د افغانستان د زراعت وزارت غواړي چې د پکتیکا ولایت په اوو ولسوالیو کې له خلکو سره د باغونو په جوړولو کې مرسته وکړې او په دې برخه کې ټول امکانات ورته برابر کړي.دا مهال د پکتیکا په اوو ولسوالیو کې د باغونو د جوړولو سروې پیل شوې.