د کندهار ښار جنوبي بای پاس سړک یوه برخه په رسمي ډول ګټې اخیستنې ته چمتو سوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67398
جواد
دخبریدو نیټه : 2016-11-16


دکندهار والي همایون عزیزي  د ښار په جنوب کي د بای پاس ۲،۵ کیلو میټره اوږد او ۲۰ میټره پلن سړک چي د یوه کال په اوږدو کي د ۶۴ میلونه افغانیو په لګښت یې یو اړخ ورغول سو؛ نن د رسمي مراسمو په ترڅ کي د کندهار ښاروال، امنیه قومندان لوی پاسوال او یو شمېر ولسي مشرانو په شتون کي عملا دپټۍ په پرېکولو سره د ټرافیکو پر مخ د ګټنې اخیستنې لپاره پرانیست.
 
کندهار والي د مراسمو پر مهال وویل: لومړی د کندهار ټولو خلکو ته د دې مهم سړک د یوه اړخ د جوړېدو مبارکي ورکوم او خوشاله یم چي په دې اړه د خپلې کړې ژمنه یوه برخه عملا پوره کوم. دا سړک د کندهار ښار لپاره ځکه مهم دی چي له یوې خوا به-په کندهار کي دننه د موټرو ګڼه ګوڼه راکمه کړې او له بلې خوا به بار وړونکي موټر له هغو ستونزو خلاص سي چي د دې سړک د خرابتیا له کبله ورسره مخ وو او د اورښت پر مهال به هم موټر او هم خلکو ته دغه ډول ستونزې څو چنده سوې. د کندهار ښاروالۍ یې هم کور ودان چي دې سړک ته یې ځانګړې پاملرنه وکړه او په دې وتوانېدل چي د دې مهم سړک یوه برخه تکمیل کړي.
 
کندهار ښاروال انجنیر روښان ولسمل هم په خپلو خبرو کي د دې سړک د یوې برخه پر جوړېدو خوښي وښوده او ویې ویل: د دې سړک د جوړولو لګښت کندهار ښاروالۍ له خپلي پرمختیايي بودیجې څخه ورکړی او د بلې برخې د رغولو قرار داد به یې ډېر ژر لاسلیک او عملي کار به یې پیل سي