د ملي امنیت لوی ریاست منسوبینو په میدان وردګو ولایت کې طالبانو ته منسوب د نظامي ډلي غړی محمد لاهور د محمد عزیز زوی چې په یو لړ پټو اطلاعاتي چارو بوخت وو نیولی دی.
دملي امنیت اداره وائې چي نوموړي په پټ ډول د ملي امنیتي ځواکونو د پوستو او نورو بنسټونو د موقعیت، د سرتېرو د شمېر او د یادو بنسټونو د اکر په هکله مالوماټ ټولول چې د یادو مالوماتو پر بنسټ به د طالبانو له لوري په یادو بنسټونو ډله ییز بریدونه ترسره کېدل
طالبانو تر اوسه په دې هکله څه ندي ویلي