غزل
د شرق او غرب جګړو کښي بی ګنا ه زمونږ بچیان مري
د لته افغا نا ن مري ورونو هلته ام افغا نا ن مري
لس کاله روسا نو زمونږ ملک کښی نخري وکړي
مونږ ټولو افغا نا نو ورسره ښي جګړي وکړي
روسي بموو د لاسه لا اوس هم ډ یر انسا نان مري
د لته افغا نا ن مري ورونو هلته ام افغا نا ن مري
پردي د خپل بمونو او طیا رو کړي امتخان
زمو نږ په پا که خا وره د و سلو کړي امتخان
پدي او په هغي را نه ښا یسته ښکلي زلمیا ن مري
د لته افغا نا ن مري ورونو هلته ام افغا نا ن مري
راځۍ چی سره یو شو سوله وکړو نور پخپلهٔ
د سو لي تیږه کښیږو غیږه ورکړو یو تر بلهٔ
زمو نږ په اتفاق با ندي د سولي د ښمنا ن مري
د لته افغا نا ن مري ورونو هلته ام افغا نا ن مري
(روغواله) خدای دي پوه کړي لراو بر ټول افغا نا ن
په سو له دي راضي شي نور د دي خاوري بچیا ن
بس دي نور جنګ بس دي په جنګو کښی ټول شیان مري
د لته افغا نا ن مری ورونو هلته ام افغا نا ن مری