د ملی امنیت دلوی ریاست موظفینو د یوې اعلامیه په خپرولو خبر راکړی چي ددوی لخوا د هغه ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې چې د بلخ ولایت په مربوطاتو کې یې د طالبانود دماین جوړونې پر یومرکز ترسره کړي په زیاته اندازه توکي چې د چسپکی اوله لرې واټن کنترول کیدونکو ماینونو او ځانمرګو واسکټونو په جوړونه کې ورڅخه ګټه استفاده کیږی کشف اولاسته راوړي دي چې یاد توکي او وسایل په لاندې ډول دي :
- ۳۹۵ عدده ریموت کنترولونه .
- ۳۹۵ عدده دریموت کنترول د آنتن ورکوونکي تختونه.
- ۱۵ عدده دساعتی ماینونو چمتو شوي تختونه.
- ۸۰۰ عدده برقی کپسولونه.
- ۱۸ پایې دکالکس آنتنونه.
- ۹ پایې دمخابرې ریپیترونه.