په پاکستان کې له څو پرله پسې چاودنو وروسته په ډېر جديت پاکستاني پوځ د افغانستان او پاکستان ترمنځ پوله وتړله، حتا خپلو سرتيرو ته يې امر کړى چې که چېرې چا په پوله د اوښتو هڅه وکړه، نو هغه دې وويشتل شي.
د پاکستان له دې کار سره ډېر خلک په ستونزه کې پرېوتل، ځکه د پولې دواړو غاړو ته ډېرى خلک ايسار پاتې دي او ډېرى مالونه چې له پاکستان څخه افغانستان ته راتلل په موټرو کې بار ايښي دي.
پاکستان په دې پوهېږي چې دا پلانونه چېرته جوړ شوي او مواد ورته چېرته اخيستل شوي او کارولي دي، په داسې حال کې چې په پوله هره ورځ عادي خلک اوړي را اوړي، خو د دوى اصلي مقصد دا دى چې خلک وزوروي، ځکه د لارې له بنديدو سره سم د افغانستان په مارکېټونو کې له شنې ترکارۍ واخله تر اوړو او غوړيو پورې په هر شي يې منفي اغېز وکړ او نرخونه ورسره پورته شول.
که له يوې خوا دا د پاکستان يو کرغېړن او له انسان دوستۍ لرې عمل دى، دلته ډېر خلک له ستونزو سره مخامخ شول، خو دا ځلې بايده ده چې د دوى له دې اقدام څخه مننه وکړو، ځکه که لږه هڅه وکړو نو دا ځل مجبوريت مو کېداى شي د دايمي توليد سبب شي، که چېرې افغانان لږ همت وکړي نو په دې بې خيرۍ کې د دوى خير پروت دى.
هغه په دې دليل چې افغانستان بې شمېره باکره ځمکې لري او دومره اوبه هم لري چې دوى خپل حاصل پرې ثمر ته رسولى شي، خو د دې هېواد په خلکو داسې لټي او نارستي حاکمه شوې چې ابادې ځمکې ترې شاړې شوې او د روانو اوبو ويالې ترې وچې شوې، يوازې يې خولې د پاکستان اوړو، غوړيو، دالو، شنو ترکاريو، تازه مېوو او غير صحي پاپړو ته نيولي وي.
په تېرو وختونو کې هم پاکستان داسې اعمال په مکرر ډول تکرار کړي دي، خو په هغه وخت کې موږ له احتياجۍ سره خوا کې زيانونه هم ليدلي، لکه تير کال چې د مېوو ډک موټر مو په سرحداتو کې تر هغې ودرول شول چې مېوې يې خوسا شوې، خو دا ځلې يې په داسې وخت کې پوله وتړله چې د کرنې ډېرې ښې شپې ورځې دي، افغانان بايد د لاريونونو، ګيلو مانو او خپګانونو پر ځاى بېل او کرکۍ په مټ کړي، د هېواد ټولې ځمکې وکري، حتا د غرو لمنې او د کورنو مخې دې وکري، سربندونه دې راوتړي ويالې دې پاکې کړي، ترڅو سږ کال د پنجابي اوړو پر ځاى مو ترټي او کندوان له وطني غنمو ډک شي.
دا ځل مو موقع ده، که چېرې دا موقع مو له لاسه وکړو او د دې ناکام په مټ مو خپل احتياج رفع نه کړو، ښايي بيا دومره په اسانۍ داسې ښه چانس پيدا نه کړو.