کله چي یو څوک یا ورسپارل سوې وظیفه سرته ونه رسولای سي او یا د خپلو پلانونو د عملي کولو په لاره کي خنډونه لیري نه کړای سي. د داسي یوه شخص لپاره ، چي زما غوندي په ناروا د جېبونو د ډکولو او پیسو ذخیره کولو نیت ونه لري او اولس او ټولني ته هم د خیر رسولو صلاحیت ورڅخه اخیستل سوی وي نو استعفا لازمه او
شرافتمندانه لاره ده.
زما څخه مي نیژدې دوستانو او ملګرو، د ډېره وخته، د استعفا کولو غوښتنه کوله؛ خو ما، په دې تمه چي ګوندي نن یا سبا به کارونه سم سي، او یا زه ګوندي د کارونو په سمېدلو کي یوه لږه اندازه تاثیر ولرم، دا اقدام وځنډاوه. زما څخه د ۲۰۱۵ کال د جنوري په میاشت کي ډاکتر صاحب اشرف غني وغوښتل چي له هغه سره د اطلاعاتو او کلتور د وزیر په حیث همکاري وکړم. څرنګه چي ما له ډاکټر صاحب سره د زیات و کم څلوېښتو کالو راهیسي پېژندل او بشپړ یقین مي درلود چي هغه به زما له پاکۍ، وطن پالني، نیمګړي پوهي او نیمګړي انرژي څخه، د هیواد د ښېګڼي لپاره، ګټه واخلي نو د هماغه کال د فبروري په میاشت کي کابل ته راغلم. د اپریل په میاشت کي اولسي جرګې، د کابینې تر ټولو وزیرانو په کمه رایه، وزیر کړم او په سبا سهار مي په کار پیل وکړ.
زما لپاره په وزارت کي د کار د پرمخ بېولو لپاره د یوه کاري ټیم د جوړولو اړتیا وه، خو د معینانو، کلتوري آتشو او رییسانو د ټاکلو یا تبدیلولو په برخه کي مي اکثره پېشنهادونه ونه منل سول او د وزارت په څه باندي یو نیم کال کي د جمهورریس سره د خصوصي ملاقات کولو او هغه ته د خپلو مشکلاتو ویلو او پېشنهادونو کولو لپاره ایله څلور ځله د نیم نیم ساعت لپاره وخت راکړه سو؛ په داسي حال کي چي د هر ځل لیدلو لپاره مي درې تر څلورو میاشتو پوري انتظار وایستی.
جمهورریس پخپله بد سړی نه دی؛ خو هغه ته ټولي فرعي او اصلي ورغلي لاري دهغه د ارګ کارکونکو، د خپلو شخصي غرضونو لپاره، بندي کړي دي. که یو جمهورریس د خپلو وزیرانو د لیدلواو د هغوی د پېشنهادونو یا شکایتونو د اورېدلو لپاره، چي طبیعي خبره ده، د ټوکو او سات تېري لپاره هغه ته نه ورځي، په هفته کي، لږترلږه، یو ځل وخت ونه لري او ټول ملاقاتونه یې د مغرضو غوړه مالانو په لاس کي وي نو له وزیرانو څخه د کارونو او فعالیتونو تمه نه سي کېدلای. دا مشکل د اکثریت وزیرانو لپاره عام دی؛ البته داسي نازولي وزیران او د ارګ ځیني کارکونکي سته چي هغوی په هفته کي دوه درې ځله هم له جمهورریس سره لیدلای سي. د جمهورریس له خوا د یوه وزیر نه لیدل او د ملاقات لپاره په میاشتو معطل کول، او یا له وزیر څخه د سکرټر په وسیله د ایمیل له لاري د ملاقات د علت او موضوع غوښتنه کول نه یوازي د کارونو د ځنډېدلو او پر وخت نه عملي کېدلو علت ګرځي بلکه د یوه وزیر حیثیت ته توهین دی. نه پوهېږم چي د ډاکټر صاحب اشرف غني په څېر یو هوښیار او عالم اولس مشر څرنګه دې موضوع ته نه متوجه کېږي.
جمهوررییس یا په لوی لاس او یا ښايي د خپلو غوړه مالو سلاکارانو په مشوره، چي ده د خپل جمهوري ریاست په سر کي له هغوی څخه د ژغورل کېدلو خواستونه کول، په ارګ کي دننه، د اطلاعاتو او کلتور د وزارت سره موازي ادارې جوړي کړي دي چي د وزارت ورځني کارونه یې نه یوازي څو چنده ګران کړي بلکه وزارت یې عملاً فلج کړی او بې صلاحیته کړی دی. تر هغه ځایه چي زه معلومات لرم، د نورو اکثرو وزیرانو همدغه حال دی.
زما غوندي یوه وزیر لپاره، چي په ټول ژوند کي یې د یوې ذرې خیانت او اختلاس کولو خوب هم نه وي لیدلی، په دې شرایطو کي کار ته دوام ورکول چنداني ممکنه نه وه. که په وزارت کي لازم کارونه نه وي سوي، چي زه یقین لرم نه به وي سوي، نو اصلي او یوازینی علت یې دا وو چي زما لاسونه په مطلق ډول تړلي ول او د اجرآتو، او د تغییر او تبدیل په برخه کي تقریباً ټول صلاحیتونه یا ارګ او یا د اداري اصلاحاتو فاسدي ادارې راڅخه سلب کړي وه.
دا چي ولي مي تر اوسه پوري په دې باره کي څه نه دي ویلي او ولي مي خوله په شکایت نه ده خلاصه کړې، یوازینی علت یې دا دی چي یو وزیر د حکومت پر اجرآتو باندي یوازي هغه وخت د انتقاد کولو حق لري چي له حکومت څخه دباندي وي؛ یعني استعفی یې کړې وي. که مي په وروسته کي، په همدې اړه، څه ذهن ته راغلل حتماً به یې درسره شریکوم. د نن لپاره به همدومره بس وي.
حاضر د خدای په امان!