واوره د یو سیاسي ملا یوه ډرنامه
په دین یې آوارول سیاسي کړکېچونه
خپله یې ټولوه ټوک زیره هر مازیګر
لوڅ کړی به يې و هر ور ته خپل ځیګر
یوه ورځ یې دساده ښکلې ماینه ولیدله
دهغې دمینې زولنه یې پښو ته ولوېدله
دهغه د میړه ساده سره یې واچوله یارانه
هر غرمه به یې دهغې د وره مخي ته ویل ترانه
ګرځیده د هغې لاس ته راوړلو ته د بهانې
چې کله به تر لاسه کړي کېلۍ دخرانې
یوه و رځ یې ساده ولیده ناست مخ په قبله
چې خپل غړکه د بولو يي کوي تشوله
ول کافر سوې طلاقه سوه درباندې ماینه
ماینه دي مسلمانه ده ته کافر بې دینه
په هغه يې کړ ه طلاقه خپله د درو دانه
خپله یې دستي له هغې سره نکاح وتړله
ساده چې پوهیده په دې سیاسي معامله
هغه وخت اوبه تیري سوي وې له ورخه
ساده دملا پسې ګرځیده کلونه کلونه
چې د هغه وویني رګ وهل مخ په قبله
یوه ورځ هغه ملا ولیده ناست مخ په کعبه
هغه یې په دواړو لاسو له څټه ټینګ ونیوه
لکه د پانې پټ سوبمن هغه ته یې په ویاړ ویله
پنډت جانه ماینه درلاندې طلاقه سوله
ملا ورته ویل ته يې رښتیا ډیر ساده او لوده
پوهیږم مخ په قبله یم سر مي نیولی یو بغله
***
اوس هم ډکه ده دنیا د داسوسیاسي تګمارو
زموږ ارګ ډک دی د داسو سیاسي مکارو
واکمن په یو وخت کې هم کافر هم مسلمان دی
اوسي په افغانستان کې خو د پاکستان دی
دانه دلته خوري د کت کت ځای یې ایران دی
په یو لاس کې یې انجیل دی په بل کې یې قران دی
دخولې داسې غرتې پرتې ولي لکه دشا دلارې
خلک رډ رډ ورته ګوري نه چې تو کړي پر ناړې
وګوره احمد بهزاد، رحیمی، پدرام او منصور
له دیموکراسۍ یې جوړ کړې د بیزو دکونې ناسور
ددوی دلاسه نه بریښنايي تذکره پيل کیږي نه ملي کړه
په هیڅ ډول دوا نه شکیږي دا دې سروسرکوزو تبه
دا ټول خاینان واکمن ورته دولاسه په هوا تسلیم دي
دټولو خاینانو خولې تړلي د وطنفروشي په سیم دي
یو رښتیني وطن مین پیدا نه سو چې ورته ووایي کوچه
که دي په شپږو زور نه رسي د نوکانو لاندې کړ ه یو ه یوه ریچه
***