محمود نظری
یوه ښاري جنۍ په کلی کې سوه واده
مور یې ویل پام سپکه ونه ښوروې خوله
په رنګ ښايسته یې ، نسې خواره خستکه
زردالو غوندې خوږه يې ترخه دی نسې مندکه
د ښې ناوي بخت دي د هغې په خپله ټنده
نه چې ټوله ورځ وې په کورکې په منډ ه
ټینګ ټینګ لمونځونه د هغوی مخي ته کوه
غټ غټ پوړني پر سر د هغوی مخي ته کوه
چې ونه وايي ښارې ناوې سره کافره ده
یا کبرجنه ده د خدای او رسول منکره ده
خپله ژبه کړه په ښو نومونو آ موخته
لومړی ترهر څه پر میړه دي نوم کښېږده
پرمیړه باندې ښه نوم ایښودل دی ادب
نور هیر کړه د ښار د خلکو دابد عادت
په کلي کې میړه څوک نه بولي په نامه
په هغه یو ښه عشقي مشقی نوم کښېږده
دل آغا یا قند آغا یا جان آ غا یا سردار اغا
آغا لالیه ، یا آغا ګله یا یا بریتو بادار آغا
دناوي دتخت درېيمه چې سوه په ختمیده
ناوې دټولو مخي ته ودریده په نفلي لمانځه
نا ببره يې د بهره راغی میړه رحمت الله
دهغه په لیدو یې له خولې ووته سبحان الله
دلمانځه په پای کې ناوي وګرځوئ سلام
د میړه د احترام لپاره يې بدل کړئ کلام
راسته خواته یې مخ کړ، ول اسلام علیکم جان آغا
چپه خواته يې مخ کړ ،ول اسلام علیکم جان آعا
***
دلته ځینې په سیاسی لمونځو ځان بولي مسلمان
پخوايې لا شیطان هضم کړې ده سمبوسه د ایمان
یوازې په ښو نوموو غولوي خپل ځان او نړۍ
استنجاه کله کیږي په دې بې څوښکه بدنۍ
دیموکراسي ده ، دښځو آزادي ده، نسته یرغلګر
دا مقام اوشته يې له دې نوموله برکته کړه برابر