کله چې مجاهدين افغانستان ته داخل شول، نو د هر رهبر او هرتنظيم خپله- خپله بادشاهي شوه، نو يو نفر چې د خپلې کورنۍ څخه يې څو نفره شهيدان ورکړي وو، نو د خپل تنظيم مشر ته ورغی او ورته يې وويل: چې ما ډېر شهيدان ورکړيدي، نو ماته به دا پلانکۍ دولتي دښته حتمي راکوې، چې زه يې نمرې کړم او په خلکو باندې يې خرڅې کړم او پيسې يې د شهيدانو په خپلوانو (وارثانو) باندې تقسيم کړم، نو دې رهبر ورته په ځواب کې وويل: چې ستا د شهيدانو شهادت دې الله تعالی په خپل دربارکې قبول او منظور کړي. د هغوی شهادت مه خرابوه او دا دښته د ټولو افغانانو حق دی. زه دا کار بېلکل کولی نشم، نو دې نفر ورته وويل: چې ای رهبره! ورځ د قيامت خو منې، نو دې رهبر ورته وويل: چې ولې يې نه منم، شکر دي مسلمان يم. چې که ته دا کار ونکړې، نو په ورځ د قيامت به زما لاس او ستا به ګرېوان وي، نو دې مشر ورته په خندا کې وويل: چې ای نادانه! ته لا لدې څخه ناخبره يې، چې د قيامت په ورځ خو به د هيچا په تن کې کالی نه وي، نوکله چې زما په تن کې کالي نه وي، نو ته به مې څنګه د ګرېوانه ونيسې، خو يوازې دا يو کار کولی شې، چې د ګرېوان په ځای مې ددی... څخه ونيسې.