د مرستو دغه تړون د مالیې وزیر اکلیل حکیمي او په افغانستان کې د فرانسې سفیر ښاغلي فرانکویس ریچیر ترمنځ تیره ورځ لاسلیک سو چي د ولسي جرګې او ولایتي شورا ګانو استازو هم ګډون پکښي درلود، د فرانسې هیواد به د کاپیسا ولایت او سروبي ولسوالۍ لپاره د کرنې پیاوړتیا، برېښنا او روغتیایي خدمتونو ته د لاسرسي په برخو کې د ۶۱.۵ میلیونه یورو په ارزښت د وړیا مرستې ورکوي . د یادو پیسو له برخې څخه ۳ میلیونه یورو یې د افغان حکومت لخوا ورکول کېږي.
په کابل کې د فرانسې سفیر وویل: "د فرانسې له خوا افغان حکومت ته یاده وړیا مرسته د انرژۍ تامینولو، د کرنې سکټور، پراختیا او په افغانستان کې روغتیایي خدمتونو ته د لاسرسي په برخو کې ورکول کېږي چې موخه یې په افغانستان کې د اقتصاد پیاوړتیا، کاري فرصتونو رامنځته کول او د بېوزلۍ کمول دي".
په یادې پروژه کې د ۲۰،۷ میلیونه یورو(۳۴٪)، په ارزښت له محمود راقي څخه تر نجراب پوري د ۴۴ کیلو مترو بریښنایي مزي لېږد او بیا له نجراب څخه تر نغلو پورې د ۴۰ کیلومترو په اږودو سره هم د برېښنایي مزي لېږد او هم د برېښنا وېشل شامل دي. په ۲۰۱۱ کال کې د برېښنا له ملي شبکې سره د کاپیسا ولایت نښول صفر سلنه وو.
کلیو او بانډو ته د برېښنا رسونې پروګرام له لارې د فرانسې هیواد په مرسته د برېښنا رسونې فیصدي په ۲۰۱۷ کال کې ۲۴ سلنې ته ورسېده، دا په دې معنی ده چې ۸۵۰۰ کورنۍ له برېښنا څخه برخمنې شوې دي.