د حزبیانو د ډېر اغېز، یو راز په دې کې و، چې ځوانانو ته یې ارزښت ورکاوه، په غونډو مجلسونو کې یې د خبرو ونډه ورکوله او هلکانو ته به یې ویل د ښه مقرِر کیدو لپاره غره ته ولاړ شئ تیږو ته خبرې کوئ، چې د خبرو چل درشي او بیا په اصلي خبرو کې کاواکه او وارخطا نه شئ، ځکه د جهاد او اسلام اینده سازان تاسې یئ ځانونه تکړه کړئ.
دغه کار ته تر ټولو ډېر شابدین ارزښت ورکړی وو، چې له مدرسې به راغی او له تروو سره به یې ډوډۍ وخوړه نو غره ته به یې مالونه سوق کړل، هلته به نو بیا تر مازیګره تیږو ته غږېده، کله به یې په تورو تیږو د کوپر فتوا ورکړې وه او کله به یې د اسلام سپينې جامې ور اغوستې وې، تیږو نه څه ویلی شوی او نه کولی بس دوم په دوم د شابدین تر فتواګانو لاندې وې یوه به یې پکې ترور کړه وې دا د مجاهد په جامه کې افغان ملتی و تر دونیا مې کافر تېر کړ، بله به یې بوڅه را واړوله وې تا د بهاودین مجروح او الفت د خولې اوبه څښلې، ښه شوې چې همداسې مذبذب ولاړې، بس سم دم ګلبدین یې له ځانه جوړ کړی و، همدا سبب وو چې د حزب د مدرسې ویاند او شعار خوان هم شو.
زموږ ورور د تاسې یار!! حکمتیار حکمتیار!!
جنګ جنګ تا ازادی صلح پس از پيروزي!
له دغو کړو وړو او فعالیتونو سره نو شابدین ته ځان د حکمتیار کشر ورور ښکارېده، خو تر هغه ډېر سره لمبه و، په چا کې یې ری هم نه واهه، وې زه حزبي یم او عقیدتي حزبي، له مدرسې چې خلاص شو کور ته یې مبارکۍ ته ورغلم، ټول کور یې د ګلبدین حکمتیار په انځورونو لړلی و، وې همدغه یو عقیدتي مسلمان پاتې دی او بس.
په کور کې چا مخه نه ورکوله، که نه وې په وزن د ګلبدین یم، نور په کور نشم تم کېدلی ورځم پې په خدای چې کابل مې نه وي لوټه کړی که یې پرېږدم، مګر مشرانو یې هلک را کابو کړ او ځان یې تر چاراسیا ونه شو رسولی که نه اوس به یې هډوکي هم خاورې و.
له چاراسیا چې د ځوانانو جنازې سیمې ته راوړل کېدې نو هلک لږ وویرده او زړه یې ومنله چې اوس د خرمستۍ وخت نه دی بس یې کړه که نه په خدای سبا ستا خوله هم له خاورو ډکیږي.
تر هغه خرمستۍ وروسته شابدین د غره پر ځای په سمه کې ګرځېده، نن پټی اړولی، سبا پغنه وهلې، بله ورځ ویاله پاکه کړې او کله هم ښوره شنلې بس سم دم ترې کرګر جوړ شو، د ځمکو کارونو ترې د اخوانیزم او ګلبدین هوا یو څه لیرې کړه او چې د مستري شاګرد شو نو ایله یې ماغزه سر ته ورغلل، کله د مستري شارګرد او کله هم د پټیو کرګر چې ماښام به شو د خیرودین یو څو څپړې به پسې نورې هم دوبله شوې، وې هوايي یې چې زمیني دې کړم.
خلک اسمان ته پورته شول دی به وت ننوت، وې ښه اوبده را د غاړې ده، مړی ژوندی راپورې دی، دروازه راته سپارل شوې او...
خیرو الدین به ورته وی چې همدا ستر کارونه دي او همدا د ژوند مزې دي چې ترې ها خوا نشې. چې به منی شو بیا به نو خیرودین ترې د یوې یوې حساب غوښت، د خوسي سېرلي حساب خو څه، د خوشیو او پچو حساب یې هم باید دانه- دانه ورکړی وی، ورته وې به یې، حساب د افغانۍ دۍ په افغانۍ به یې کوو او صفا به یې کوو، زما سره چې ډالر دي هغه نو د بل ملک پیسه او حساب یې زما کار دی- خیرودین به د شابدین د کال ټوله خواري د جهاد د میلمنو په خیټو ووهله، د سهار له چایو سره هګۍ، پراټې، پيرکي، رش، کوچ، رنځوښۍ، کښکري او شات ګډ وهل کیدل. خیرودین به چې له کوره مخ پر لره کېوت بیا نو کور کې سپېرې خاورې هم نه بودېدې، ټولو به د انا دیګلۍ ته سترګې نیولې وې چې کوندې وي نن د پيتي تبی ور ډېر کا، انا بې وسه به مو وچو وښکیو ته غمجنه شوه، وې الله یې دې مل شي کور یې په دابل مخ راواړه او ولاړ زه به یې درته کومه کړم؟
د کوچو ویلې کولو په ورځ به چې کله شکنه لږ غوړه او د شابدین نس به یې تبلی و نو له کبره به ورسره سمه خبره نه کېده وې زه یې هم د خیرودین په څېر غچوم.
د خیرولدین یوه پښه په شرق بله په غرب وه خپلې مزی یې کولی او یاغي شابدین یې په کور مستري او د پټيو کرګر کړ، په خدای که یې چورنټ هم کولی شوای- چې به په کور شو ژوندي خو څه دیوالونه به یې له ډاره لړزېدل.
کلونه ورسته چې کله شابدین د بغاوت په زینه لومړی ګام کیښود ایله د دنیا له روزګاره خبر شو چې دا جهان خو ډېر پراخ دی سترګې یې خلاصې شوې، که نه د ګلبدین پر ځای د خیرودین په ټس کې تللی وو.
شابدین چې له کوره را ووت او لږ یې نوره نړۍ ولیده ایله پوی شو چې حزبي سبیلیانو څه غوښتل، کمونستانو څه کول او د خیرودین په زړه کې څه وو، وې که د انا لاس نه وای اوس به د ګړنګ ټکري وم.
هغه بله ورځ شابدین را ته په فیسبوک برند ناست وو چې فرنډ مې کړ او ترې ومې پوښتل چېرته یې وې په امریکا کې، د ګلبدین زوی مې ګاونډی دی هغه بله ورځ یې د برهان الدین زوی او د ببرک کارمل لور د هغې له سپي سره یو ځای میلمانه کړي و.
ما وې کوم ګلبدین، وې هغه چې امریکا یې 52 ټوټې کوله؟
ما وې کوم ببرک کارمل؟ وې هغه زمزمې به دې چې کولې: شرمېدلی انسان راغی د پردیو پر ټانک سپور و.
ما وې نه یې منم، وې زه پوهېږم چې ته اوس هم د فیل په غوږ کې ویده یې.