احساساتي وياړونه او بې پوښتنې پښتو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67653
بصيرالحق عادل
دخبریدو نیټه : 2017-02-23

 


نن چې مې فېس بوک خلاص کړ نو د نورو موضوعاتو ترڅنګ د ژبې د نړيوالې ورځې مبارکۍ تودې وې. پښتنو ځوانانو، ليکوالو، ښوونکو او پښتو خواخوږو هم هر يوه پر خپلې پاڼې ليکلي وو، پر پښتو وياړ کووم، وياړم چې پښتون يم، پر پښتو ليکل کووم او. . .

دا سمه خبره ده چې پښتو ژبه ډېره لرغونې ده. نويو څېړنيو ښودلې چې اوه زره کلن تاريخ لري، زرګونه کتابونه پکې لرو، د کمپيوټر او مبايل ژبه شوه او په تېرو لنډو ورځو کې خو ګوګل ژباړن ته هم داخله شوه خو پوښتنه دا ده چې ولې موږ دومره شاته پاتې يو او ژبه مو چې بايد لسيزې وړاندې داسې حالت کې وای لکه اوس چې ده؟

کله چې د ژبې اړوند کومه ورځ وي او يا د ژبنيزو مسايلو کومه موضوع توده وي نو پر ټولنيزو رسنيو دومره دعوې او وياړونه کېږي چې لوستونکی داسې فکر کوي چې په دې نړۍ کې مخکښه ژبه همدا پښتو ده او لکه په نورو ژبو چې څوک نه پوهېږي.

اصلي خبره دا ده موږ ډېر احساساتي خلک يو، زموږ ځوانان دومره احساساتي دي چې ساری يې نه ليدل کېږي. که موږ د خپلو احساساتو اتيايمه سلنه هم عملي کار کولی نو اوس به د نړۍ د لويو لويو پوهنتونونو او علمي مرکزونو د مضامينو د لوست ژبه پښتو وای.

زموږ په ټولنه کې داسې ځوانان کم موندل کېږي چې په عملي او علمي ډګر کې ژبې ته خدمت کوي، شعارونه يې کم وي. پر رسنيو ډېر نه بريښي د احساساتو په پرتله يې زغم ډېر وي.

د دا دويمه ډله خلکو برکت دی چې پښتو هم اوس خلک د يوې ژبې په توګه پېژني، يوازې د سيمې په کچه نه، بلکې د نړۍ په کچه، خو کاشکې څومره چې پېژندل کېږي هومره کار هم ورته شوی وای.

پر ټولنيزو شبکو يو شمېر دغه ډول کسانو چې د ژبې د علمي کېدو او غني کېدو ارمان يې زړه نا ارامه کړی همدغه ګيله کړې وه. موږ بې له شکه چې خوږه ژبه لرو، خواږه ادبيات لرو خو په علمي ډګر کې موږ ډېر وروسته پاتې يو. موږ په خپله ژبه کې د علمي کتابونو له دومره کمښت سره مخ يو چې يوه کوچنۍ تحقيقي مقاله که ليکو هم به د نورو ژبو ماخذونو ته سر ورښکاره کوو او ګټه به ترې اخلو.

يوه بله مهمه خبره چې زموږ په ټولنه کې يې ژبه شاته والي ته مجبوره کړې ده اقتصادي ضعف دی. زموږ د ټولنې شتمن خلک يا د خپلو شتو په حساب کتاب کې ورک دي او يا د ژبې پر اهميت، ارزښت او ګټه نه پوهېږي. زموږ خلک چې اوس له ګڼو ننګونو سره مخ ده لوی لامل يې بې علمي ده. دولت مو په دې نه دی توانېدلی چې هرې سيمې ته ښوونيز بهير وغځوي شتمن خلک مو په دې برخه کې په درانه خوب ويده دي.

زموږ اکثره ليکوال او څېړونکي چې خپله ژبه کې يې ګڼ شمېر علمي کتابونه ليکلي دي اقتصادي ضعف سره مخ دي.

يوازې زه خپل تر لسو ډېر ملګري پېژنم چې په علمي تول پوره، ګټور او داسې کتابونه چې د ژبې د مختګ لامل کېدلی شي ليکلي خو د چاپ د وس نه لرلو له امله دوړو او ګرد وراسته کړل.

که شتمنو خلکو مو يوازې د دې پر ځای چې خپل شهرت او نوم لپاره پيسې ولګوي، علم، ادب او فرهنګ ته يې هم لږ کار کړی وای او يا يې وکړي نو ژبې به د دوی دا احسان تر پېړيو پېړيو په کتابونو کې خوندي کړی وای.

يو شمېر سوداګر شته چې ځينې کتابونه يې چاپ کړي دي خو هغه به هم ښايي په ډېرو زاريو، ننواتو او يا به يې د نوم په خاطر. زما وړانديز دا دی چې دا دې يو فرهنګ دود شي، زموږ په ټولنه کې سوداګر او کاروبار لرونکي خلک د خپلو پيسو يوه برخه د علمي کتابونو چاپ ته ځانګړې کړي ترڅو مو ژبه، ټولنه او اقتصاد پرمختګ وکړي.

په منظم ډول د پښتو ژبې د پوښتنې څوک نشته، دا ژبه پېړيو پېړيو راهيسې بې پوښتنې پاتې ده، هر څوک چې څه وغواړي پرې کوي يې. نه يې چا لغوي، لهجوي کان وپلټه او نه يې چا يووالي ته کار وکړ.

خوشال بابا خو پېړۍ پېړۍ وړاندې هسې دا خبره نه ده کړې چې:

چا يې پلو له مخې ليرې نه کړ

پښتو لاهسې بکره پاتې ده.

پلو له مخ ليرې کول، لومړی د لوستو او پوهه خلکو کار دی چې په علمي ډګر کې کار وکړي چې مخکې ما يادونه وکړه يو شمېر ځوانانو دا کار کړی دی خو هغه له دې امله پټ پروت دی چې دويمه برخه مسؤل خلک چې شتمن دي دوی يې لاسنيوی نه دی کړی، خو بيا هم د تشو شعارونو، ویاړونو پر ځای بايد کار وکړو، دومره ډېر کار وکړو چې دا ژبه مو يوازې په خپل هېواد نه بلکې په نورو هېوادونو کې هم د لوست، مطالعې، څېړنې او پلټنې ژبه شي او دا ورځ ليرې نه ده.