هر نظام ځانته ځانګر تيا وي لري ، خو خلګ هميشه له حکومتونو غواړي، چي دوي ارام او هوسا ژوند وکړي.
حکومت هم کوشش کوي، چي د خلګو غوښتنو ته په پوره دقت غوږ ونيسي،دولتونه هم کوشش کوي چي ملتونه يي ارام او حکومت ته ستونزي جوړي نه کړي.
دهر نظام مسولين پر خپل وخت دخپل ولس لپاره د کارزمينه برابروي او د بهر څخه مرستي راټولوي، غټي او کوچني پروژې د خلګو د هوسايني لپاره هم شروع کوي.
په دي ورستيو کي اقتصادي مافيا د خلګوژوند ته لوی ګواښ دی، ځکه په تيرو کلونو کي د لوي کندهار سره د مور او ميري چلند کيدی، زما ښه په یاد دي، چي هره ورځ چاودني ، جنګونه ،وژني ، بيکاري زموږ د خلګو اعتماد پر نظام کم کړي او اوس چي دلوي کندهار په بيلا بيلو ولايتونو کي جنګونه تر ښارونو را رسيدلي دي يوازي د کندهار په ولايت کي ۱۵۳ باب مکتبونه بند دي، د هلمند، روزګان او زابل خو به څه نه وايم.
اوس بیا په دغه ولایت کي د بيسوادي تر څنګ بيکاري، د ۲۲۰ باب فابريکو تړل او هلته تر ۴۰۰۰زيات خلګ بيکاره کيدل دا د يو بل ناورين فصل دی.
زه پردې ویریږم، چي د هوا د ګر ميدوسره به خدای مه کړه له بي روزکارو ځوانانو څخه مخالفين په خپله ګټه کار وانه خلي او بيا به له يوداسي حالت سره مخ سوي یو، چي نه به دولت ددوي ږغ او ري او نه به خلګ ددولت پر وعدو غوږ ګروي.
اوس اقتصادي مافيا داهڅه کوي،چي په څنګه ډول خلګ بيکار کړي اوپه دې وزګارتیا کي، چي موږ زراعت اوصنعت ونه لرو، نو واضح خبره ده،چي خلګ به مو مخ جنګ ته اړوي.
یوڅه وخت ترمخه د روزګان ولایت دهراوت ولسوالۍ ته تللي وم له خلګو په خبرو کي راته وويل، دهراوت ولسوالۍ ۳ غټي ویالې او مرکز ترینکوټ بیا د اوبو لويي ویالې لري.
خلکو ویل دا لس ویالې د رود اوبه، په کوچنیو ویالو کي باغونو ته ور کوي اوس چي جنګونه شروع سوي ټولي ویالې بندي سوي.
که غور وسي، چي ویاله بنده سوه سمدستی باغ وچ سواودباغ له وچیدو سره بزګران اړ کیږي، د بېلچې پرځای د اولادونو د نس مړولو لپاره ټوپک اوږې ته واچوي او د جګړې اور ته لمن ووهي.
د روزګان په مرکز ترینکوټ کي هم خلکو راته وويل، ټول مکتبونه يې د زده کوونکو پرمخ تړلي دي، چي معلم حاضري نه امضا کوي مکتب نه وي متعلم نه وي خلګ او په ځانګړي ډول ځوانان په خپله د ټوپک اوچتولو ته اړ کیږي او اړسوي دي.
د روزګان ولایت په سفر کي ما داسي څه ونه لیدل، چي د ولس باور ترلاسه اوخلګ پر را ټول سي ټول خلګ د نامعلوم راتلونکي لپاره سترګي په لار دي، خو سبا ورځ بيا هم کومه هیله نه وه، یوازي کډي هر ورځ له خپلو سیمو راوتلي او پرځای به يې د جګړې مورچلونه ودانېدل.
ددغه ولس بس دغه ژوند دی، په هر کور کي يو، دوه يا دري کسان وژل سوي دي او چايې پوښتنه لاهم نه ده کړې، نو ځکه وایم، چي پر دي وطن د ي الله ورحميږي اوبس.