د طالبانو ماما او امنیتي مشکلات یې !!!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67346
ملا صوفي زاده مشرقي وال
دخبریدو نیټه : 2016-10-31

 

د طالبانو درژیم د سقوط او د امریکایانو د افغانستان د اشغال او احتلال وروسته په پاکستان کې د اسلامي امارت په اصطلاح روپوشو مشرانو یو کار دا وکړ چې ځانونو ته یې مستعار او مشفر نومونه کیښودل تر څو په تیلیفوني مکالمو او د عامو خلکو په مخ کې معروف او مشهور طالب مشران افشا او د خطر سره مخ نه شي. په دې سلسله کې یو مشهور طالب مشر خپل مستعار او مشفر نوم ځان ته "ماما" انتخاب کړ کوم چې زمونږ د دې لیکنې قهرمان دی.
په دغه وخت کې واقعا هغه ساده او مخلص طالبان د نیولود خطر سره مخ وو چې د پاکستان د فوځي څارګرې ادارې آيي ایس آیي  سره یې رابطه نه لرله او فکر یې کاوه چې ګنې دوی ریښتیني قهرمانان او اتلان دي. الله جل جلاله دې دوی ته د خپل ښه نیت ښه بدله ورکړي. په دغه وخت کې پنجابي استعمار د نړیوال فشار له کبله له طالبانو مخ واړوه او ډیر عادي او ریښتیني طالب مشران یې د دې لپاره قرباني کړل چې نړیوالو ته په وختي توګه اقلا  دا وښایي چې ګویا پاکستان واقعا د ” تروریزم“ خلاف او د نړیوال اتحاد برخه ده. په دې کې شک نشته چې د اسلامي امارت په لاندې سطح جنګیالیان او ډیر مشران واقعا د اسلام په مینه مست او په ظاهره د اسلامي امارت د سپیڅلي هدف د نفاذ شریعت لپاره جنګیدل او لا جنګیږي. ولې په امارت کې د پاکستاني استخباراتو داسې ځنې مهرې وې او لا شته چې د امارت د سقوط نه وروسته پنجابي استخبارتي شبکو دغه ښاغلي او نازولي ایجنټان په هر صورت کې بچ کول غوښتل ځکه چې یو طرف ته د دغه ایجنټانو د نیولو سره د پنجابي استعمار رازونه افشا کیدل او بل طرف ته دغه ایجنټان دوباره د افغانستان د ورانولو لپاره په کار وو.د دغه ښاغلو نازولو په سر کې د اولې درجې مهمه مهره هم د طالبانو د وخت د مشرقي زون مشر وواولادی. چې لا تر اوسه دخپلو ملګرو طالبانو ترمنځ په ” ماما“ سره شهرت لري. او په تیرو  ۱۵ کلونو کې رالوی شوي او د جنګ صحنې ته راداخل شوي بیچاره شازلمیان لا د خپل ماما دماضي او حال نه خبر نه دي.
لوستونکو ته به معلومه وي چې د ۱۱ ستمبر وروسته د غربي اتحادي قواو د یلغار په نتیجه کې ډیر مسلمانان شهیدان،زخمیان،او د باګرام،پاکستان او ګوانتنامو زندانونو ته وغورزیدل او حتی چې د اسلامي امارت د دفاع وزیر مولوي عبیدالله اخوند او استاد یاسر په شان شخصیتونه د پنجابي استعمار په جیلونو کې شهیدان شول او د اختر محمد عثماني او ملا دادالله رحمهم الله په شان اتلان د پنجابي استعمار د شریکو دسیسو ښکار شول ځکه چې هغوی د دغه تورمخو غلامانو غلامي نه منله. خو یو ” ماما“ دی چې لا تراوسه نه نړیوال کفر ته مطلوب شو او نه هم د هغوی پنجابي غلامانو ته !!!
د ماما په باره کې د طالبانو په منځ کې دا مشهوره وه چې که د ماما نه چا په ماشومتوب کې باغکی(توشلې) هم ګټلې وي نو هغه هم نه هیروي او د وړکتوب د لوبو حریف ته هم کندې کني او په ډیر مهارت يې کندې ته غورزوي ، ولې خوله سمه خوزوي او د خپلو پنجابي استاذانو په څیر چا سره د ښکاره دشمنۍ حماقت نه کوي او د دغه مهارت په برکت ماما د امارت د سقوط وروسته د حالاتو د خرابیدو  نه په استفادې سره د امارت د وخت ډیر حریفان پاکستان اوافغانستان کې کندې ته وغورزول خو په ظاهره ماما د امارت په مجالسو کې سر ټیټ ټیټ کوي او وایي چې حالات ډییییییر خراب دي او ساده لوحو عادي طالبانو ته دا ښایي چې ګنې ماما واقعاً ډیییییر امنیتي مشکلات لري.
پاتې دې نه وي چې ما هم  ګوانتنامو زندان نه د راوتو وروسته ډیر مستعار نومونه بدل کړل خو لا تر اوسه په پاکستان افغانستان کې ځمکه ځای نه راکوي او د کورنۍ څو کسان مو همیشه په زندان کې وي خو په ظاهره څوک دا نه مني چې ګواکې مونږ د ماما په اندازه امنیتي مشکلات لرو.
زمونږ ډیر خوږ ملګری (عباس رحمه الله)  چې آخر هم ډرون حمله کې شهید شو ، امارت کې زمونږ د ډیرو داسې مجالسو شاهد وو چې په هغه ځایونو کې به ماما او د هغه امثالو دامنیتی مشکلاتو شکایت کاوه او سرونه به یی نمایشي ټیټ ټیټ کول او ویل به یی چی دوی ډیییییر زیات امنیتی مشکلات لري، حال داچې هغه ټول ځایونه به دسرکاري نګراني لاندې وو او هیڅ یو عاقل دا نشو قبلولې چې ګنې دغه مجلس دې د پاکستاني شبکو پټ وي. ماما او د هغه ملګري به د تورو شیشو موټرو کې مجلس ته رانږدې کیدل او ماما به هر وخت د خپلو محافظینو سره د پیښور، کوهاټ،پنډۍ،او د ایبټ اباد د چاوڼیو په حدودو کې لیدل کیدل خو په مجالسو کې به یې د امنیتي مشکلاتو شکایت کاوه نو عباس رحمه الله به چې ما سره کله د مجلس نه راووت نوپه طنزيه خندا به يې وویل چې ” عجب امنیتي مشکلات دي کاش چې مونږ هم د ماما په څیر امنیتي مشکلات لرلی“.
په دې وروستیو کې د امارت د ” استخباراتو“ هغه نابینا مشر (چې د مائین په چاودنه کې يې خپلې سترګې له لاسه ورکړي)  لخوا خبر شوم چې د هغوی د معلوماتو مطابق اوس په پاکستان کې د ماما امنیتي مشکلات دومره زیات شوي چې خپلو پنجابي بادارانو ماما اول د پیښور په ګورنر هاوس کې او بیا په دوبئ کې د راغلو سرو میلمو سره کینولی او هغوی ته یې اطمینان ورکړی چې ماما یوازینۍ مهره ده چې د اصلي تروریستانو دشمن،د پیر سباق مرید او د تصوف د جهان ستوری دی او همدغه میانه رو مسلمان کولی شي چې په آینده کې د سخت دریځو مسلمانانو د غولولو لپاره په کار واچول شي.
نو همدغه وجه ده چې د ابن سلول سکه د تره ځوی او د اندلس د غرناطې د تاریخ د ابو داود سکه ورور د پردې لاندې ژور کار شروع کړی او د لر او بر دواړو شبکو سره ډیر ښه تعلق لري. او عجیبه خبره دا ده چې عادي ساده ګان طالبان او د هغوی کورنی وژل کیږي او په زندانونو کې کلونه کلونه کړیږي او څوک  د هغوی او د هغوی د پس ماند ګانو پوښتنه نه کوي خو د ماما ملګري د والیانو په سطح که کوز یا بر ونیول شي راخلاصیږي او نازول کیږي نو ځکه د امارت د استخباراتو نابینا مشر ویل چې د ماما پر خلاف خبره کول یا د هغه خلاف کوم اقدام کول د ده یا د نورو مخلصینو طالبانو د وس نه بهر خبره ده.
یوه عجیبه خبره خو دا ده چې عادي طالبان او ډیر مخلص مشران د افغانستان او پاکستان په سرحدي قبایلي سیمو کې پاتې کیږي او افغانستان یا پاکستان  ته تګ راتک هم د همدغو قبایلو له لارې کوي خو ماما د امارت د سقوط راپه دیخوا تر اوسه قبایلو او خصوصا وزیرستان او اورکزو ته او یا داخل د افغانستان ته د سفر کولو حماقت نه دی کړی ځکه چی ماما دخپلو اعمالو آيينه مخ ته او دسرخطر هلته ګوري او دخپلو بادارانو په څنګ کی دامارت چاری پر مخ بيايي . بلکه ماما دعالمي جهاد او د پاکستان د طالبانو د تحریک کلک مخالف دی خو په خوله خوږ موئید دی. همدغه ماما وو چې د امارت د سقوط پر وخت یې طالبان او عرب مجاهدین په توره بوړه کې د بمبارۍ لاندې پریښودل او ځان یې اسلام اباد ته ورساوه. هو کې د هغه امنیتي مشکلات دومره ډیر شوي چې یوه پښه یې په دوبۍ کې او بله په اسلام اباد کې وي او پنجابي استعمار د مسلمانانو او مخلصو طالبانو د غولونې ټولې مشورې له ”ماما“ سره کوي.
د امارت په وخت د امارت په استخباراتي څانګه کې یو مسؤل راته د ”ماما“ د امارت د وخت امنیتي مشکلات داسې بیان کړل :
” د امارت په وخت به هم مشر ملا صاحب ته وخت په وخت د ماما نه شکایتونه راتلل چې ګویا کې هغه وخت د (مشرقي زون مشر)او اوسنی (ماما) د پاکستان د آيي ایس آي سره کلک روابط لري او د امارت په کارونو کې د پاکستاني شبکو دستور اخلي.د امارت متقاعد چارواکی وایي چی مشر ملا صاحب به امر وکړ چی د دې خبرې پلټنې وکړئ چې دا خبره څومره صحیح ده نوموړی مشر وایي چې دغه وخت کې مونږ د ده تعقیب شروع کړ او په پیښور او اسلام اباد کې مو د ماما او د آي ایس آي د کرنیلانو او جرنیلانو ملاقاتونه،ناستې او د هغې تاریخونه او وختونه په یو فایل کې راټول کړل او په دغه ملف ( فایل) کې دا تفاصیل هم راغلل چې ماما که زکام هم شي نو د پیښور او پنډۍ د (سي ایم ایچ CMH) په فوځي شفاخانو کې یې علاج کیږي او حتی چی د آي ایس آي د کرنیلانو او جرنیلانو سره کورنئ تګ راتګ هم لري خو چې هر ځل به مو د شواهدو او اسنادو فایل او ثبوتونه د مشر ملا صاحب مخکې کیښودل او هغه به په خپل خوا کې د ماما په شان نورو مشاورینو سره خبره شریکه کړه نو د ډیر وشکایتونو نه وروسته به یې زیات نه زیات د ماما د مشرقي نه بل سمت یا پوست ته د تبادلې مکتوب راواستاوه نو هغه مکتوب به ماما څیرې کړ او آي ایس آي ته به یې شکایت وکړ. آي ایس آي به د پیښور مولوي حسن جان،مولانا فضل الرحمن،مولانا سمیع الحق او داسې نور ملایان مشر ملا صاحب ته واستول او هغه به یې دې ته قانع کړ چې د ماما په شان فرشته صفته انسان پر خلاف شکایتونه ونه مني اوپه هغه به یی ومنله چی دا ټول درواغ دي. مشر ملا صاحب به د خپلو استاذانو په خبرو قانع او غلی شو او دغسې به هر شکایت رفع دفع شو“.
زمونږ ډیرمحترم ماما لکه مخکې چې ذکر شو ډیره پسته خوله لري او خپل ماتحت او مجبور سره محتاطانه او غیر متصادمه پالیسي لري خو د خپلو ما فوقو مشرانو سره بیا متملقانه او عاجزانه رویه لري او د طالب علمۍ له وخت نه د خپل ما فوق په تملق، لاسونو ښکلولو او بوټانو سمولو نه شرمیږي. په اسلامي امارت کې به دده همیشه د ځان نه مشرانومخی ته د اوداسه نه پس روی پاک او دست پاک په دواړو لاسونو په احترام نیول د ده معمول عادت وو او د امارت د لوړ پوړو مشرانو خوا کې خپل کسان ځای پر ځای کول او د هغوی سره خپل تائید زیاتول د ده خاص مهارت دی. او همدارنګه د دغو مشرانو د مجالسو معلومات خپلو تورمخو بادارانو ته ور ډالۍکول د ماما د چپ لاس همیشنی مهارت دی.د دغه مهارت نه په استفادې سره مشر ملا صاحب سره مسلسله رابطه او هغه قانع ساتل هم د ماما خاص مهارت وو او لادی. خو څوک خبر وو چې د ماما امنیتي مشکلات به دومره زیات شي چې اخر به مشر ملا صاحب هم داسې غیر محسوس هضم کړي چې نه به یې جنازه معلومه شي او نه قبر.
ماما د کوزې پښتونخواه د پیر سباق او د باړې د پیرصاحب نه هم لاس نیوی لري او د خپلو خصوصي مریدانو په مجالسو کې د سلفیانو ډیر مخالف دی خو د سعودي او د اماراتو د سلفیانو نه د طالبانو په نوم  چندو راټولولو کې هم کم مهارت نه لري. او د هغه وطنونو په سلفیانو د امارت اسلامي د شیخ اسامه رحمه الله نه د دفاع تاریخچه نغدول اودغه غوا رالوشل هم دماما خاص مهارت دی. د دې نه علاوه د موقع پیژندل او د وخت او موقع او محل سره مطابق تشریحات ورکولو کی هم مامادچانه پاتی نه دی. خو په هر مجلس کې خپل بړاس ویستل او د زړه د ټولو خبرو د ښکاره کولو اودټولی بوجۍ دراتشولو حماقت ماما هیڅکله هم نه دی کړی. راز ساتل ، مخلص مسلمانان په ځان ګرم ساتل ، خپل مریدان په هر مناسب ځای کې استخدامول او د آمدن ټولې ناوې په ځان راسپرول او د خپلو پیرانو په څیر زږه شړۍ په خوله راخکودل او ساده ګانو ته دعاجزۍ،فقیرۍ،طریقت،اخلاص،انفاق،قرباني،ایثار او فداکارۍ په شان اصطلاحات کارول د ماما د ژوند بل کامیاب اړخ دی.
نو همدا لامل دی چې د پورتنیو کامیابو صلاحیتونو په لرلو سره ماما وکولای شو چې د امارت په وخت د شرقي زون ټول آمدن ،بیا د سقوط په وخت په پاکستان، افغانستان او عربي نړۍ کې ډیر په اخلاص راجمع شوې چندې، د کوزنیو استخبارتي کړیو زاړه او اوسني مکافات او په اوس وخت کې د افغان پارلمان د غړو د پنجابي شبکو سره د وصل کولو مکافات او حتی د غربیانو لخوا بالواسطه مکافات یې هم په ډیر مهارت هضم کړی خودمخلصوطالبانو مخکی یی خپل فقیرانه ژوند ته یې ادامه ورکړی او خپلو مریدانو او معتقدینو ته یې باور ورکړی چې ګویا که ماماد امنیتي مشکلاتو ترڅنګ ډیییییرزیات اقتصادي مشکلات هم لري او د هر طرف نه ورته خطر متوجه دی .
ماما ته دمتوجه خطراتواوامنیتي مشکلاتو اندازه تاسی ددی نه لګولی شئ چی دماما یونزدی ملګری دکنړ مولوی نجیب چی دامارت په لوړو پوستونوکی یی همیش کار کړی او څه موده مخکی دپیښور په ابدره کی اوسیده او ناڅاپی دپولیسو دیونوی اوناخبره افسر لخوا په دی وجه محاصره شو چی داسلحی نمایش یی کړی وو او مقامي خلکو نوی افسر ته شکایت کړی وو چی پولیس دنوموړي مولوي صاحب باره کی ددوی شکایت نه اوري. خلاصه دا چی محاصره شوي مولوي صاحب اوملګرو یی دپولیسو سره ډزی پیل کړی او دوه ساعته مقاومت یی وکړ خو چی کله یی دماما سره رابطه وکړه نو هغه ورته وویل چی څه مشکل نشته ځان ورکړئ. دحرانتیا خبره خو داده چی یو عام افغان چی په عامه لاره ونیول شي نوڅومره زوریږي، توهینیږي ،تاواني کيږي اودنامعلومه وخت پوری بندي کيږي او حتی وژول کیږي خو دماما په لاړو غوړ مولوي نجيب دپولیسو سره ددوه ساعته ډزو اومقاومت باوجود پنځمه ورځ بیرته راخوشی کيږي او پولیسو ته ویل کیږي چی دماما ملګرو سره غرض مه لرئ نوچی اوس هم تاسی دماما امنیتي مشکلات نه منئ نو زه نور څه کولای شم.
دماما دکارنامو نه یوه کارنامه داهم ده چی دامارت دسقوط په دوهم کال یی طالبانو ته دعوت ورکاوه چی اميرالمؤمنين نور دمنځه لاړه او اوس ماسره بیعت کوئ خو چی کله یی دخلکو منفي عکس العمل ولیده نو ویل به یی چی ماخو فقط دمشر ملاصيب مخلصین او معتقدین معلومول. تاسی دماما دتورو استاذانو داستاذۍ اومهارت اودمامادامنیتی مشکلاتو اندازه ددی خبری لګولی شئ او دټولو حیرانوونکی خبره داده چی دتولو طالب مشرانو حتی چی داول مشرملاصیب او موجود مشرملاصیب تصویرونه پیدا کیږی خو دډیر کوشش باوجود هم مونږ دماما تصویر پیدا نه کړای شو چی ستاسی حضور ته یی کیږدو اومونږ تاسی ننګوو که هرچا مونږ ته دماما تصویر پیدا کړنو دهرقسم امنيتي مشکلاتو یی مونږ ذمه وار یو او بی شیرینۍ به نه پاتی کيږي او مونږ به ومنو چی دغه ځوان دمرغۍ پیۍ هم پیدا کولی شي . نوکه اوس هم تاسو دا نه منئ چی زمونږ اتل ماما ډیییییر امنيتي مشکلات لري نو دابه دانصاف نه لری وي.
نوډبیییییییرخیال کوئ چی ګوری تاسی ته دماما په شان امنيتي مشکلات پیدا نشي.