افغانستان د مشرانو او جنرالانو زیږنتون

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67381
محمد انور ولید
دخبریدو نیټه : 2016-11-10


 
محمد انور ولید : ۱۳۹۵ لمریزکال ـ د لړم ۱۶ مه
 
         زموږ د کلي خدای بښلی عزیز محمد کاکا له خپلو کلیوالو سره ناست ؤ چې ناڅابه له پاسه د ده یو پخوانی انډیوال راغۍ ، سلام یې واچاوه ، کلیوالو ورته علیکم والسلام او ستړي مشې وویله ، خوعزیز محمد کاکا ور پآڅېده په غېږو یې روغبړ ور سره وکړ او د جوړ ناجوړ تر اښتنو پو ښتنو وروسته یې ترې و پوښتل : ادروجانه ! څو زامن دې دي ؟  ادرو کاکا ورته په ځواب کې وویل : مال دخدای دئ پینځه زامن مې دي . عزیزمحمد کاکا بیا ترې وپوښتل چې په دې پینځو زامنوکې څو تر تا مشران دي ، څو دې همزولي دي او څو درڅخه کشران دي ؟ ادرو کاکا ورته وخندل او په تعجب یې ورته وویل چې اولادونه هم مشران یا همزولي وي ؟
 
         عزیزمحمد کاکا ور ته په ځواب کې وویل : هو ! هغه اولادونه چې د مور او پلا ر یوه خبره نه اوري ، نه غوږ ور باندې ګروي او نه یې مني ، او پر موراو پلار باندې پېځایه امرونه کوي او ملنډې پرې وهي ، دغه ډول اولادونه تر موراو پلار دواړو مشران دي . هغه اولادونه چې د وی دخپل مور او پلار ، او مور او پلار یې ددوی خبرې لکه د صمیمي انډيوالانو په څېر اوري او عملي کوي یې ، دغه ډول اولادونه د مور او پلار همزولي دي ، خو هغه اولادونه چې د مور او پلار هر امر ته لاس په نامه ولاړ وي او د سترګو په ور اړولو او اشارو یې عملي کوي ، دغه ډول اولادونه بیا تر مور او پلار دواړو کشران دي ، . اوس ته ووایه چې ستا اولادونه په کومه کته ګورۍ کې دي ؟
 
         ادرو کاکا د عزیزمحمد کاکا د دې باحکمته خبرو په وړاندې وویل چې ؛ زما نور ټول اولادونه له ما څخه مشران دي ، هېڅ یو یې زما په خوله نه کوي او یوازې کشر زوی مې له ما څخه کشر دئ ځکه چې هغه زما هره خبره اوري اوعملي کوي یې .
 
        بل ځای په پښتنو کې یو متل دئ چې وایي : کله چې قصابان ډېر شي مال ترې مردارشي .
 
         په نوره نړۍ کې مشران او نخبه ګان په ډېره سختۍ سره وروسته له څو کالو انتظار څخه  پیداکېږي . هغه هم داسې چې که چېرې د یوې ټولنې بخت کوټه نه وي اوخپل بخت یاري ورسره وکړي ، الله تعالی یو مشر ورته پېرزوکړي ، چې بیا مشر لرونکي هېوادونه د هغه ترقیادت او لارښوونولاندې خپل ملي نظام په ملي روحیه د خپلو ملي ګټو له پاره پرمخ وړي .
 
         او جنرالان خو بیا داسې پوځي زده کړو ته اړتیا لري چې په ملي روحیه د ارکان حربۍ تر کچې پورې په مسلکي توګه روزل شوی وي . او ور پسې یې ډېرې سختې داسې دندې تر سره کړې وي چې یا یې نورو حریفانو ته په پوځي ډګرونو کې په پوځې تخنیک او تاکتیک سره ماتې ور کړې وي ، او یا یې لږ تر لږه خپله جغرافیه او خپل هېواد وال ددښمن له تیري او یرغل څخه خوندي او ژوندي ساتلې وي . مارشالي او ستر جنرالي خو بیا ډېرو فتوحاتو او سوبو ته اړتیا لري ، که چېرته داسې نه وي نو په تشو اعزازي او د ډالیو په رتبو باندې څوک نه مشر جوړېږي او نه جنرال کېدای شي .
 
         په پاکستان او نورو مستعمره هېوادونو کې به چې چا له خپل هېواد ، خپلو خلکو او خپلې خاورې سره ډېر خیانت وکړ ، همغه به د وخت د استعمار له خوا ارباب ، نواب او خا ن جوړېده او د استعماري لښکرو له خوا به ورته پیسې او ډالۍ او د ده تر قلمرو لاندې قبائلي خلکو د برخلیک په اړه نیمه خود مختارۍ ورکول کېد لې . 
 
        خو په افغانستان کې د نورې نړۍ د معمول پرخلاف پورته د عزیز کاکا اوقصابانو متل دواړه صدق کوي . ځکه دا مهال په افغانستان کې د مشرانواوجنرالانوهېڅ کمی نه شته اود افغانستان ترنفوس د سیاسي مشرانو، او د پوځ له شمېري څخه د افغانستان د جنرالانو شمېر د کمیت پر لحاظ ډېرزیات دئ . د بېلګې په توګه ؛ د کورنیو مشران ، د کلي مشران ، د خېلونو مشران ، د قامونو او تو کمونو مشران ، د ګوند ونو او مذهبي ډ لو مشران ، د جنګي ډ لو مشران ، د سولې مشران ، د خیریه ټولنو مشران ، د شر رسولومافیایي مشران ، سیاسي مشران ، ټولنیزمشران ، تعلیمي مشران ، د سیمو مشران ، د هېوادونو مشران ، نړیوال مشران او نور . خو په کیفیت باندې یې یوازې یو الله علم لري او بس . هغه متل دئ چې وایی :                                        
 
                                         ګل د کد و ګل ګوره ، یو چې لټوې ترې لاندې بل ګوره .
 
 
 
        کله چې په افغانستان باندې د استعمار تو پانونه را غلل ، زموږ د هېواد نظام ، د خلکو عادې او له بوختیاوو ډک آرامه ژوند ، کورنۍ شتمنۍ ، تعلیم ، راکړه ورکړه ، سیاسي او تولنیزې اړیکې او خپلواکي ټول د سرو او تورو جولاګانو په تخریبي جالونو او لومو کې بند شول . د وخت نظامونه د استعمار په کاسه کې ور شریک اوملت له پېله په پرېکړې توګه د تجرد او مقابلې لاره په کې خپله کړه . خو د پرله پسې ټکر او تصا د م په نتیجه کې ټول هېواد ړنګ ، ګڼ شمېر هېواد وال شهیدان ،  ژوبل او له هېواده وتلو ته اړشول ، چې سیاسي او نظامې دواړه کلیدي تشې یې په مصنوعي سیاسي مشرانو او ملېشه یي جنرالانو باندې ور ډ کې کړې . ځکه خو په سیاسي ، نظامي ، اقتصادي او نورو ډګرونو کې زموږ مشر تابه دا مهال پړسوب او درد دواړه لري .
 
        د افغانستان ډېری سیاسي مشران له سلطان محمود غزنوي ، میرویس نیکه ، شاه محمود هوتکي ، شاه اشرف هوتکي ، لوی احمد شاه بابا ، شاه زمان ، وزیر محمد اکبرخان ، افغان سید جمال الدین اوشاه امان الله پرته نور ټول د خپل ملت او کوم علمي او مسلکي کانون له متن او بطن څخه نه دي را ټو کېد لي . ځکه په دوی کې داسې بې درایته او بې بصیرته مشران هم وو چې د پرد یو هېواد و او سیمو لاد ینه خلکو به د افغاني تبعه په نوم د دوی تر مشاوریت او درباره پورې ځانونه ورسول ، له استعمار سره د نا مقد سواومنحوسوتړونونولاسلیک کولو ته به یې د څو روپیوپه بد ل کې وهڅول ، د تاریخ تور داغونه به یې پر ټنډ و ور ووهل ، دوی به له دنیا ولاړل ، خو بیه به یې راتلونکو نسلونو پرېکوله .
 
        دوی هر یوه ته چې چا بل چېرې  د خانۍ پېځوان په پزه ورځړولی او یو ځل یې د مشرۍ بوی تر سپنګو ور رسېد لي دئ ، بس دوی له همغې ورځې څخه د پردیو پر مټ او مالي او سیاسی پشتوانه د پردیو اغراضو او اهدافو له پاره داسې مشران جوړ شوي چې که دوی نه وي ، نو اولادونو ته  یې په میراثي توګه د پلار پګړۍ په سر ور اېښود ل کېږي . لکه په خپلو سترګو یې چې وینو .
 
         له همدې امله د افغانستان قیا د ت او مشر تابه او یوه ملي واحده قو مانده په لسګونو ټوټو په لوی لاس داسې سره وېشل شوې چې د اوامرو تعمیل او د قانون پلي کول یې هم ناشوني کړي  دي .
 
          موږ اوتاسې ټولو په خپلو سترګو ولیدل او وینو یې چې په افغانستان کې له تېرو پینځلسو کالو را هیسې ځینوجهادي او نورو سیاسي مشرانو په واک کې د ورګډ ېد و او په خپلو کې د یوه خپلمنځي ائتلاف له مخې په ګډه یوه داسې ملي ضد پروژه پرمخ وړې چې له پېله یې ملت د غم او ویر په ټغر ورکېنولی ، مرګ ژوبلې ملت ته ور اوړي ، کسات ، بد لې اوغچ له ملت څخه اخیستل کېږي ، خو ګټې یې یوازې بهرنیانو او خپله دوی ته رسېږي  . همدې ته خود کُش او بېګانه پروره پروژې ویل کېږي .
 
         په داسې حال کې چې خاوره هم زموږ ده ، خلک هم زموږ دي ، نو واک اختیار یې هم باید له موږ سره وي . څه ډول نظام چې زموږ خلک غواړي ، همغسې نظام باید ورته جوړاو حراست یې کړو . زموږ ملت په غوڅ اکثریت یو مسلمان ملت دۍ ، هغوی اسلامي نظام غواړي ، افغان مشران مجبوردي چې داسې متعا د ل اسلامي نظام ورته جوړ، هغه لومړی پرخپل ځان او بیا په نورو باندې تطبیق او وساتي چې د افغانستان ټولو قشرونو، خواوو، اقلیتونو، اکثریتونو، اود ملت ټولواتباعوته پرته له څه قید اوشرطه د منلو وړاو پوځیان یې په یوه قومانده  پاسداران وي . خو داسې هم نه چې ږیره زما ، او واک یې د ملا .
 
        اوس خو ددې مشرانود بېغوریو له لاسه شراو فساد دواړه ترکلیواو بانډو يورې رسېدلي اودا مهال آن په محراب کې د جومات له ملا صیب نه سر سایه غواړي .
 
        ولاړشۍ په دې تېروڅو نږدې اوونیو کې د ننګرهار، هلمند ، فراه ، کندوز ، بغلان اوغورولایتونو صورت حال وګورۍ ، جمهور رئیس خو د غور وضعه خپله ولید له . یادې سیمې به تاسو ته خپله د حال په ژبه او اوسېدونکې به یې د قال په ژبه خپلې کیسې او تېر یادونه در ته تېر کړي چې هلته څه تېرشوي . هلته د جګړې قوماندې سره بېلې او خاموش اکثریت د ښکېلو خواوو ( حکومت اومخالفووسله والو طالبانو ) تر مینځ د سپر په ډول کارول کېږي . ننګه او ساتنه خو یې نه شته ، ولې د جګړې له ډګره  د وتلو په پلمه مخالفین او پو ځیان دواړه لوري په څو ورځو کې ځانونه په کې لک پتي کړي ، ځکه پوځیان روغنیات ، مهمات ، خوراکې مواد ، نقلیه وسیلې او وسلې پلوري ، د کډوالو په لېږد را لېږد کې په لکونو پیسې ترې ترلاسه کوي . او مخالف وسله وال یې بیا کورونه تا له ترغه کوي ، له خلکو او د خلکو له کورونو څخه د سپر په توګه کاراخلي ، چې له امله یې خلکو ته ځاني او مالي تلفات ور اوړي ، کورونه یې ړنګېږي او بېګناه ښځې او ماشوامان هم له مينځه په کې ځي .   
 
        ځکه  افغانستان د ټولو تاریخي پېښوژوندی شاهد دئ ا وهېڅوک هغه پر شا نه شي شړلی .
 
          دا ټول د دغه ډول مشرانو د سره پاشلي او وېشلي قیادت او د جنرالانو د خپلسرو قوماندو چلولو برکت دئ چې هره ورځ زموږ بېګناه  خلک په کې وژل کېږي ، لوټ کېږي ، شړل کېږي او پر ناموسونو یې جنسي تېري روان دي .
 
خو حکومتي چارواکي یې پړه  پر مخا لفینو ، او مخالف وسله وال یې پر حکومت او ائیتلافي ځواکونو ورغورځوي . په داسې حال کې چې که شپه تیاره ده ، نو مڼې خو په شمار دي ، که غوا توره ده ، نو پۍ خو یې سپینې دي . له مشهود حقیقت څخه انکار کول په اصل کې په رڼه ورځ اوښان په بډه وهل دي .
 
          له حکومته ځکه دا ګیله په کار ده چې دوی ولې دغه ډول ملي ضد خلک پر دندو ګوماري ، ددولت له بودجې یې جیبونه ور ډ کوي او بیا یې متنازع فیه سیمو ته لېږي ؟  آیا په پوځ کې نور دا سې ثالث بالخیر کسان نه شته چې یوازې همدا کسان پر فساد سر بېره هم نازول کېږي اوهم اعزازي رتبې او مډالونه ور کول کېږي ؟ موږ نه پوهېږو چې دا پروژې کورنۍ اړخ لري ، او که بهرنۍ صبغه هم ور سره مله ده ، او یا دواړه خواوې لري ؟
 
          د جګړې له ډګره خو یوازې له یوې خوندي څنډې څخه شېبه په شېبه تلوېزیوني خپرونې روانې وي ، خو پرهمغه مهال د ویشتل شوي هدف ژوندی انځور هېچا هم ملت او د واک اصلي مرکز ته ور په ګوته نه کړ . بس له مخالفینو سره هره جګړه د مومن خان ښامار دئ او هر سړی تسمې ترېنه باسي ، چې د مخه یې په خپلو اتلولیو ټوله مېډ یا ستړې کړې وي او وروسته یې په کلېئرېنګ او ځان سپینولو کې ټوله دنیا حیرانه پاتې وي .
 
        د مخالفو شنونکو هم ښه په خوند سات ور باندې تېر وي ، ځکه دوی هم د یوه درېیمګړي ماهر په توګه پرته له اسنادو او شواهدو د پېښې ( ډي ان اې ) را باسي ، وچې خاورې پر دېوالونو باندې ور ولي ، تخریبي دوړې جوړې کړي ، خو پرمدوا او اصلي نسخې باندې یې لاس او خوله نه خوځېږي . سړی نه پو هېږي چې دوی له چانه پرې خیرات غواړي .
 
         د غوڅ ملاتړ پر اهدافو باندې هم سړی شکمن شي چې د مرستې غوښتلو پر مهال دوی د چا ملاتړ کوي ؟ د افغان ځواکونو او که د مخالفینو ؟  د کوم لوري ؟ ځکه په ځینو عملیاتو کې پر افغان پو ځیانو باندې بمبارۍ کېږي .
 
         لنډه دا چې یو افغانستان یوه قیادت ، یوې قو ماندې او یوه سیاست ته اړتیا لري . افغانان له تېرو څه کم څلورو لسیزو را په ایسته خپلمنځي نفاق او خپلسریو خوړلي او په خپلو کې سره پاشلي دي . نور د نفاق زور نه لري . ټول هېواد وال یو واحد رهبر ،  یوه داحده قو مانده ، یو واحد ملت ، یوه واحده خپلواکي ، یوه واحده خپله پخوانۍ جغرافیه  او یو واحد نظام او حکومت غواړي . افغانان هېڅکله هم د بردیو قو ماندې او فر مایشونه نه خو منلی او نه هم زغملی شي . دوی تل خپلواک وو ، دي او وي به .