په اسلام کي د علم ارزښت ( ۲) برخه
( په تېر پسې : )
بسم الله الرحمن الرحيم
نحمده و نصلي علی رسوله الکريم امابعد :
په دې زمانه کي چي د خلگو پام د دُنيا په لور اوښتی او ډېرو خلگو شرعي علم پرېښودلی دی، له دې امله ډېر نقصانات په ټولنه کي راټوکېدلي او ډېر خلگ د اسلام له ضروري شيانو ناخبر دي، نتيجه دا شوه چي ډېر ځله خلگ د حق او باطل خاوندان نه شي سره بېلولی، د ثواب او گناه تر منځ په تفکيک کولو کي تېر وزي او ډېر ځله يو کار د ثواب په نيت کوي، خو په حقيقت کي هغه کار د ثواب نه بلکي د گناه کار وي .
نو پر ځای د دې چي ثواب وگټي، د گناه پېټی يې په سر کېږي .
دا ځکه چي د هغه کار په اړه پوره علم نه لري .
که څوک کاميابي او نېکمرغي غواړي او د حق او باطل تر منځ پوره تفکيک غواړي، هغه دي د شرعي علم طلب وکړي .
اسلام د علم دين دی .
په اسلام کي د علم د اهميت اندازه له دې هم معلومېږي چي پر رسول الله - صلی الله عليه وسلم - لومړنی آيت چي له قرآن کريم څخه نازل شوی، په لوست امر کوي چي د علومو کيلي ده .
هغه لومړني پنځه نازل شوي آيتونه دا دي :
اِقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ ، خَلَقَ الْإِنْسَانَ مِنْ عَلَقٍ ، اِقْرَأْ وَرَبُّكَ الْأَكْرَمُ ، الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ ، عَلَّمَ الْإِنْسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ .
( سورة العلق : ۱ – ۲ – ۳ – ۴ ۵ )
ژباړه : ( اې پېغمبره – صلی الله عليه وسلم - ) ولوله په برکت د نوم د خپل رب ( پالونکي ) چي هغه ( ټول مخلوقات ) پيدا کړي دي ، د کلکي شوې ويني له ټوټې څخه يې انسان پيدا کړی دی، ولوله ( اې پېغمبره ! قرآن ) په داسي حال کي چي ستا رب ( تر بل هر کريم ) ډېر لوی کريم دی، هغه چي د قلم په مرسته يې ( انسان ته ) علم وښودی، انسان ته يې هغه علم ور کړ چي هغه پرې نه پوهېدی !!
دغه آيتونه په هغه وخت کي نازل شول چي رسول الله - صلی الله عليه وسلم - د حراء په غار کي د الله تعالی په عبادت مشغول وو، ناڅاپه حضرت جبرائيل – عليه السلام – د وحي سره ورته راغی او ورته يې وويل : اِقْرَأْ . ( ولوله ! ) نبي عليه السلام وويل : مَا أَنَا بِقَارِئٍ ( زه لوستونکی نه يم )
جبريل عليه السلام څو ځله نبي عليه السلام په غېږ کي ونيو او په زور يې کښېکاږی او ور ته ويل به يې : اِقْرَأْ. ( ولوله ! )
په دريم ځل يې چي کله کښېکاږی، نو يې ور ته وويل : (اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِى خَلَقَ خَلَقَ الإِنْسَانَ مِنْ عَلَقٍ اقْرَأْ وَرَبُّكَ الأَكْرَمُ الَّذِى عَلَّمَ بِالْقَلَمِ عَلَّمَ الإِنْسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ) ».
نو دا پنځه آيتونه په هغه وخت کي نازل شول .
په لومړني آيت کي الله پاک د ټول مخلوق د پيدا کولو يادونه کړې، په ورپسې آيت کي يې په د انسان د پيدايښت يادونه په خصوصي توگه کړې ده.
په ورپسې آيت کي د الله پاک د کرم صفت ياد شوی چي تر هر چا ډېر کريم، احسان کوونکی، د پراخي سخاء خاوند دی چي يوه بېلگه ئې د علم په ذريعه لارښوونه او تعليم دی .
الله پاک په داسي حال کي پيدا کړ چي په هيڅ نه پوهېدی، خو الله پاک غوږونه، سترگي او زړه ور کړ او د علم اسباب يې ور ته مهيا کړل .
قرآن يې ور وښودی، د حديث علم يې ور کړ او د قلم په ذريعه يې زده کړه ور کړه چي په هغه سره علمونه ساتل کېږي، حقوق پرې ضبط کېږي، د خلگو استازولي کوي او د خبرو په ځای يې کار ور کوي .
دا د الله پاک له لوري داسي نعمتونه دي چي بندگان يې پوره شکر نه شي اداء کولی .
له دغي لومړنيو نازل شويو آيتونو څخه د علم مرتبه او ارزښت په اسلام کي معلومېږي، ځکه لومړنۍ خبره چي نبي عليه السلام د نبوت رسېږي، هغه په لوست امر کوي .
دا په داسي حال کي چي د ده او حضرت عيسی عليه السلام تر منځ (۵۷۱) کاله تېر شوي وو، په دې اوږده موده کي بل پېغمبر نه وو راغلی .
په دُنيا کي هري خوا ته تيارې خورې وې، ظلم او بربريت اوج ته رسېدلی وو .
په داسي زمانه کي چي کله پېغمبر راغی، نو لومړنۍ وحي ور ته د علم وشوه .
له دې د علم اهميت معلومېږي چي علم ته تر هر څه زياته اړتيا شته او دا چي علم دی چي په نتيجه کي يې هر قسم تياري له منځه ځي، له امله يې انسان د الله پاک په لور د تلو لار پيدا کولی شي او دا چي د ټولو ناخوالو او نارواوو علاج علم دی .
( نور بيا ...)
و صلی الله علی نبينا محمد و علی آله و اصحابه اجمعين