کارغه ځان لکه طاؤس ماښام کي و ښود
خـــو سهار یې راز څرګند شو له رفتاره
( س. کلیوال )
د یوه سیاست پوه له خولې مي لوستي وه : یو څوک کولای سي څو تنه د تل د پاره او یو شمیر کسان د څه مودي د پاره وغولوي ، مګر هیڅوک هم ټول خلګ د تل د پاره غولولای نه شي .
دغه کتاب چي د چاپ زیری یې ورکوم ، هغه دروند کتاب دی چي د هیواد د اشغال پر وخت روسي اشغالګرانو ته تر ټولو محبوب او د لوړ صلاحیت لرونکی صدراعظم ، سلطانعلي کشتمند د تهمتونو پر ضد تازه له چاپه را وتلی او لوستونکو ته وړاندي سویدی .
زه وړاندي له دې نه چي ددغه نوي چاپ سوي کتاب منځپانګي ته راسم ، غواړم د سلطانعلي کشتمند د کړو وړو او دده د اصلي څیرې د پیژندلو په اړه لاندي څو کرښي چي د یادولو وړ یې بولم ، د ځوانو لوستونکو د ذهنیت د روښانولو په موخه وړاندي کړم .
د خپلو اصلي خبرو د پیل په درشل کي ، یوه ډیره په زړه پوري خاطره یاد ته راغله او غواړم د لوستونکو سره یې شریکه کړم :
د ډنمارک په هیواد کي د Aarhus ښار د بحیرې پر غاړه پروت دي . د سږ کال د جولای میاشت وه . یو ماپښین ددغي بحیرې اوبو کي لمبیدم . لږ ها پلو ته یوه کښتۍ تیریدل او په اوبو کي یې د څپو باډاسکي راوستي . زه له اوبو نه د ساحل خواته په راوتو وم ، یو نژدي پنځه کلن ماشوم هلک مي ولید چي د خپلي یوي وړوکي خورکۍ سره یې په اوبو کي بازۍ کولي . ما دوی د اوبو نه وچي ته را وایستل تر څو د څپو نه ازار و نه مومي . دوي دواړه د څیرې نه کوریایي یا ویټنامي ډوله ښکاریدل . ما په ډنمارکي ژبه پوښتنه ترې نه وکړه چي تاسي د کوریا یاست ؟ وړوکي ماشوم په ډیر غرور سره په ډنمارکي ژبه ځواب راکړ : نه ، زه افغان یم ، افغان . بیا مي په دري ژبه ترې نه و پوښتل : جان کاکا ! تو پسر کي استي ؟ هغه چي په دري ژبه هم ښه
پوهیدی ، یوي خوا ته ګوته و نیول او و یې ویل چي هغه مي مور او پلار دي . ما چي هغي خواته و کتل ، یوه ځوانه جوړه مي ولیدل . دا جوړه مي پخوا هم لیدلی وه او خبر وم چي زموږ هزاره ګان وطنوال دي ، خو نژدې پیژندګلوی مي نه ور سره درلوده . دغه هزاره ټبر ماشوم چي په پوره باور سره همدلته په ډنمارک کي زیږیدلي ، یوازي یې له مور او پلاره د افغان او افغانستان نوم ارویدلي او دا ورته ویل سوي چي افغانان دي او باید په خپل افغانیت او افغاني هویت باندي و نازیږي . ددغو هزاره ماشومانو افغاني غرور ډیر خوند راکړ او ور سره سم مي سلطانعلي کشتمند را یاد سو چی په افغانستان کي زیږیدلی ، د هغه وطن اب و دانه یې خوړلې او هوا یې تنفس کړي ، مګر خپله ټوله انرژي یې همدغه وطن ته د خیانت په لاره کي کارولې ، د وطن د دښمنانو سره یې لاس یو کړي او د هغه تجزیې ته یې ملا تړلې وه .
اوس به راسم اصلي خبرو ته :
کله چي د ۱۹۷۸ د ډیسمبر پر ۲۷ نیټه ( ۱۳۵۸ کال د مرغومي شپږمه ) د کا جی بې د دوږخي سازمان په مشرتابه د الفا د خاصو کماندویي قطعاتو په مټو د وخت جمهور رئیس حفیظ الله امین شهید او د هیواد د واک واګي د کرملین لاس ته ورغلې ، نو هغوی ببرک کارمل د خپلي ډلي سره د مسکو څخه د کابل ارګ ته را دیسانت کړ . کارمل یې د جمهور رئیس او انقلابي شورا د مشر او سلطانعلي کشتمند یې د صدراعظم په توګه په کار و ګومارل .
د افغانستان د حکومتولۍ په تاریخ کي د شوروي اشغال نه وروسته د هیواد ځمکني بشپړتیا ته د خیانت په چارو کي تر ټولو بدنامه څیره همدغه سلطانعلي کشتمند وو . ښایې لوستونکي پدې اړه پر ما نیوکي وکړي چي ولي مي تر ببرک کارمل پښه واړول او دهغه مادون ته مي ګوته ونیول . هو ، ببرک کارمل ته د تبرئې ټکي نلرم ، خو دلته خبره د هیواد د تجزیې په اړه د کرملین پر پلانو او په دې کار کي د کشتمند پر هلوځلو راګرځي . پدې خاطر که مي ددغه ټکي په اړه د ببرک کارمل نه پښه اړولې او کشتمند ته چي ظاهراً او په رسمي توګه دده مآدون وو ، ګوته نیولې وي ، لوستونکي مي دي نه ملامتوي او که لوستونکي پدې هکله بل ډول نظر لري ، زه یې قضاوت ته درناوی کوم او د کارمل په کړو وړو کي د ستایلو ځای نه وینم .
سلطانعلي کشتمند که څه هم په رسمیاتو کي د ببرک کارمل مآدون وو ، خو شوروي مشرانو یې صلاحیت عملاً تر ببرک کارمل زیات ټاکلی وو او دده خبرو ته یې زیات ارزښت ورکاوه . ښایي دا به پدې خاطر وو چي ببرک یو دایم الخمر او بې ارادې سړی وو او کشتمند د یوه منظم پلان له مخي شورویانو ته کار کاوه . دا ځکه چي دده ارزو او پلان په شعوري ډول د هیواد تجزیه او دا هغه څه وه چي شورویانو د اشغال په وروستیو کلونو کي ، کله چي یې د شپاړسم جمهوریت جوړولو او د سمندر ګرمو اوبو ته د رسیدلو پلانونه د افغان اولس د سترو او بې شمیره قربانیو له برکته شنډ سوه ، نو یې د هیواد د تجزیې پر پروژه باندي عملي کار پیل او کشتمند ته یې د اجراآتو د نده وسپارل . د یادولو وړ ده چي شورویانو د اشغال په پیل کي د ټول افغانستان نیول او شپاړسم شوروي جمهوریت ورڅخه جوړول هدف وو ، نه د هغه تجزیه او ټوټه ټوټه کول . ددغي موخي ( شپاړسم شوروي جمهوریت ) د پاره بیا ببرک کارمل له بل هر چا نه ډیر مناسب سړی وو . مګر د اشغال په وروستیو کلونو کي د شپاړسم جمهوریت په اړه او د لاري یې ګرمو اوبو ته د کرملن د رسیدو پلانونه خاورو ته وسپارل سول ، نو یې دا بله پروژه تر لاس لاندي و نیول . کشتمند چي دا کار یې یوازنۍ هیله او پخوانۍ ارزو وه ، ددې پروژې تجربوي کار مزار شریف ته د
صدارت د یوۍ څانګي له انتقال نه پیل کړ او نجیب الله مسیر یې چي دده پشان ارزو یې درلوده او کا جې بې ته وفاداره یوه پیژندل سوې څیره وه ، د شمال په چارو کي د خپل مرستیال په توګه و ټاکه او د چارو د وروستي سمبالښت پلان یې ور وسپاره .
دا هغه وخت وو چي ببرک کارمل نور د سیاسي ډګر نه په رسمي توګه وتلی او ډاکتر نجیب الله ته د چارو واګي سپارل سوي وې ، یاني دا کار د نجیب په واکمنۍ کي کشتمند تر سر کړ . تر هغه وخته چي د شوروي مستقیم اشغال دوام درلود ، نجیب هم د کشتمند د هر اړخیز صلاحیت سره مخالفت نه سو کولای ، خو د اشغال په وروستیو شپو ورځو کي د صلاحیت پر سر د نجیب او کشتمند تر منځ ناندرۍ منځته راغلي او کشتمند ظاهرا د ائتلافي کابیني د جوړولو پخاطر د څه مودي د پاره پر کور کښیناست او د صدارت چاري ډاکتر حسن شرق ته ور د غاړي سوې . حسن شرق پدې وخت کي غوښته چي ځان د شوروي اغیز نه بهر او مستقل و ښئي ، نو یې په یو لړ ریفورمونو باندي لاس پوري کړ چي تر یوې کچي مثبت هم وه . ده پدې لړۍ کي یې په مزار شریف کي د صدارت څانګه هم لغو کړه چي د اشغال ضد وطنپالو روڼ آندو لخوا و ستایل سوه او هرکلی یې وسو .
د لومړۍ برخي پای . نور بیا