د برهان الدین ربانی او محّمد عمر مقایسه
په مکه معـظمه کې احمدشاهي حاجي خـانه وپـلورل شـوه
موسی(ع)،خپلوان یې قارون،اوفـرعون(دوهم توتموس)هـمهال په مبارزه کې وو. ښایي قارون به د فرعون سره ښې اړیکې لرلې،خو قوم یې د فرعون له لاسه په کړاو اخته و. داسې برېښي چې د جمعیت اسلامي مشر پوهنمل برهان الدین رباني ( ۱۹۴۰تر۲۰۱۱ ) ته اسـلام لوښی و، نه عـقـیـده. د احمد شاه مسعود (۱۹۵۳تر ۲۰۰۱) او ربـاني د «دوهـمې سـقـاوۍ » پــه مهال (اپریل ۱۹۹۲تـر سپتمبر ۱۹۹۶) پرې ځینو جهادي مشرانو ټـینګار وکړ چې کمونـیسټ جــنرال بابا جان او د هغه په شان نور دې له لوړو حکومتي مقامونو نه وباسي. خـو د ربـانـي لپاره اسانه نــه وه چې خپل اڼـډیوالان دې له لوړو حکومتي څوکیو لرې کړي. یوه ورځ یې بابا جان او ځینو نورو پرچمیانو ته داسې ډاډګیرنه ورکړه: «شما تشویش نکـنید، حالا عـقایـد شکست خـورده، فعـلاَ بازار قـومیت ګرم است.» سمسور افغان زیاتوي چې له دې امله د بابا جان زړه «ډاډه شـو» ځکه چې استاد یی پخپله له ده هـم «دوه ګامه وړاندې» و! مسعـود هم د بګرام په هوایي ډګر کې پښتنو او د هغوی د ژبې په اړه خپل تعـصب یو چاته داسې په ډاګه کړی و:«اګـر پیغـامبر هم از طرف جنوب به کابل بیاید من آنرا قبول نـدارم.» مسعود به ویل: «ما اینطور کابل را میخواهیم که کسې دروازه خانه را تک تک کند، کسی نګـوینـد که څـوک یی؟» ـ سمسور افغـان،دویمه سقـاوي.د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه - جرمني. دویم چاپ ۱۳۷۹لمریز/۲۰۰۱م ، مخ ۹۲۱. محّمدعمراخوند په خپل هیواد باندې د پخواني شوروي اتحاد او دامریکې د یـرغلونـو په وړانـدې وسله واله جګړه وکړه او د افغانستان او اسلام لپاره په خپل هیواد کې په حق ورسید.
لویدیز تاریخي ټل وال( اسلام ) ته اړتیا لرله
د دوهـمې نـړۍ والـې جګـړې(۱سپتمبر۱۹۳۹تر۲سپـتمبـر۱۹۴۵) څـلـــورغـټ متحـدیـن بـرتانـیه، چـیـن ،شوروي اتحاد او امریکا وو. د ۱۹۱۷ له اکتوبر راهیسې، شوروي اتحاد یو نوی نظام و چې فلسفه یې په طبقاتي مبارزه ولاړه وه او د امپـریالیزم سره یې ټکر لاره. د ټولو ګـډ غلیمان جـرمني، ایټالیه او جاپان وو. درې واړه مات شول. په جرمني کې دوه دولتونه جوړشول: یو سوشلیستي جرمن ملت د شوروي اتحاد د اغیز لاندې، او بل یې کپـیټـلیستي جرمن ملت چې په غټه کچه د امریکې، او بیا د برتانیې او فرانسې د اغیز لاندې و. ختیزې اروپا د مسکو په اوږه پورې سپوږمۍ لیدله او لویدیزې اروپا په واشنګټن پورې. د دوهمې نړیوالې جګړې ټلوالان یو بل ته غلیمان شول. «سوړجنګ» له دوهمې نړیوالې جګړې راوروسته، د زبرځواکونو ترمینځ یو ډول سیاسي او عسکري تاوتریخوالی و. لویدیزې نړۍ، په تیره امریکې د بې دینه کمونیزم په وړاندې یو تاریخي ټلوال ته اړتیا لرله چې نن سبا ورته «سیاسي» اسلام ویل کیـږي. سید رحمن چې له ۱۹۴۹راهیسې د اخوان المسلمین مشر و، په ۱۹۵۳کې یې د امریکې د ولسمشر جنرال آیزنهاور(۱۹۵۳تر ۱۹۶۱)سره ولیدل. د ۱۹۹۱ پورې ایران په شمال کې د شوروي اتحاد سره
ګډه پوله لرله او د امریکې سره یې د ۱۹۷۹د جنورۍ پورې ګډ سیاست. محّمد رضا شاه پـهلوي لـه ۱۹۴۱تـر ۱۹۷۹ د بـرتانیې او امریکې په مـټ په ایـران کې وساتل شــو. ډاکتر محّمد مصـدق د انتـخاباتو لـه لارې د ایـران صدراعظم(۱۹۵۱تر۱۹۵۳) شو. هغه هڅه وکړه چې په ایران کې د انګریزانو او امریکایانو د تیلو کمپنۍ ملي کړي. د دې لپاره چې د دریمې نړۍ نور هیوادونه د محّمد مصدق له ملي جرئت نه زده کړه ونکړي، د واشنګـټـن او لنـدن قـدرتـمــنـدانو د ایران په ملیګر صدراعظم کودتا وکړه، زنداناني یې کړ، او د مصدق د عملیاتو په مهال تښتیدلی پادشاه یې بیرته ایران ته راننویست. د دغې کودتا په اړه د زیاتومعلوماتو لپاره ولولئ
Stephen Kinzer, All the Shah’s Men: An American Coup and the Roots of Middle East Terror. Wiley and Sons, 2003
د ایران د پادشاه ستم د ولس او روڼ آندانو حوصله تـنګه کړې وه، خاصتا له ۱۹۷۸ راهیسې. په ګاوڼـډي افغانستان کې د ۱۹۷۸ په اپریل کې «خلکی» انقلاب وشو. آته میاشتې وروسته، د ایران پادشاه د ۱۹۷۹ په جنوری کې ایران پـریښود، او د دغه کال په فبروری کې دیني مشرحیات الله خُـمیني وروسته له ۱۴ کالونو تبعید نه ایران ته راستون شو. واشنګټــن په دې فکر کې و چې دیني شخصیت خمیني به د کمونیسټ شوروي اتحاد په وړاندې، د امــریـکا کلک مورچل وګرځي. خو خمیني چې بهر نړۍ یې لیدلې وه او د خپل ولس د ژوند په ترخو شرایطو او د نړۍ په پرمختګ پــوهیده، فــوراَ یې دیــن او دُنیا په «اسلامي جمهوریت»او «لیکلي اساسي قانون» کې جرګه کړل، په دې ډول چې هم پکې د امام برخه څرګنده وه، هم پکې د دولت،هم پکې د ولس، اوهم پکې دعــلم او د علم د استعمال! شعاردا وچې «نه شرقي[شوروي اتحاد]، نه غربي [امریکا]، جمهوری اسلامي»! شوروي اتحاد او امریکا د اسلامي ایران په ضد،خو د عراق د ولسمشر صــدام حسین سـره اڼــډیـولان وو. صدام تقریباَ آته کالونه (سپتمبر ۱۹۸۰تر اګیست ۱۹۸۸) د ایــران سره لاس پــه ګـــرېـوان و. امام خمینی امریکا ته د «غټ شیطان» په سترګه کتل.
د افغان مجاهدینو مشرانو هم د لَـر افغانستان په مرکز (پیـښـور) کې ۱۶تر ۱۸ کالونه تیر کړي وو او د عـرب او عجـم میوې، پیسې او وسلې به ورته راروانې وې، خو د ۱۹۹۲ په اپریل( ثور ۱۳۷۱لمریز) کې چې کابل ته راننوتل، په سړک الطوایفۍ اوچورواکۍ یې پیل وکړ.
په کلکه اړتیا کې د غلیمو اړخونو عـقیدوي اختلافونه هم دملي ګټو له چوکاټه نشي وتلی. بیلګه یې د دوهمې نړیوالې جګړې(۱۹۳۹تر۱۹۴۵) په مهال د تهران کانفرانس (۱۹۴۳)و. دغه کانفرانس په تهران کې د شوروی اتحاد په سفارت کې شوی و: کمونیسټ لیډرسټالین او دوه کپیټلیسټ ليډرانو(امریکایي روزویلټ او برتانوي چرچل) پکې ګډون کړی و. موخه یې دا وه چې د جرمني په ضد ستراتیجي تنظیم کړي او له جګرې وروسته د اروپا د خاورې په اړه پرېـکړې وکړي. د شلمې پیـړۍ له نمایي راهیسې د ساړه جنګ په مهال، د شوروي کمونیزم په ضد د اسلام راولاړولو د امریکې په سیاست کې مهم رول لوبولی و. په ایران کې د خمیني له انقلاب راهیسې، واشنګټن انـدېښنه لرله چې له سعودي عــربستان نه تر مراکش پورې به کله د خمیني ښکارنده (پدیده) تکرارېـږي! واشنګټن عـرب مترقي نیشنــلیزم ته داسلام له لارې ماتې ورکړه.
د افغانانو جهاد امریکا د نړۍ هغې برخې ته راورسوله چې پخوا د امریکې د نفوذ له سیمې نه بهر پرته وه. نن امریکا په ټوله جنوب غـربي اسیا کې د خپلو اډو جال غځولی دی. امریکې د افغانانو پـه جهـاد کې۳،۲(درې عشاریه دوه)بيـلیون ډالر لګولي وو. د امریکې ولسمشر رانالـډ ریګن (۱۹۸۱تر ۱۹۸۹) ته د افغانستان مجاهدین نازولي وو! هغه په سپینه ماڼۍ کې حاضر مجاهدین داسې وګڼل:«دا ښاغلي د امریکې د موسسوپلرونو معنوي معادل دي.»فبروری ۱۹۸۳. په لانــدې عکس کې ښي اړخ ته پیغله، په کابل کې د کابل پوهنتوون دطب د پوهنځي د څلورم ټولګي پوهیدونکی وه او د پرچمیانو په مهال ښایی ۳میاشتې زنداني شوې وه. بیا امریکې ته
کډواله شوه. په دغه غوڼــډه کې یې وظیفه نه ده څرګنده. ښایي د دې لپاره به غــوڼـډې ته رابلل شوې وي چې مجاهــدین په خـپله واکمنۍ کې د مـیـرمنو حــقـوقــو ته درنــاوی وکـړي؟ ژبــاړن په عکس کې د ریــګـن ښـي اړخ تـه نــاست دی.
February 1983: White House. President Reagan said that “these gentlemen are the moral equivalent of America’s founding fathers.” [quora.com 11 December 2016].
ولسمشر ریګن د ۱۹۸۵ په مارچ کې کوماندان عبدالحق داسې را پيـژني: «موږ ټول ویاړو چې نن ماښام زموږ په مینځ کې یو زړه ور کوماندان شته چې د افغان خپلواکی غوښتونکو مبارزانو مشر دی- عبدالحق. عبدالحقه موږ ستاسې سره یوو.»
“All of us are privileged to have in our midst tonight one of the brave commanders who led the Afghan freedom fighters-Abdul Haq. Abdul Haq, we are with you.”- Reagan
د امریکې د ولسمشر رانالډ رېـګن له خوا د ۱۹۸۲ د مارچ ۲۱ نیټه (د پسرلي لومړۍ ورځ ) رسماَ «د افـغـا نستـان ورځ» اعـلان شـوه:د ولسمشــر ریګن ارشیف، سیمي ویلی، کلیـفورنــیا. شـوروي اتحاد، په ختیزه اروپا کې«وسپنـیزه پـرده»(آیـرَن کرټن)،او د «بـرلین دېـوال» د افغان په وینو ړنګ شول. خو ۱۲کالونه، آته میاشتې او ۹ ورځې وروسته د ۲۰۰۱د سپتمبر د یولسمې نېــټې (۹۱۱) بخوله پېـښه شـوه او واشنګـټــن د کمونیـزم – ضد تاریخي ټلوال (اسلام) سره په ټکرکې ښکـېـل شو. بن لادن د برهان الدین رباني د واکمنۍ په مهال(۱۹۹۲تر ۱۹۹۶) افغانستان ته تللی و. بــن لادن د ۹۱۱ د بخولې(فاجعې) سره جوخت ویلي وو چې امریکې د هغه څه خوند وڅاکه چې مسلمانان ورسره د لویـدیـز له لاسه تقریباَ له «اتیا» کالونو راهیسې په
کړاونو او سپکاوي اخته وو. یعنې لویدیز عثماني امپراتوري ړنګه کړه، منځنی ختیز یې په ۱۹۱۶کې د سایکس – پیکټ تړون له لارې د انګریزانو او فرانسویانو په مینځ کې ووېشه، او د ۱۹۱۷ د بلفور اعلامیې له لارې یې د اسرائیلو د دولت د رامنځته کولو لپاره زمینه برابره کړه. بلفور د انګلستان د بهرنیو چارو وزیر و او په فلسطین کې یی رسماَ«د یهودي دولت[جویش هوملینـډ]» موضوع رامینځته کړه.