یو ملا به چې هر وخت خپلو مقتدیانو ته تبلیع کولو ۰ نو د تبلیع په اخر کښې به یی دا دوه ا صطلاح ګانی ختماً استعمالولی ۰ چې ګورۍ مقتدیانو اوبه به د بوسو لاندی نه تیروو او بله اصطلاح به یی داوه ۰ خیال کښې مو جاده ګرځی !یو مقتدی د ملاصاحب خواته ورغې او ورته یی وویل۰ چې ملا صاحب ته دا دوه اصطلاح ګانی هر وخت د خپل تبلیغ په اخر کښې استعمالوی چې یوه یی دا ده ، چې اوبه به د بوسو لاندی نه تیروو۰او بله یی دا ا صطلاح چې خیال کښې مو جاده ګر ځی ! ددې څخه ستا څه مطلب دې!نو ملا صاحب ورته وویل ۰ چې ګرانه ! اوبه به د بوسو لاندی نه تیروو ددی څخه زما مطلب دا دې چې ښه پوست کنده ،او سپینی خبری درته کوم ۰ او بله دا چې په خیال کښې مو جاده ګر ځی۰ ددې څخه زما دا مطلب دی چې ګرانو جنت خو جاده نده ۰ چې انسان ، خر ، ټټو ،موټر او هرشې ورکی بی له اجازی نه دی ورداخل شی ۰ یعنی که چیرته مقتدیانو تاسو که همداسی منسک هستۍ خیر خیرات ، صدقه ، زکاتونه نه ورکوۍ ۰ نو والله کا را څخه جنت ته داخل شۍ ، نو دا مقتدی حیران شو ، چې والله مونږ ټول خو دوزخیان یو، نو ملا صاحب ته یی وویل ، چې ملاصاحب کومه چاره درته جنت ته د تللو معلومه ده او که نه ! نو ملا صاحب ورته وویل ،چې هو زه به دی یوڅه چاره وکړم ۰خو په شرط سره ! نو مقتدی ورته وویل چې هغه څنګه ملاصیب ؟ نو ملاصاحب ورته وویل چې ګرانه مقتدی هغه داسی چې هر طالب علم په ورځ د حساب کتاب کښې د اویا ګنهګاره انسانانو سپارس کولې شی او د ځان سره یی جنت ته داخل کولې شی ۰ ته هم لږ څه خیر خیرات او صدقه ماته راکړه نو طالب چې د اویا نفرو سپارش کولې شی نو زه خو بیا غټ ملا یم .