عزم و اراده څوک په اتوم ځانته نه شې تسليمولی.

په درنښت

 

سرتاج عزيزوايي چي پاکستان په کې نه وي هغه سوله ناشوني ده
https://khabarial.com/archives/171454