د شخړو د حل منځګړي ټاکلي معیارونه لري

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67347
محمد عارف رسولي
دخبریدو نیټه : 2016-10-30


سریزه
 سوله د افغانانو او زموږ د ګران هیواد لپاره د تل په څیر خورا مهمه ده. زیات افغانان هم ورته لیواله دي او هڅو ته یې زور ورکړی دی چې د سولې بهیر غښتلی کړي. زما په اند اړتیا ده چې د سوله غوښتونکو او د سولې د منځګړو لپاره یو لړ شرایط باید ومنل شي. په دې مقاله کې غواړم د شخړو د حل کوونکو، منځګړو او کارپوهانو په باب یو لنډ بحث وکړم.
د شخړو حل او اړین شرایط یې
 د منازعاتو د حل کارپوهان وایي چې که تاسو غواړی شخړې حل کړئ، نو له داخله نه بلکه له بهره ورته وګوری. مانا داچې زموږ د تیر وخت تجربه، ټولنیز او ایدیولوژیکي دریځونه، د دواړو ښکیلو خواوو په هکله زموږ د مالوماتو کیفیت، د شخړې د ریښه اي لاملونو د څیړلو لپاره وخت او نور لاملونه کیدای شي موږ له عادلانه قضاوت څخه راوګرزوي او له یوې خوا سره تبعیض وکړو، او ستونزې لکه څنګه چې دي و یې نه شو لیدلای. که رښتیا غواړو چې کشاله حل کړو، له هغو باید خارج شو، له بهره ورته په ځیر ځیر وګورو، په غور یې مطالعه کړو او د دواړو ښکیلو خواوو ستونزو او مجبوریتونو ته په بې پرې توګه نظر وکړو. موږ باید د منازعاتو د څیړلو په وخت خپل تیر قضاوتونه، قومي، ژبني او ایدیولوژیکي دریځونه او احساسات تر سوال لاندې راولو او ورباندې بیا ژوره کتنه وکړو. ریښتیني، مجرب او زړه سواندي منځکړي تل په خپل انصاف او بې پریتوب باندې خپله شک کوي، په خورا احتیاط نوښتونه کوي او داسې کارونه کوي چې د دواړو خواوو اعتماد ته لاره اواره او هغه وساتل شي.
د سولې مرکچیان او منځګړي باید پاکه سابقه، ریښتینولي، د کشالو او منازعاتو د حل مهارتونه، وړتیا، له هیواد او خپلو خلکو سره مینه ولري. سوله کوونکي باید حلیم، د ښو اخلاقو خاوندان او د سولې د منځګړتوب په ټولو اصولو پوره پوه وي. د ښکېلو ډلو له یوې خوا سره یې تر بلې خوا نیژدې اړیکې او خواخوږي یا نه وي او یا یې په عمل کې بې پریتوب ښودلی وي، د هیواد د لسیزو اوږده غمیزه یې ځوروي، او د پای ته رسیدو لپاره یې اخلاص، تنده او عالمانه طرحې ولري.
موږ افغانانو ته اوس ښه مالومه ده چې ولې د افغاني کشالې د حل لپاره دا تیر پنځلس کلونه ولې زموږ د سولې هڅو او شورا ډېر څه و نه کړل او اغیزمنه نه وه. چې سړی بې انصافي و نه کړي دا به زیات داخلي او بهرني لاملونه لري خو د کارپوهانو په نظر د پورته یادو شرطونو نه په ځای کول هم په دې لاملونو کې مهم ځای لري. کله چې د سولې منځګړي بې طرفي، له سولې سره مینه، ریښتینولي او اخلاص ولري ښې پایلې لاسته راوړلای شي. جناب محترم پیرصاحب سید احمد ګیلاني د ښو منځګړو یوه ښه نمونه او مثال دی. هغه وتوانیده چې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او د حزب اسلامي تر منځ د سولې مذاکرات په بریالي توګه پرمخ بوزي، الله تعالی د ده ته د دنیا او اخرت اجر ورکړي. خدای (ج) د وکړي چې د سولې دا خوځښت بریالی او د نورو خواوو په مرسته په هیواد کې تر بریا او پوره سولې او ثبات پورې ورسوي.
موږ افغانان سولې او ثبات ته زیاته اړتیا لرو. تر ټولو ستر مسوولیت د هیواد د ولس مشر دی. داسې ښکاري چې هغه کلک هوډ کړی دا مسوولیت ښه ادا کړي او په هیواد کې سوله راولي، هغه ورباندې پوهیږي، او تر اوسه یې ښه قدمونه اخیستي دي. خو ټول ملت باید ورته لاس ورکړي. موږ ټولو او په تیره بیا د هیواد روڼ اندو، لیکوالانو، مدنی فعالانو او تر ټولو زیات دیني عالمانو ته اړتیا ده چې سولې ته د اړینو شرایطو په پیدا کولو، په شخړو کې د ښکیلو خواوو تر منځ د باور د رامنځته کولو، د جنګ د اضرارو په ګوته کولو او نورو اړونده مسئلو کې له هوښیارۍ، ریښتینولۍ او نړیوالو پیژندل شوو لارو، تاریخي روایاتو او په تیره له خپلو دیني لارښوونو سم کار واخلو. له سولې او ملي پخلاینې سره احساساتي چلند سمې پایلې نه لري.
زه نه وایم د ځینو ځان غوښتونکو په څیر تل معامله وکړو، هرې خواته ووایو چې تاسو په حقه یاست او خپلې ګټې ورسره خوندي کړو. نه باید حقیقت ووایو، خو لمړی د حقیقت ویلو لارې، اخلاق او اصول باید زده کړو. د هیواد، اسلام او خپلو کړیدلو خلکو د ګټو لپاره د حقیقتونو د راسپړلو لپاره زیار وګالو او هغه په بې پرې، مسلکي او علمي توګه د کره بیلګو په مټ خلکو ته تشریح کړو. د قومي، ژبنیو او ایدیولوژیکي کرکو او نفرتونو پالل، ښکنځل، بیله کره بیلګو حکم کول، اوازې خپرول، بیله ثبوته او کره بیلګو د کومې خوا تر حده زیات غندل او د بلې خوا له هرې تیروتنې سترګې پټولو او په هر څه کې یې ننګه کول د ګټې په ځاي زیات زیانونه لري. په حقیقت کې که کومه ډله او ګوند زموږ دریځ ته نیژدې هم وي باید تیروتنې یې ورپه ګوته کړو تر څو ځان اصلاح کړي. بې ځایه تایید کیدای شي هغوی نورو تیروتنو او تباهۍ ته ورټیل وهي. که دا کار نه شو کولای، اړتیا ده لږ تر لږه خو د جنګ په تودو لمبو د تیلو له پاشلو باید ځان وساتو او له احساساتي لیکنو او شعارونو تیر شو.
ایا دکتر وحید وحیدالله د شخړو د حل کوم نړیوال کارپوه دی؟
 کله کله په ټولنیزو رسنیو کې د دکتر وحید وحیدالله په نامه چې په اصل کې افغان او اوس په بهر کې اوسي ځینې تبلیغات کیږي، دا سړی ځان ته د ټولنیزو، سیاسی او نړیوالو کشالو کارپوه او د منازعاتو او شخړو حل کوونکی وایي. کله کله په رسنیو کې له بهره د افغانستان لپاره ځینې طرحې هم وړاندې کوي. که داسې کس په موږ افغانانو کې راپورته کیږي روښانه ده سړی ورته خوشالیږي. خو باید هوښیا و اوسو، چې په کوم غنم ښودونکي او وربشې خرڅوونکي باندې پېښ نه شو. نو موږ د داسې کسانو د پیژندګلوۍ لپاره یو شمیر معیارونه باید ولرو.
د ډاکټر وحید وحیدالله په نامه دا کس ځان د محمود مستیري، ستیفن دمستوره، جان کوویچ، نیکولاس هیسن، او نورو په څیر ښیي. دې کسانو چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د نماینده ګانو په څیر یې په افغانستان کې کار کړی دی او اوس په نورو ورته جګړو ځپلو ملکونو کې لکه سوریه په ورته دندو بوخت دي. زه د هغه په هکله نور څه نه شم ویلای خو د هغه ځینو وروستیو څرګندونو او دهغوی په منځ کې ځینو تضادونو له یو شمیر افغانانو سره ځینې سوالونه پیدا کړي.
څه وخت مخکې یې په ټولنیزو رسنیو کې پیل وکړ چې ګواکي ملګرو ملتونو او نړیوالو قدرتونو ته یې طرحه وړاندې کړې او پاکستان تجزیه کوي ترڅو د سرطان له دې دانې سیمه او نړۍ خلاص شي. که څه هم افغانان چې د پاکستان له شره زیات ځوریږي طبیعي ده چې داسې خبرو ته یې پام اوړي. خو هغه څوک چې د نړیوال سیاست او سترو ستراتیژیکو مسئلو په هکله یو سرسري نظر او سلیم عقل ولري پوهیږي چې داسې سترې طرحې څوک جوړوي او څوک یې نه شي جوړولای. د نړیوالو اړیکو او سیاست یو تحلیل کوونکی به باور ونه کړي چې ملګري ملتونه به د افغان دکتر وحید الله طرحه د ګاونډي ملک د تجزیې لپاره واوري او غور به ورباندې وکړي. سوال دادی چې ولې دکتروحیدالله داسې څرګندونې کوي. د دې زیات احتمالات شته او کیدای شي هغه غواړي ځان مشهور کړي، کیدای شي خپله پاکستان ده ته دا طرحه ورکړې وي ترڅو د خلکو نظریات وپلټي او خپل داخلي او خارجي دښمنان و پیژني. ولې دې کارته یو افغان باید اتنخاب شي. دا ځکه چې د عامو خلکو ذهن یې منلای شي.
همدارنګه، دکتر وحید وحیدالله چې ځان د نړیوالو چارو او منازعاتو د حل کارپوه بولي هغو افغانانو ته چې د ده له فکر سره برابر نه وي، ورسره کیدای شي مخالف ایدیولوژیکي او سیاسي دریځ لري په ټولنیزو رسنیو کې د خاین، غدار او وطنفروش خطاب کوي. که دکتر وحیدالله صاحب په رښتیا یو دیپلومات، زړه سواندی افغان او په تیره د سولې د مذاکراتو او منازعاتو د حل کارپوه وي نو دی ښکنځل نه شي کولای. لږ تر لږه باور نه لرم چې د ملګرو ملتونو پورته یاد شوي وتلي نړیوال دیپلوماتان لکه محمود مستیري به په رسنیو کې خلکو ته کنځاوې کوي.
دکتر وحیدالله ته څه موده مخکې کوم افغان خپله واقعي څیره په مطبوعاتو کې ښوولې وه. دکتر وحید الله د روسانو د اشغال په وخت کې د هغوي په خدمت کې و. بیا چې کله دلته د روسانو ټغر ټول شو ده بهر ته مخه کړه، زه یې پوره نه پیژنم او د ده په تیر ژوند ډېر څه نه شم ویلای. د ده د وروستیو له مبالغو ډکو نظریو او د څو ورځو مخکې ښکنځلو په اساس دومره وایم چې دکتر وحید کوم لوړ دیپلومات، د منازعاتو د حل کارپوه، او علمي شخصیت نه شي کیدای او افغانان باید ورباندې و نه غولیږي. ځکه هغه مشخصات چې په داسې کارپوهانو کې باید شتون ولري په دکتروحیدالله کې پخواشینۍ سره نه شته. کارپوه شخصیتونو ته ممکنه نه ده چې په خپل هیواد او یا بهر کې دې چاته بازاري رکیک، سپک او د بې تربیې هلکانو او یا فاسدو سیاستوالو غوندې کلمات وکاروي او کنځا د ورته وکړي. همدارنګه، دوی نه شي کولای چې د ځان د مشهورولو لپاره دې له درواغو ډکې څرګندونې او له نړیوالو منل شوو اصولو سره په ټکر کې څه ووايي.
موږ باید نه دکتر وحید وحیدالله صاحب او نه بل افغان په دې ملامت کړو چې ولې یې دا او هغه ګوند غوره کړ. خو تمه مو داده چې باید هر هغه افغان چې ادعا لري په نړیوالو سازمانونو کې یې کار کړی، د اودږدو شخړو د ریښه ییزو لاملونو په هکله یې څیړنه کړې، نوره نړۍ یې لیدلې، د ډلو ټپلو او ګوندونو کړنې، تیروتنې او لاسته راوړنې ېې ارزولې، او په ځان یې د نړیوالو کشالو د کارپوه نوم ایښی قول او عمل یې باید سره یو وي. داسې افغانان باید د هیواد تیرو غمیزو ته په بې پرې توګه وګوري او له ستونزو سره د ایدیولوژیکي چلند نه کوي. موږ نه شو منلای چې داسې کسان د خپلو سیاسي او ایدیولوژیکي مخالفینو ته په ټولنیزو رسنیو کې ښکنځل وکړي. هغه متل دی چې وایي: که مالګه خوسا شي پاکول به په څه کیږي؛ که کفر له مکې پورته شي مسلماني به چیرې پاته شي او که زموږ هغه کسان چې ځان د شخړو د حل کارپوهان بولي او خپلو فکري مخالفینو ته په ټولنیزو رسنیو کې ښکنځل کوي نو یو عادي جنګیالی افغان به څه کوي.
که کوم نالوستی جنګیالی افغان چې یوازې خپل ولایت یا د پردو په لاس د مغز پریمنځلو (بې لارې کولو) یو څو محدود مجلسونه یې لیدلي وي د زړه له درده او ناپوهۍ له کبله چاته کنځا کوي کیدای شي معذور وبلل شي، خو هغه څوک چې ځان د نړیوالو کشالو د حل کارپوه بولي خلک یې نه شي بښلای چې خپلو سیاسي مخالفینو ته رکیک، سپک او بازاري کلمات وکاروي.
زیات ځوانان د خپل ملک د تاریخي، سیاسي او ټولنیزو شرایطو او چاپیریال په غوښتنه، د خپلو همزولو د فشار او یا نورو شرایطو له کبله له کومې سیاسي ډلې، طرز فکر او ایدیولوژي سره تړاو مومي، کیدای شي پښه یې وښویږي او تیروتنې وکړي او یا په سمه لاره روان شي. خو کله چې همغه ځوان بیا بهر ته لاړ شي، نوره نړۍ وګوري، د خپل ملک او ډلو تیروتنو ته وګوري که لا هم په خپل خره سپور وي، د خپلو پخوانیو ایدیولوژیکي اندونو له مخې خلکو ته بازاري کنځاوې کوي حق نه لري د منازعاتو حل کوونکی ځان وبولي. د وطن مور په موږ ټولو حق لري چې د ژوند تر اخره ورسره خیانت و نه کړو، که مو پخوا تیروتنه کړې وي باید ځان اصلاح کړو.
افغانانو ته اړتیا ده چې د خپل هیواد له سیاست څخه د کنځلو، سپکو او بازاري کلمو د د کارولو کلتور لیري کړي. دا کار باید لمړی هغه افغانان له ځانه پیل کړي چې ځان نړیوال کارپوه، د منازعاتو د حل متخصص او خیر انسان بولي. بې له کره ثبوتونو او بې د محکمې له حکم څخه په چا د وطنفروش ټاپه وهل او عقدې خالي کول زموږ د هیواد کوم درد نه دوا کوي بلکه ستونزې مو لا نورې زیاتوي. دا څو لسیزې موږ دا کار کړی خو د ګټې په ځای مو زیات زیات لیدلی. اوس زموږ ځينې سیاستوال او زیات شمیر ځوانان بیله کنځلو نور څه د ویلو لپاره نه لري. زه نه وایم چې څوک د نیوکه نه کوي، د هیواد او خلکو په حق کې د ظلم او تیری نه لوڅوي. بلکه دا کار زموږ ایماني او افغاني دین دی، خو لمړی باید د قلم او کلام عفت وساتو، کره بیلګې او علمي ثبوتونه باید وړاندې کړو. له بلې خوا هغه څوک چې د منازعاتو د حل کارپوه ځان بولي او درواغ نه وایي ښه به وي په بې پرې توګه د ځوریدلي هیواد ستونزو ته نظر وکړي، په نړیوالو منل شوو میتودونو، د افغاني او دیني شعایرو سره سم د حل لارې ومومي.
د هغې ورځې په هیله چې زموږ لوستي خلک د مسوولیت احساس وکړي او څه چې وایي ورباندې عمل وکړي.
 کابل - افغانستان