۱۳۹۵ /عقرب / ۲۰
دافغانستان دسياسي جغرافيي مطالعه دټولو افغانانو دپاره ؛ په تېره بيا دعلم په ګاڼه دسمبالو افغانانو دپاره ډيره دپام وړ او په زړه پورې دی ، ځکه هرڅوک کوښښ کوي څو پوه شي چې په کومه جغرافيه کې قرار لري او په کومه جغرافيه کې ژوند کوي ، له کومو ښيګڼو څخه يې سمه ګټه واخلي او له کومو ګواښونو يې ځان او خپل هېوادوال وژغوري او پکې څه ډول دځان او هېوادوالو دښه پرمختللي او نيکمرغه راتلونکي لپاره کار وکړي .
په دې اړه هغه څه چې لازم دي ديو شمير غني تاليفاتو مطالعه ده چې دهېواد ديو شمير پوهانو په بې کچې زيار سره چمتو شوي او چاپ شوي دي او ترممکنه حده دهيوادوالو لاس ته رسيږي او رسيدلي دي .
يو له دغو مهمو تاليفاتو څخه دافغانستان سياسي جغرافيې تر عنوان لاندې دښاغلي استاد محمد عظيم عظيمي آثر دی چې اوس دلوړو زده کړو په تحصيلي مرکزونو کې تدريس کيږي او له نيکه مرغه مونږ هم دهمدغه اثر دتدريس له برخوالو څخه يو .
دغه آثر چې دڅه کم پنځه سوه ۵۰۰ پاڼو په مېزان چاپ شوی دی پکې دډيرو معتبرو او باوري منابعو څخه پکې دماخذ په توګه کار اخيستل شوی دی .
په دغه آثر کې دافغانستان دسياسي جغرافيې د ارزښت او پولو څخه نېولې تر فضايي پولو پېل د افغانستان تر خاورې او فضايې پولو تر ستونزو ، بيا د سياسي جغرافيې له نظره دافغانستان پېژندنې تر ابعادو ، همدا شان دافغانستان سياسي کانونو ، سياسي پولو ، سياسي او اداري ويش تر مطالعې او څيړنې لاندې نيول شوي دي او په وروستني فصل کې يې هم د سياسي جغرافيي منظره دافغانستان ټولنې ننګونې پکې را پيژندلي دي .
ددغه کتاب په ۲۹ مخ کې لولو چې افغانستان دجغرافيايې ځانګړتيا وو له نظره دطبيعي شتمنيو او آب وهوا دنسبتا مناسبو شرايطو څخه برخمن دی ، ځکه خو يې دتاريخ په اوږدو کې دډيرو قومونو پام ځانته راجلب کړی دی .
داچې کومو عواملو مهاجران ديو مناسب مسکن پيدا کيدو لپاره راکوچولي دي هغه دآب او هوا سخت بدلونونه ، سوړ ژمۍ يا دوچکالۍ دورې ، داوسېدنې تعادل خرابيدل ، ددښمنانو او تيري کوونکو قومونو پرلپسې تيري ، مذهبي ، اقتصادي او تمدني جاذبې کولای شو وښيو .
خو دنړۍ پلټونکو او کوچيانو لخوا هم چې د افغانستان له پولو تيريدل او پرهغه يې فرمان چلوه هم انساني بقايا پاتې شوې ، چې د هېواد اوسنۍ ټولنه د هغې پخوانۍ يا مخکينۍ نښه څرګندوي لکه چې دافغانستان قومي او نژادي ډلې نږدې په ۳۰ ژبو او لهجو خبرې کوي چې البته دغه مهاجرتونه او تيري بر سيره پر زيانونو ډير تمدني آثار هم ددې هيواد په خاورو کې پر ځای پريښودل چې هغه بيا دلرغون پېژندنې ارزښتمنده حزانه ده .
د هغه مصنوعاتو له سکو څخه نېولې ديوناني ښارونو (( اسکندريو )) تر خرابيو ، دکنشکا له لويدلو لوړو د کوشانيانو دطلايي وخت تر بودا يې متروکه معابدو پورې .
افغانستان دخپل حساس او ستراتيژيک موقيعيت له مخې يعنې د اروپا او سويلي اسيا ترمينځ د قرار نيولو مخکې تل دهيواد پرانيستونکو تر يرغل لاندې راغلی او ددغه غرنيز هېواد دتصرف خيال په وارو وارو دغه ارزښتمن مدنيت ورانۍ ته راکش کړی دی .
د دوه زره کلونو د تاريخ په اوږدو کې تيري کوونکو قومونو يو په بل پسې د غرونو له ها خوا او غرنيزو لارو لکه سيلاب شمالي درو او يا لوديځو ټيتو او لنډو تپو ددې خاورې منځته لاره کړې ده او د هند شتمنيو د غلا لپاره دهند په دښتو کې ورک شوي دي .
په دوام يې ليکل شوي دي چې افغانستان پر سياسي پيښو يو له نورو جغرافيايي عواملو څخه (( طبيعي منابردی )) د تاريخ په مطالعې سره مومو چې هرځای د تيريدو حالت لري چې ډيرې لويې سياسي پيښې يې شاته پريښې دي .
پدې منځ کې دنړۍ د پيژندل شويو غرنيزو ګذرګاوو له يوه څخه چې خيبر دی يادونه شوې ده چې دهغه پلنوالی له ۶۰ کيلومتره څخه ډير دی او دسيند له سطحې څخه له ۲۰۰۰ مترو څخه ډير لوړوالی لري .
دغه کږه وږه ګذرګاه پر هند قارې باندې د لويو تاريخي لښکر کشيو د ګذرګاه په توګه دپام وړ ګرځيدلې ده .
دهيواد ديو شمير تنګيو ، درو ، کوتلونو ، ګارو ، حصارونو ، غرونو او تاريخي ځايونو يادونه شوې ده چې په هغه کې ډيرو سياسي او تاريخي پيښو شکل نيولی دی .
په سيمو کې د انسانانو د راټوليدنې ، کليو او ښارونو شکل نيونې سياسي او اقتصادي جوړښتونه بيان شوي دي چې مونږ ته د افغانستان جغرافيوي او ضاع بيانوي .
• د کتاب په دوهم فصل کې چې دافغانستان دفضايي پولې تر عنوان لاندې ليکل شوي وروسته له هغه چې د موقيعيتونو ډولونه بيان شوي دي دملي قدرت په ډيرولو کې د افغانستان د پراخوالي مزاياوې بيان شوي دي .
• د کتاب په دريم فصل کې د افغانستان د فضا ستونزو بيان راغلی دی چې مطالعه او زده کړه يې ډيره مهمه ده ، هر څومره چې په دغه کتاب کې مخې ته ځو د ډيرو مهمو موضوعاتو په اړه خپله پوه زياتوو .
• په څلورم فصل کې د سياسي جغرافيي له نظره د افغانستان د جمعيت پيژندنې په اړه مالومات ډير په عالي کچه روښانه شوي دي چې په هغه کې د افغانستان دجمعيت خپريدو نښې ، دجمعيت تراکم او دافغانستان داخلي امنيت دجمعيت په تراکم اعيزمن عوامل ، د جمعيت د ګڼ والي امنيتي تراکم ، کړنلارې او په دوام يې د افغانستان ولس فضا او ټولنيز جوړښت ، دافغانستان د قومي او ژبني ترکيب د هغه دژيو پوليتيک ارزونې ، دقومي جوړښت د شمير زيږنده ګواښونه او فرصتونه او دافغانستان ملت مذهبي نښې په مفصل ډول بيان شوي دي.
او په اړه يې په دې کتاب کې مالومات وړاندې شوي دي چې دافغانستان د سياسي جغرافيې په اړه زمونږ ډيرو پوښتنو ته سم ځواب ورکوي او ددې هېواد د ښه راتلونکي لپاره مونږ ته علمي او عملي کړنلارې را زده کوي .
که له هغه څخه خپل برداشت په يوه جمله کې راغونډ کړو نو هغه به دا وي چې بايد د يو بل فرهنګ سره اشنا شو ، يو او بل ومنو او په يوالي کې ژوند وکړو ، ديوالي روحيه په ټولو افغانانو کې را ژوندی کړو او دا زمونږ پر علمي کدرونو پورې اړه پيدا کوي چې د ماضي ، اوس او راتلونکي جرياناتو په بيان او دداسې مهمو مالوماتو پر وړاندې کولو سره ټول هيوادوال وپوهوي .
د افغانانو ترمينځ د هرډول اختلاف خبره پردۍ او ناروا ده ، زمونږ ښه راتلونکی په ښو او حسنه اړيکو ، يو بل منلو او ديو بل باورونو په درناوي کې دی .
هغه څوک چې غواړي دافغانستان د کانونو د مرکزونو په اړه ډير او سم مالومات ولري نو ورته لازمه ده چې ددغه کتاب پنځم فصل مطالعه او زده کړي .
دکتاب مولف له اسلام وړاندې په افغانستان کې دسياسي قانون بدلون ته کتنه کړې ده نوموړي ليکلي دي چې دکمون اوليه دورې له شاته پريښودلو وروسته بلخ يا بخدي لومړنۍ ښار وو چې دپخوانۍ اريانا حکمرويانو دهغوی پر لوړو برجونو دقدرت ښودلو بيرغونه ورپول ، همدا شان مورخين معتقد دي چې بلخ د پارادا (( پيشدادی )) پادشاهانو د مقتدر دولت مرکز وو چې په اريانا کې د سياسي اداري ځواک لومړنۍ مرکز وو چې له تاريخي دورو وروسته د حکومتونو په بدليدو او ځای پر ځای کيدو سره سياسي قانون هم بدلون وکړ ، تردې چې نن ورځ کابل د افغانستان په ملي سطح سياسي قانون دی .
همدا ډول د افغانستان د سياسي جغرافيې په کتاب کې چې مولف يې ښاغلی استاد محمد عظيم عظيمي دی له اسلام وروسته په افغانستان کې د سياسي قانون تاريخي بدلون ته کتنه کړې ده چې ليکلي يې دي : د اسلام په ظهور او دمسلمانانو په لاس د افغانستان د تصرف په وخت باختر د لوی خراسان په نوم د اسلامي دولت په توابعو کې راغلی دی چې دهمغه ځايه چې دولت سياسي قانون د لوی خراسان په پولو بهر ( مکه مکرمه ، مدينه شريفه ، دمشق ، او بعداد ) کې قرار درلود .
خراسان په ملي کچه د سياسي قانون څخه بې برخې وو چې پدې وخت کې ملي يو موټي دولت وجود نه درلود او د خراسان سياسي تاريخ د تيريدو دوره تجربه کوله .
سيمه ييز سياسي قانون دملي کچې سياسي قانونونو په غياب کې فعال شو ، دامو يانو او عباسيانو په وخت کې په کال ۶۵۰ څخه تر ۸۳۳ ميلادي د اسلامي دولت پايتخت دمشق او بعداد وو چې له هغه ځايه يې پراخ اسلامي حکومت کاوه .
کله چې طاهر بن حسين د عباسي خليفه له لورې په کال ۲۰۵ ه ق کال کې د خراسان په امر ورکوونه و ټاکل شو په خراسان کې په عباسي خلافت پورې اړوند بومي سلسله پيل شوه چې د هغه د بنسټ ايښودونکي دزيږيدو ځای د هرات پوشنګ وو چې د خراسان او اسلامي دولتونو په تاريخ کې يې يو نوی فصل پرانيست .
د اوږده تاريخ ، بدلونونو او جرياناتو له بيان وروسته د کتاب په ۱۸۳ مخ کې راغلي چې د اسلام له راتګ وروسته غزنه دغزنويانو دولت دپايتخت په عنوان د افغانستان د مقتدر خپلواک دولت د ملي اقتدار سياسي قانون وو چې د اوږدو مالوماتو له وړاندې کولو وروسته د کتاب ليکوال د مختلفو سرچينو څخه په استفادې د باختر له دولت څخه نيولې تر اوسه پورې د افغانستان دسياسي قانون تاريخي جدول وړاندې کړی دی چې ښيي په افغانستان کې د سياسي مرکزيت يا پايتخت مقوله لکه دهغه نور سياسي محدوديتونه د تاريخ په اوږدو کې ډيرې لوړې ژورې ليدلي دي .
دکتاب ليکوال دهيواد اوسني پايتخت کابل په هکله ليکلي دي چې دغه ښار د اسمايي او شير دروازو غرونو په لمنو کې د کابل سيند دواړو خواوو ته د سيند له سطخې څخه ۱۸۰۳ متره په لوړوالي پروت دی او په پخوا زمانو کې د کابل شاوخواوو ته کلک ديوالونه موجود وو چې ددغه ښار اړيکې د هغه له نواحيو سره د اوو ۷ دروازو په واسطه صورت نيوه چې اوس هم ددغه ښار دديوالونو اثار په اسمايي غره پاتې دي .
داچې دختيځ ، لويديځ ، شمال او جنوب پر څلور لارې پروت دی ، داد تاريخ په اوږدو کې ددې ښار د اقتصادي ارزښت ښکارندويي کوي .
دا يې هم ليکلي چې کابل د هيواد د پولو څخه د فاصلې په علت د هندوکش او سپين غره ددفاعي سپر له امله د تهديدونو پر وړاندې په امنې حصار کې دی چې په حاضر حال کې هم دغه موقيعيت لري ، د اړيکو دپاره دکابل موقيعيت مهم بولي .
کابل د ټولنيزې او اقتصادي پراختيا د محرک او زمينه جوړونکې په عنوان مطرح کوي : وايې چې که کابل ناروغه وي نو د افغانستان د جغرافيې ټولې برخې به ناروغه وي .
• شپږم فصل د افغانستان د سياسي پولو په هکله ليکل شوی دی چې دپولې له تعريف وروسته د سرحد تعريف او مفهوم وړاندې کولو په ترڅ کې يې ليکلي دي چې د افغانستان پلې په مختلفو دورو کې د تاريخي او سياسي بدلونونو په واسطه او نړېوالې اوضاع له امله دايما د بدلون په حال کې شوي دي ، چې ددې هيواد سياسي حدود په زماني توپيرونو کله د کاشغر خوزې او کله تر ترکمنستان او ماورالنهر او کله بيا هم له بيانه وروسته يې ليکلي چې په ۱۹ پيړۍ کې د ابدالي دولت په انخطاط او د احمدشاه بابا د ځای ناستو د سياسي کمزورۍ او له بله پلوه د انګليسانو او د هغوی د لاس پوڅو دنفاق اچولو له امله تدريجا دغه پراخه امپراتوري تجزيه شوه او ډيرې ځمکې د انګليس او تزاري روسيې په مداخلو له افغانستانه بيلې شوې .
د هغه پولې د عرب سيند له سواخلو او د هند اقيانوس څخه ليرې شوې چې په نتيجه کې په وچه کې په يو مخاط هيواد تبديل شو .
د کتاب په همدغه فصل کې د افغانستان داوسنيو پولو د استقرار بشپړ مالومات وړاندې شوي دي چې ډير تاريخي اسناد هم ورسره مله دي .
په دوام يې د افغانستان دپولو او سيمو ځانګړتياوې بيان شوي دي چې عبارت دي له مرکز څخه ليرې والی ، جغرافيايي انزوا ، داوسيدنې ناپايښت ، د پولو تبادلات ، فرهنګي توپيرونه او تهديدونه .
همدا ډول په کتاب کې د هيواد دپولو په مطلوب کنترول کې اعيزمن عوامل هم بيان شوي دي .
د افغانستان دپولو وضيعيت د نتيجه ګيرۍ په ترڅ کې يې ليکلي دي چې افغانستان په ۱۸ او ۱۹ پيړۍ کې او د هغه په وروستيو کلونو کې انقباضي بهير درولی دی .
د افغانستان په شمال او سويل کې پراخې برخې دروسيې او انګليس امپراتوريو تر تصرف لاندې راغلې او بيا دغه بهير د ظاهرشاه په وخت کې متوقف شو ، او د افغانستان په اوسني وضيعيت کې د پولو په تثبيت پای ته رسيدلی دی .
امپراتوريو د افغانستان په هکله او د تعامل څلور چوکاټه يا د رقابت له مخې هر يوه يې پخپله ګټه د افغانستان د يوې څنډې د بيلولو کوښښ کړی دی او د افغانستان هېواد په مرکزي هسته کې يې د ډيرې اعيزې دپاره هم هڅې کړي دي ، د افغانستان شمالي برخې د مرکزي اسيا شاملې روسيې او د افغانستان سويلي برخې د بلو چستان او دسرحد شامل سيمې انګريزانو له افغانستان څخه بيلې کړې .
د افغانستان د اوسنيو پولو په تثبيت او ټاکلو کې د پاريس عهد نامه ( ۱۸۵۷ ) م کال دګندمک تړون ( ۱۸۷۹ ) م د ډيورنډ تړون په ۱۸۹۳ م او هم اړونده پروتوکولونه اصلي رول لري .
دانګليس او روسيې د امپراتوريو له پاشيدنې وروسته او دنويو دولتونو په پيداکيدا د پولو نوې ادعاوې او لانجې پيل شوې ، او له نويو پيدا ګاونډيو سره چې د تاريخ په اوږدو کې د افغانستان جز او توابع وو په اړيکو کې نوي مسايل پيدا شول .
دغه وضيعيت د هيواد په سويل او ختيځ کې د ديورنډ کرښې په اوږدو کې د لمس وړ دي .
افغانستان د ځمکې ډير جدي اختلافات له پاکستان سره لري او د ډيورنډ مرزي کرښه چې د بريتانيا د استعمار په دوره کې ددوه هيوادونو ترمنځ کښل شوې هيڅکله د افغانستان ددولتونو لخوا آن د طالبانو په دوره کې هم په رسميت نده پيژندل شوې .
پاکستان ددې لپاره چې د خپلې ځمکې انسجام ته دوام ورکړي په افغانستان کې د منسجم دولت دشکل نيونې خنډ ګرځي ، څو دلته د خپلو ادعاوو د تحقق په لټه کې و اوسي .
پاکستان ته د افغانستان د جنوبي او ختيځو پولو نه تعريف شوی وضيعيت هم ددې امکان پيدا کوي چې پاکستان له هغه څخه د ستراتيژيکې اسلخې په عنوان د افغانستان د ملي ګرا حکومتونو پر ضد کار واخلي .
په دې کتاب کې تير تاريخ ته په کتنې ليکل شوي دي چې زمونږ هيواد په پرونۍ او ننۍ جغرافيايي محدوده کې د ختيځ او لويديځ شمال او جنوب تر بريدونو او ير غلونو لاندې راغلی دی چې د نظر خاوندانو دا ټول زمونږ د هيواد ژيو پوليتيک او ژيو ستراتيژيک مو قيعيت بللی دی .
• اتم ۸ فصل د افغانستان اداري او سياسي ويش په هکله ياد کتا د جامع مالوماتو درلودونکی دی چې په دوام يې د ټولنې د سلاميت تهديد کوونکی هم بيان شوی دی چې ددغو تهديدونو د ډولونو څخه په اوس وخت کې د افغانستان بازارونو ته د غير مجاز ، تقلبي او تاريخ تيرو دواوو واريديدل چې روانې نا امنۍ او نور ټولنيز زيانونه رامنځته کوي ياد شوي دي .
همدا ډول دالکولي مشروباتو توريد او توليد د حکومت پر ضد د سياسي پريکړو نيولو مرکزونه او داچې په دولت پورې تړلي احزاب چې له ملي قدرت څخه د خپلو موخو لپاره ګته اخلي د حکومتي جوړښت چالش ګران ، اداري فساد ، دبې سوادۍ بحران او يو شمير نور عوامل په ډاګه شوي چې د ټولنې سلامتيا تهديدوي .
د ملي ګډون او ملي پيوستون د پياوړتيا عوامل يې هم په ډاګه کړي دي ليکلي يې دي چې که چيرې دغه عوامل په سمه توګه په هيواد کې عملي شي د ملي ګډون او ملي پيوستون په ايجاد کې به ډيره اغيزه ولري او يا لږ تر لږه ددغو عواملو مثبت اړخونه د ملي پيوستون د ايجاد لپاره ډيره اغيزه لري چې دغه عوامل عبارت دي له :
دين - ملي هويت - تاريخي هويت - ژبه - ادبيات - ملي او مذهبي اعياد - اقتصادي وضيعيت - ګډ هيواد - موسيقي - لرغوني اثار - ګډ دښمن .
اقتصادي تهديد د ملي امنيت دپاره سخت او پيچلی تهديد بلل شوی دی چې دولس عمومي فقر په ځان پسې لري .
د خلکو مهمې غوښتنې ته تجلا ورکړل شوې چې هر چيرته د زير بنايي زده کړو ، روغتيا او هوساينې غوښتونکي دي .
ويل شوي دي چې بيروکراسي په افغانستان کې هغه تصوير دی چې نه کار کوونه ، فساد او بې قانوني يې زيږولې ده او دا د هيواد په اداري تشکيلاتو کې يوه مزمنه ناروغي ده چې دهمدغه بيروکراسۍ له امله د رشوت ورکوونې او رشوت اخيستنې لپاره زمينه برابره شوې ده چې له دې مخې بيروکراسي د هيواد د پرمختګ لپاره يو خنډ دی او حل لاره يې ټولنيز او سياسي اصلاحات ؛ له هغې جملې څخه ادارې اصلاحات په ګوته کړي دي .
وړاندې يې دا هم ليکلي چې په ملي بعد کې د جرايمو سره د مخدره موادو اړيکه د ټولنيزو لانجو او شخړو د رابرسيره کولو ، ددولت دکمزورۍ او هيواد شاته پاتې کيدو باعث کيږي .
په کتاب کې د هيواد اوسنۍ حالت ته په کتو ليکل شوي دي چې د جرم د شبکو فعاليت د عمومي او ټولنيز امنيت د احساس کمولو موجب کيږي .
افراد او کورنۍ د نا امنۍ احساس کوي او دغه وضيعيت عمومي نظم او ارامتيا د ښاريانو له نظره ګدوډوي .
په افغانستان کې سازمان شوي اختطا فونه له هغو ستونزو څخه دي چې نن ورځ يې اقتصادي ، ټولنيزو او امنيتي بحرانونو ته لمن وهلې او په هيواد کې يې د کورنيو پانګه والو د پانګې اچونې لپاره خنډونه جوړ کړي دي نو همدا وجه ده چې د پانګې ډيره برخه له هيواده بهر کيږي .
د کتاب په ۳۹۹ او ۴۰۰ مخونو کې د ملي پيوستون د ايجاد په هکله ليکل شوي دي چې پيوستون او ملي يوالی نسبي معقوله ده ځکه چې په واقيعيت کې داسې ټولنه لکه افغانستان د مختلفو قومونو او مختلفو فرهنګونو له خردې څخه جوړه شوې ده .
يووالی او اتحاد يواځې د يوې ډلې لخوا پر نورو ډلو په سخت مراقبت او نظارت نشو کولی چې تحقق ورکړو ، د خلکو په مينځ کې د ښکاره تيري نشتوالی د پيوستون او يوالي دليل ندی .
مهمه پديده چې دپيوستون زمينه مساعدوي داده چې د ټولنې غړي له ادراکي لخاظه په بيلا بيلو ټولنيزو ، اقتصادي ، سياسي او فرهنګي او نورو پولو کې متقابل تفاهم او ټولنيز يووالي ته ورسيږي .
دهمدې موضوع په اړوند د کتاب د مولف مشوره داسې وړاندې شوې ده چې د هيواد دولت مداران ، پوهان ، دنشر خاوندان او هغه کسان چې د هيواد ټولنيزې او سياسي چارې په غاړه لري لازمه ده چې دملي يوالي د ايجاد لپاره اصلاحي عوامل په نښه او د هغه د عملي کيدو زمينه په مختلفو طريقو برابره کړي .
هغه ليکي چې بايد ووايو دغه عوامل د ملي يوالي د اصلاح او پياوړتيا زمينه جوړونکي دي چې هغه عبارت دي له :
• د ټولنيزو اقتصادي منابعو برابر ويشنه .
• د ځواکونو ، احزابو او سیاسي ډلو يوالی .
• سياسي ګډون .
• اداري او سياسي ويش .
• فرهنګي ايتلاف .
• ملي زده کړه او پيوستون .
• د کورنۍ ګرځېدنې څخه ملاتړ او پياوړتيا .
په کتاب کې ددغو ټولو ياد شويو موضوعاتو په اړه علمي بحث شوی دی چې څرکندونې پکې وړاندې شوي دي او موضوعات د يو شخص د نظر ياتو زيږنده نه ؛ بلکې د ټولنې د علمي کادرونو د نظر ياتو يوه معقوله مجموعه ده .
د افغانستان دښه راتلونکي لپاره بايد ورڅخه سمه ګټه واخيستل شي او د غني کيدو په موخه بايد ورسره د نويو او معقولو نظرياتو مجموعه يو ځای شي .
په کتاب کې د يوالي د موضوع په اړوند په يوه برخه کې ليکل شوي دي چې دهرې سياسي ټولنې ثبات د هغه ټولنې د سیاسي بنسټ جوړونې له سطحې سره د سياسي ګډون د سطحې له اړيکو سره تړلی دی .
په ټوله کې سياسي ثبات ، ملي انسجام او ملي امنيت تر ډيره حده د ښاريانو د سياسي ګډون په سطحه پورې تړاو لري چې دغه امر د احزابو د موجوديت پرته ناممکن دی .
دکتاب ليکوال د بيلا بيلو عنوانونو ځينې تعريفات هم د باوري ماخذونو څخه په ګټه اخيستنې وړاندې کړي دي او هغه څه يې چې د سياسي ګډون په هکله وړاندې کړي دي ليکلي چې سياسي ګډون د ټولنې د قدرت او ارادې د لاسته راوړنې لپاره د ټولنې د سياسي بيلا بيلو برخو ترمينځ د مسالمت اميزه رقابت او عمومي مصالحو د تعريف په معنا دی .
سياسي ګډون د ټولنيز برخليک ټاکلو لپاره د خلکو د ښکاره تظاهر ډول دی ، يواځې د ګډون له لارې دی چې سياسي قدرت په سوله ييز ډول لاس په لاس کيږي او ورپسې يې ليکلي چې د سياسي ګډون مهمه ښکلا د سياسي رژيم په عين ثبات ساتلو کې د خلکو د سياسي ودې تضمين دی .
د سياسي او اداري کلمو تر عنوان لاندې يوه مهمه جمله دا هم راوړل شوې ده چې سياسي نظام د خلکو د ملاتړ چلند ته اړتيا لري .
د فرهنګي ايتلاف په هکله يې ليکلي چې د فرهنګي ايتلاف سياست په ملي يوالي کې مهم رول لري پدې هکله يې له شرخې ورکولو وروسته د زده کړې او ملي يوالي په موضوع ليکنه دپام وړ ده ، وايې چې :
د هر هيواد د ملي هويت تعريف او پياوړتيا د هغه په پيدا يښت او بقا کې ډيره اغيزه لري ، له مهمو وسايلو څخه چې حکومتونه له هغه څخه ګټه اخلي زده کړه ده ، دغه بنسټ د ټولنې د شخصيت او افرادو د ټولنيزو او سياسي افکارو جوړښت رامنځته کوي او هغوی ته لارښوونه کوي .
ليکوال ښاغلی محمد عظيم عظيمي د افغانستان سياسي جغرافيه؛ د دغه کتاب په وروستنۍ برخه کې د پای په خبره کې ليکي چې دا د هر ملت تاريخي او مشروع حق دی چې دخپل تاريخي موجوديت او دخپل هويت د جوړونکو عناصرو او ګټو څخه دفاع وکړي .
اصولا ملي ګټې په ځمکې ، سيند او اوبو کې د ټولو ابعادو څخه قانونمند شوي او هر دولت پوهيږي چې د هغه ملي ګټې تر کومه حده په سيند ، ځمکه او اسمان کې ، تر کومه ځايه او د څه ډول حقوقو درلودونکې دي .
په دوام يې دا هم ليکلي دي چې همغه شان چې مخکې هم هغه ته اشاره وشوه دافغانستان خطرناکه ژيو پوليتيکي موقيعيت په سيمه کې په معتدله شمالي ، نيمه کره او منځني ختيځ سيمه کې د ختيځ او لوديځ د اړيکو د پل او هند ته د ننوتلو دروازې په عنوان تل د عبر قدرتونو طمع تحريک کړي ، او موجب شوی چې مونږ تر نن ورځې پورې په خپلو پولو کې د خطرناکو شخړو شاهدان و اوسو .
دا په داسې حال کې ده چې دغه موقيعيت کولی شي زمونږ د ملي قدرت مهم رکن وګڼل شي .
په حقيقت کې په افغانستان کې د سره فوځ ماتې د سيمې په سياسي جغرافيه کې لوی بدلون رامنځته کړ ، دليکنې په دوام داهم ليکل شوي دي چې افغانستان د ګاونډيو سره د شخړو او مشاجرو ۷۵ منبع تقريبا د هر ګاونډي هيواد سره ۱۰ د ښکاره او پټو مشاجرو درلودونکي دي .
هغه وايي چې دولت بايد دغه ژيو پوليتيک يا جغرافيايي سياست ته په پاملرنې خپل راتلونکي ته ډير پام وکړي .
هغه ليکي چې افغانستان د خپل جغرافيايي موقيعيت په خاطر له خطره ډک تاريخ درلودلی دی ، په ځانګړې توګه په وروستۍ پيړۍ کې او د هغه د کمزورۍ په وجه د لويو ځواکونو د رقابت او لاسوهنو ځای شو .
په اوسني حال کې هم افغانستان په هغه سيمه کې واقع شوی دی چې ډير بحرانونه د هغه د پولو شاوخواته وجود لري .
نوموړی ليکي چې افغانستان نه بايد خپل موقيعيت ته پاملرنه وکړي بلکې په سيمه ييزو او قادره اي موضوعاتو کې هم شامل شي ، ددې لپاره چې موخه يې ملي ګټې وي او محدوديتونه هم له مينځه يوسي .
داقتصاد پياوړتيا او خود کفايي بايد ددولت مهمه ستراتيژي وي ، دګټې اخيستنې لپاره د طبيعي عناصرو پر پيژندګلوۍ ټينګار وکړي .
د ملي ګټو د ارزښت خبره ؛ دانګليستان د لومړي وزير پالمرستون پدې خبره پوهوي چې ويلي يې وو :
((مونږ ابدي مستحد نلرو او نه ابدي دښمن ؛ دا زمونږ ګټې دي چې ابدي دي )) .
پدې اساس وړانديز کوي چې مونږ بايد خپلو ملي ګټو ته په لاندې محورونو کې سازمان ورکړو :
1) د نظام اسلاميت
2) د نظام جمهوريت
3) د ځمکنۍ بشپړتيا ساتنه
4) ملي حاکميت
5) ملي پراخوالي ته هوساينه
6) د حياتي ارزښتونو ، ملي هويت او ملي يوالي ساتنه
7) د يوې موخې په توګه د ملي قدرت ډيروالی
8) سياسي خپلواکي او دهغه له سلطي منلو څخه مخنيوی
9) د هيواد پرستيژ ، ملي وياړونه او نړيوال باور
10) د عدالت تصميم او دټولنې هوساينه
11) د ملي امنيت او ملي اړتياوو د تامين په انګيزه نړيواله صلح او ثبات
12) د اوسيدو چاپيريال ساتنه
سر تر پايه په دغه کتاب کې داسې څه نه وينو چې د ولې ؟ يا نه ! ګوته ورته ونيسو .
واقعا همداسې يو کتاب ته دافغانستان د سياسي جغرافيې يو ښه کتاب ويلی شو چې په ډير زيار ليکل شوی دی .
دمختلفو باوري سرچينو درلودونکی دی او په ۴۴۸ مخونو کې چاپ شوی او ددغه زيار اندازه هغه چاته معلوميږي چې ليکوالان دي او تاليفات لري يا پدې برخه کې يې هڅې کړي دي .
ما چې څومره وخت دغه کتاب مطالعه کړ او د هغه زياته برخه مې خپل ذهن ته وسپارله ددې پوښتنې په ځواب کې يوازې يوه خبره الهام کيده چې افرين دکتاب پر ليکوال چې په څومره زيار يې چمتو کړی دی او خپل ارزښتمن وخت يې دې چارې ته وقف کړی دی څو زمونږ د ټولنې افراد له هغه څخه سالمه ګټه واخلي ، دهغه په مطالعې سره د خپل هيواد د سياسي جغرافيې په اړه بشپړ مالومات ترلاسه کړي .
د خپل ماضي څخه په خبراوي له تيرو جرياناتو او تجربو څخه دا زده کړو چې يو او بل ته ديوالي لاس ورکړو ، او خپل ښه راتلونکی په علمي او عملي فعاليتونو جوړ کړو .
دهيواد سياسي جغرافيه اسلامي او ملي ارزښتونه له خطراتو ژغوري او په کلکه د پردي ير غل په وړاندې ځواب لري .
دغه کتاب مونږ ته ډير تعريفات ، تا ريخونه ، لارښوونې او مالومات په لاس راکوي ، بايد چې د خپل غني کتاب په توګه يې مطالعه کړو او ويې ساتو .
زما په نظر که په راتلونکي کې د هغه د پښتو ژباړې او چاپ دپاره اقدام وشي نو دا د ښاغلي استاد محمد عظيم عظيمي د خدمتونو يوه قدرداني بولم .
خو دلته يوه يادونه اړينه بولم هغه داچې د اصيلې افغاني دري ژبې ادبياتو څخه په ګټه اخيستو ددغه کتاب چاپ ډير ارزښتمن دی چې ډير په عام فهمه ډول ليکل شوی دی ، ان داچې که څوک پښتو ليکل او لوستل هم کوي، ددغه کتاب له مطالعې سره کومه ستونزه نلري او په ډيرې اسانۍ سره کولای شي له هغه څخه ګټه واخلي ځکه ډير کلمات يې پښتو ادبياتو ته نږدېوالی لري او د هغه په خوښيدو سره ما هم خپلې مقالې ته ورته رنګ ورکړ ، که کومه نيمګړتيا پکې وي بخښنه غواړم او که کشر مشر ته دافرين ويلو حق لري نو زما د ډير درناوي سره يو ځای زرګونه افرينونه پر ښاغلي استاد محمد عظيم عظيمي باندې .
تاسو په دغه لوی زيار او زحمت ټولنې ته دخدمت پور ادا کړی او مونږ دوعا کوو چې لوی خدای دې ستاسو لارويانو ، شاګردانو ، هم مسلکانو او دعلم په ګاڼه سمبال اشخاصو ته دې ورته خدمت توفيق ورکړي .
هغوی چې د هيواد د خپلواکۍ سره مينه لري د ښه راتلونکي سره مينه لري او غواړي چې دافغانستان سياسي جغرافيې علمي کادرونه وي ، او په ټولنه کې ټولو افغانانو ته لازمه ده چې دغه کتاب مطالعه کړي ، زده يې کړي او نورو ته يې هم دزده کړې په موخه ور ورسوي .
د کتاب دبشپړې مطالعې وروسته څرګنديږي چې دغه کتاب په دومره لوی حجم چاپ شوی چې دتخنيکي پلوه هم کومه نيمګړتيا نلري خو دايو نظر به شايد استاد عظيمي هم راسره ومني چې دکتاب د ليکوال لنډه پېژندنه کولی شي د کتاب دلا ښکلا يوه بله برخه وي خو شايد استاد ويلي وي چې همداسې (( لعل زير خاکستر خوب است )) او زمونږ لخوا دا خبره ده چې دزرو قدر له زرګر سره وي .
ددې دپاره چې مقاله مې له معياره ونه وځي خپله مقاله رالنډوم چې په لنډيز کې يې د څو وړانديزونو حق ځانته ورکووم چې وړانديزونه مې په لاندې ډول سره دي :
• لومړۍ : ددې لپاره چې هيوادوال مو د خپل هيواد له سياسي جغرافيې سره ډيره اشنايي ولري نو ددې کتاب بيا چاپ او عالي چاپ ته اړتيا ده څو د هغه له مالوماتو څخه د هيواد په ټولو علمي او تدريسي مرکزونو کې په کتابخانو او کورونو کې استفاده وشي او هغه ته لاسرسۍ اسانه وي .
• دوهم : د کتاب ليکوال دې دکتاب د پښتو ژباړې د چاپ وړانديز ته منظوري ورکړي .
• دريم : د کتاب دمولف څخه دې په لازمه توګه لاسنيوی وشي .
• څلورم : په کتاب کې د وړاندې شويو مالوماتو د زده کړې په اړه دې د فرهنګي ټولنو لخوا د زده کوونکو ترمينځ سيالي په لاره واچول شي .
په درنښت
۱۳۹۵ /عقرب / ۲۰