سيکولر او سيکولريزم خالص مغربي اصطلاوې دي .
په لاتيني ژبه کي د سيکولم Seculum لغوي معنا دنيا ده . په منځنيو پېړيو کي رومن کاتوليک پادريان پر دوو برخو ويشل سوي وو ، يو هغه چي د کليسا تر قواعدو لاندي به په خانقاوو کي اوسېدل او دويم هغه چي د عامو ښاريانو په توګه به يې ژوند کاوی . د کليسا په اصطلاح دې دويمې ډلې ته سيکولر پادري ويل کېدل . هغه ټولي ادارې هم سيکولر بلل کېدې چي د کليسا تر کنټرول لاندي به نه وې . اوس مهال له کليسا يا دين څخه ازاد دولت سيکولريزم دی …
( انسايکلوپيډيا برټانيکا ) انسايکلوپيډيا امريکانا کي د سيکولريزم زياته تشريح سوې : سيکولريزم يو اخلاقي نظام دی چي د طبعي اخلاقو پر بنسټ ولاړ دی او له الهامي مذهبونو يا ما بعد الطبعياتو جلا دی . لومړی اصل يې د فکر ازادي ده يعني هر څوک د ځان لپاره د يو فکر حق لري . ۲ ) د ټولو فکري امورو په اړه د اختلاف حق . ۳ ) پر ټولو بنيادي مسايلو لکه د خدای او روح پر شتون او نه شتون د بحث کولو حق . سيکولريزم دا نه وايي چي د دې ژوند له ښېګڼو پرته نوري ښېګڼې نه سته . هدف يې دادی چي داسي مادي حالات را منځ ته کړي چي د انسان افلاس او محروميت پکي له منځه ولاړ سي .
( انسايکلوپيډيا برټينيکا ) د ډاکټر مولوي عبد الحق له انګلش – اردو ډکشنري سره سم سيکولريزم هغه ټولنيز او ښوونيز نظام دی چي د مذهب پر ځای يې ساينس بنسټ وي او په دولتي چارو کي يې مذهب يا دين داخل نه وي . سيکولر افکار ډېر پخواني دي خو د سيکولريزم اصطلاح په ۱۸۴۰ کي يوه روڼ اندي انګريز جارج جيک هولي اوک George J. Holyoake را منځ ته کړه . دی د برمنګم په ميلنکس انسټي ټيوټ کي استاد وو. دی د روڼ اندۍ مبلغ وو، په دې اړه به يې ويناوې او ليکنې کولې . په ۱۸۵۱ کي يې په لندن کي د سينټرل سيکولر سوسايټي په نوم يوه ټولنه را منځ ته کړه .
د هولي اوک دريځ دا وو : ۱ ) د انسان رښتنی لارښود ساينس دی . ۲ ) اخلاق له مذهبه جلا او لرغونی حقيقت دی . ۳ ) د علم او ادراک يوازينی معيار او سند عقل دی . ۴ ) هر فرد بايد د وينا او فکر ازادي ولري . ۵ ) موږ بايد د دې نړۍ د لا ښه کولو هڅه وکړو .
د سيکولريزم بنسټيزه ادعا داده چي د فکر او رايې ازادي د انسان فطري او طبعي حق دی ، ځکه نو بايد هر سړی په بشپړه توګه دا حق ولري او کولای شي په خپله د رښتيا لټه وکړي او د ژوند په هر ډګر سياست ، اقتصاد ، مذهب ، اخلاق ، فلسفه ، ادب او هنر کي بايد خپل خيالات له وېري او ډار پرته بيان کړای سي . دا چي سيکولريزم څه ګټې لري ؟
له پورتنيو کرښو يې ګټه په واضح ډول څرګندېږي خو بيا هم بايد ووايم چي په سيکولر نظام کي هر څوک له خپل فکر او غوښتنو سره سم ازادي لاس ته راوړلای شي ، په هيڅ ډګر کي د هيچا تر جبر او زور لاندي نه وي او دې ته ازاد وي چي له خپلې خوښې او خپل فکر سره سم ژوند وکړي . له خپلې خوښې سره سم ژوند د انسان تر ټولو لومړنۍ هيله ده ، دا هيله فطري او طبعي ده . سيکولريزم د انسان د همدې فطري غوښتنې ځواب دی . سيکولريزم خو په مجموع کي هيڅ زيان نه لري ، انسانانو چي کله دولت جوړولو ته مخه کړې نو د دولتونو په تاريخ کي سيکولر دولتونه تر ټولو بريالي او دوامدار دولتونه دي او د سيکولر دولتونو په مټ انسان وکړای سول چي د نن پرمختياوې لاس ته راوړي .
دا نن چي موږ څه وينو او کوم څه لرو دا ټول د سيکولريزم برکت دی چي بشر ته يې ازادي ورکړه او بشر له دې ازادي په ګټې اخيستلو د ننني پرمختګ بنسټ کېښود ، وده يې ورکړه او لا هم د نور پرمختګ پر لور ګړندی روان دی . ځيني سيکولريزم له دين يا اسلام سره ټکر ګڼي ، خو خبره داسي نه ده . اسلام په خپله سيکولريزم ته ژمن دی او ان کولای سم ووايم چي محمد صلی الله عليه وسلم په خپله واکمني کي سيکولريزم منلی وو . په څه ډول ؟
ده اجازه ورکړې وه چي هر څوک ديني ازادي لري لکه چي وايي لکم دينکم ولی دين يعني تاسو خپل دين کوئ او زه خپل ، هغوی خپل ديني مراسم ترسره کول او ده خپل ، هغوی په خپلو کتابونو خپلې قضاياوې حل کولې او ده په خپل کتاب، هغوی خپل کولتور او دين چلاوی او ده په خپل په داسي حال کي چي سره ګاونډيان وو . يعني يهودان د ده څنګ ته پراته وو خو ده هر ډول ازادي ورکړې وه . همدې فکري ازادۍ ته سيکولريزم ويل کېږي .
مولانا وحيد الدين خان هم د دې خبرې سخت پلوی دی او په دې اړه يې ګڼې پاڼې توري کړې دي ، ان دومره جرأت يې کړی او ويلي يې دي چي رسول الله صلی الله عليه وسلم لومړنی سيکولر وو . بيا يې په دې اړه د يوه غربي عالم يوه اوږده ليکنه هم نقل کړې . په خپله د مسلمانانو په واکمنيو کي هم سيکولريزم اوږده مخينه لري ، د عباسيان دوره يا د هارن الرشيد مهال يې يوه ښه بېلګه ده
. په پخوانيو مسلمانو علماوو کي ابن رشد کلک سيکولر افکار درلودل او هغه به دا خبره په ډاګه کوله چي خدای زموږ په دنيوي چارو کي لاس وهنه نه کوي .