د ځوانانو په چارو کي د ولسمشر سلاکار ښاغلي نسیم شریفي د خپلي استعفا علت د ولسمشر اشرف غني پر شاو وخوا د یو شمیر مغرضو کسانو شتون یاد کړي دی چي ولسمشر ئې یرغمل ساتلي
نوموړي په خپلي استعفا لیک کي لیکلي چي د ځوانانو په چارو کي دیو شمیر طرحو چي ولسمشر لخوا تاید سوي هم وې د ولسمشر په خوا او شا راګرځیدلي کسانو پکښي خڼډونه جوړول او ان ولسمشر ته ئې د نوموړي د لیدو لاري بندولې .
باید یادونه وکړو چي تر دې وړاندي د اطلاعاتو کلتور وزیر ښاغلي عبدالباري جهاني هم د ورته دلایلو په درلودلو استعفا ورکړې وه .
ښاغلي نسیم شریفي د ولسمشر اشرف غني تر ټولو د نژې پلویانو څخه وو او ان د هغه په ولسمشري کمپاینونو کي دنوموړي تر ټولو لوی مالي ملاتړ کونکي ، دکمپاین مسول او وروسته د ولسمشر د تشریفاتو ریس او بیا د ځوانانو په چارو کي د ولسمشر د سلاکار دنده ترسره کړې وه .
هیره دي نه وي چي څو اووني وړاندي د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم هم په ولسمشر له دې امله نیوکه کړې وه چي نوموړي د یوڅو کسانو په یرغمل کي یوازي د یو ولایت لپاره کار کوي .