په افغانستان کی د انټرنیټ بیی راټیټیږي
افغانستان به د پاکستان پر ځای په انترنیټي برخه کي تر دې وروسته پر تاجکستان زیاته تکیه کوي او د تاجکستان له لاري به انټرنیټ اسانتیاوي برابروي چي هم به ئې کیفیت تر اوسني انټرنیټ دوه برابره ښه وي او هم به په افغانستان کي د انټرنیټ لګښتونه نژدې سم نمائې کښته کړي
د افغانستان د مخابراتو وزارت وائې چي د تاجکستان ترڅنګ د ترکمنستان او ازبکستان سره هم هڅي رواني دي چي د انټرنیټ اسانتیاوي برابري کړي تر څو پر پاکستاني انټرنیټ د افغانستان تکیه له سلو څخه یا پنځه سلنه او یا بیخي صفر ته راټیټه کړي .
دمخابراتو وزارت فني مرستیال انجنیر سید احمد شاه سادات وائې چي د پاکستان انټرنیټ یو خو د کیفیت لمخي ښه ندی بل افغان ولس ته ډیر په ګرانه بیه تمامیږي