دلته هر څه وروستي حد ته رسيدلي دي
دلته غله ، فساد ، رشوت ، د ځمکو غصب ، راذلت ، دوه مخېتوت ، منافقت ، ظلم ، د ظالم پلوي ، شيطانت ، کرکه او ... اوج ته رسيدلي دي .
دلته ، د خدای ج مظلوم بندګان د زښتې زياتې بې وسۍ له امله د وخت د زورواکو او ظالمانو درنې ، درنې څپيړې په خپلو مخونو نوش جان کوي .
دلته ، د بشر او بشردوستۍ ، د انسانيت او انسان دوستۍ ، د رحم ، خواخوږۍ ، مينې ، سړيتوب ، د بې وسو د لاسنيوي ، د ګاونډي د حقوقو ، د حيا او عزت ، د ميړانې او غيرت او ... په نوم ، څوک څه نه پيژني .
دلته ، د مظلوم د سلګيو ، د يتيمانو د کريغو ، د کونډو او بورو د اسويليو ، د غريبانو او بې وسو د نارو سورو او د وږو تږو ګاونډيانو د ژړا ، اوريدلو ته څوک وخت نلري .
دلته ، د ننګرهارد بهسودو د وژل شوو په خوب ويده ماشومانو ، د ننګرهار د څلور میاشتني وژل شوي بچي ، د ميدان وردګو د په دار شوی زده کړيال ، د معصومې نيلوفرجانې ، د شهيد اباسين ، د کابل د وروستۍ پيښې د بې ګناه شهيدانو ، د پکتيا د سټو کنډو د وژل شوو په خوب ويده مزدورانو او ... قاتلين سرې سترګې ګرځي .
دلته ، ورور په ورور وژل ، دوه په غم اړول ، د بل ناموس ته په سپکه کتل ، د بې ګناه خلکو ځورول ، کرکه خورول ، د بل نه زغمل ، د بل په پرمختګ خفه کيدل ، غيبت ، او داسې سلګونه نور بد او ناروا کردارونه ، اوسمهال د هر انسان دنده ګرځيدلې ده .
پرورديګاره خدايه ! ته ددې نړۍ وګړو ته د نيکۍ هدايت وکړه او په هغه لاره يې روان کړه ، کومه چې ستا او ستا د ګران پيغمبر ص د خوښۍ سبب ګرځي او کنه نور يې مظلومان له شر او شرارت څخه په امان کړه او په خپله سزا یې ورسوه .
امين
۱۳۹۵