د افغانستان د ملي امنيت لوی رياست د يوې خبرپاڼي په خپرولو سره وايي، په جنوب ختیځ خوست کي يې د حقاني ترهګري ډلي ۳۱ غړي نيولي دي.
د ملي امنیت د لوی ریاست خبرپاڼه وایي، د پاکستانۍ حقاني شبکې اړوند دوه ګروپونه چي د خوست په مرکز پل علم او اړوندو برخو کي یې په ترهګریزو بريدونو کي لاس درلودئ، د ملي امنیت د لوی ریاست د منسوبینو له خوا د عملیاتو پر مهال نیول سوي دي.
خبرپاڼه همدارنګه وايي، د نیول سوو کسانو څخه د چاودېدونکو توکو دوه ډک موټرسایکلونه، ۵۰ مقناطیسي ماینونه، ۶ لاسي بمونه، د RPG7 راکټ ۱۵ فیره مرمۍ، د زیکویک ۳۶ بکسې مرمۍ، د کلاشینکوف ۵ بکسې مرمۍ، د کلاشینکوف ۸۰ شاژورونه او بې پلېټه ۳ کرولا ډوله موټرونه هم ترلاسه سوي دي.
د حقاني شبکې په ګډون کومي ډې تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ويلي.