بېخودۍ کې د یو چا د نشتون زنګ وهلي یادونه د زړه په سرا رنګ شوي دیوالونو د نوم یو څو کرښې ښکل شوي.
شمعې خپل رنګ پاشلی و، ځان یې ماته رابښلو او په ژړا ژړا یې ځان اوبه کولو، زه ورته زبون وهلی ناست وم، په نیمو شپو کې راته د یو چا د خیال تصور چیغي وهلې، له یو چا یې ډېر شکایت کاوه، په پرې پرې شونډو د وینو غوټې ښکارېدې، په شونډو مې تاته د بې وفا خطاب کاوه خو د زړه د رباب په تارونو کې مې د هغه چا نوم زمزمه کیده چې د سکون په کوڅو کې مې او د لارې په اوږدو کې مې د ژوند مهم پړاو ګرځیدلی و.!!!