یو سړي خپله کورنۍ غوا د خرڅولو لپاره منډیې ته بوولې وه، غوا یې په یوسړي باندې د یوې میاشتې په شل زره روپیو نسیا خرڅه کړه، سړی کورته راغی، نو ښځې یې ور څخه پو ښتنه وکړه ، چې سړیه! غوا دې خرڅه کړه ؟ سړي وویل چې هو د یوې میاشتې نسیا مې په یوسړی باندی خرڅه کړه،نو ښځی ورته وویل چې اې سړیه !
غوا اخستونکی پیژنی او که نه ! سړی ورته وویل چې هو ، نو ښځی ورته وویل ،چې نوم یی څه دی، نو سړی ورته وویل ، په نوم یی نه پیژنم خو خپل سر یی تازه خرییلی وه ۰نو ښځی ورته چې سړیه غرق شو ، نو میړه یی ورته وویل ،چې څنګه غرق شو ښځی؟ ښځی ورته وویل ،چې یوه میاشت پس خو به یی ویښتان په سر راټو ټکیدلی وی، نو بیا به پیسی د چا څخه اخلی۰