لا هم په کندهار کې ډېري ولسوالۍ د ښې حکومتدارى په برخه کې د ستونزو سره مخ دي او خلک يې نسي کولاى چې خپل مشکلات پر وخت په ولسواليو کي حل کړي.
د کندهار ولايت چې (۱۷) ولسوالۍ لري غورک، ښوراوک، ميانشين، خاکريز، ريګستان او يو شمېر نورو ولسواليو کې د حکومتدارۍ په برخه کې تر ډېره يا خو مامورين نسته اوهم یې خلک ناخبره دي چې دولت په څومره کچه سهولتونه ورته برابر کړي دي.
په دي اړوند د يوه ورځني ورکشاپ په څنډه کي د کندهار د اقتصاد ريس محمد رحيم رحيمي وويل چې اړينه ده په ولسواليو کې د مامورينو د کمښت، د خلکو د پوهاوي او هم د زمينې د برابرولو په برخه کې اقدامات وسي.
خو هغه وايې چې د ښې حکومتولى په برخه کې د مدني ټولنو رول هم اغيزمن تماميږي.
پر همدې مهال د کندهار د پنجوايې ولسوال وويل چې اړتيا ده د ولسواليو په کچه د ښې حکومتولى په برخه کې لا هم سهولتونه ډېر سي خو زياتوي چې د مدني فعالانو فعاليتونه کمرنګه دي.
له بلي خوا د کندهار مدني فعال ناصر مبارز وايې چې مدني فعالان د خلکو د پوهاوي هڅه کوي او هم يې دولتي ادارو ته وړ کسان ور معرفي کړي دي.
نوموړى وايې چې دلته ډېر ظرفيتونه سته خو د ناسمو اصلاحاتو له امله ډېر کمزوري کسان پر دندو ګمارل سوي دي ځکه خو ښه حکومتداري کمزورې ده.
بايد ياده کړل سي چې د کندهار ولايت په کچه د مدني فعالانو کړني هم تر نيوکي لاندي دي خو ښه حکومتداري بيا تر ډېره د حکومت د کمزوري پاليسى له امله هغسي نه ده تطبق سوې څنګه چې د خلکو غوښتنه ده.