فرخنده باد خاطره فراموش ناشدنی هشتم مارچ روز بين المللي همبستگي زنان جهان .
دهيوادپياوړو قهرمانوخويند اوميندو ! تاسو اوستاسو په وسيله دنړۍ دټولو تر ستم لاندې او زوريدلو ښځو ته دښځو دنړۍ وال پيوستون دتاريخي ورځي دجشن په مناسبت په وطنې اوانسانې مينه دزړه له کومي مبارکی وړاندې کولوسره ، ستاسو اودنړۍ دټولوترستم لاندي باغيرته ښځو لپاره دحق دتر لاسه کولو ،جنسې ستم او تبعيض دپاي ته رسولو پر ضد مبارزې په لاره کښې دزياتو برياوغوښتنه کوو.
دمارچ داتمي تاريخي ورځ ډير پخوانۍ او دردونکی تاريخ لري چي ددې ورځي دياد اودرناوې نه اوس نږدي ((۱۶۰)) کاله تيريږي،خو ددي ورځي ياد دنړۍ دښځو دفداکاريو،تلاښونو،سرښندونو اوقربانيو په پايله کي تر اوسه تازه اوتل پاتۍ ساتل شوۍدی .
ښځې زموږ دنړۍ نيم نيمايې جوړه وي مگر تر اوسه دغه نيم نيمايې ته چا ددوي انساني حق ندۍ ورکړی او نه هم په ډيروځايوکې دانسان په ستر گه ورته کتل شوي دي. ښځي تراوسه دنړۍ په گوټ گوټ کې تر ستم اواستثمارلاندي ده دمختلفو تعصوبونو اوتبعيضونو پر اساس په ټولنه کي دمساوې او برابر حق ددرلودلو څخه محرومې پاته دې .
ښځه اوپيغله د تعليم،تحصيل،دکار او شغل دټاکنو، د نارينه وسره دگډ اوبرابرکار دحق او حتا دسرنويشت دټاکلوپه موخه خپلي ارادې او عقيدي دبيانولو څخه محرومې گڼل شوي دي .
زموږ په هيواد کې دعنعنو او عقيدوڅخه په ناروا گټه اخيستنې سره افغانې ښځې تر بل هر هيواد دژوند له ټولو سياسي ،اجتماعې، فرهنگې آزاديو اوحقو قو نه محرومي دي او په ټولنيز ژوند کښي دښځو ومقام اوارزښت ته په ټيټه سترگه کتل کيږي .تر اوسه ښځه دکور بندي او لکه غلام په بدو کې ورکول کيږي ، جرم نارينه کوي ولي د جزاليدو مکلفيت يې دخواري او بيچاره ښځي پرغاړه دۍ ،افغانې ښځې دژوند هغه ناخوالې زغمی چي اوريدل يې انسان ته روحې ټکان ورکوې .
ددغو غير عادلانه کړونو او برخوردونو په مقابل کي افغاني ښځې چوپه خوله ندي پاته شوي او دنړۍ دنورو ښځو په شان يې دخپل روا اوانسانې حق غوښته کړې او پدي لارکښي يې قربانۍ ورکړي ، افغاني ښځې دمبارزو او قهرمانيو لوي او روښانه تاريخ لري چي هيڅ تيرۍ کونکۍ او جابر نشي کولاي پر هغه سترگي پټي کړې . روښانه بېلگې یې ،نازو انا ،زرغونه انا ،لويه ادي ،سلطان رضيه ،گوهر بيگم ،آمنه فدوي ، راوروسته نوري په سلهاو قهرمانې يې ژوندی او څرگند مثالونه دي . افغاني ښځو په افغانستان کې د1343 هجري شمسي کال داساسي قانون تر تصويب نه وررسته دامکان پيداکړ چي دمارچ داتمي تاريخي ورځې دخاطرو ياد دنړۍ دنورو ښځو په شان د لاريونو او شاندارو غونډو په جوړيدو سره وکړي ،پدي کار کي دروڼ اندو نر او ښځو،چپو او دموکراتو گوندونو تلاښ او فداکارې دقدر وړده . همدا روڼ اندي وه چي دوخت دحاکمانو څخه یې دښځو دحقه حقوقو اوطبعي آزاديو دتر لاسه کولو په خاطر په هيواد کي د نسوانو دنهضت دپياوړتيا او پرختيالپاره نه ستړي کيدونکې کارونه او تلاښونه سرته ورسول،دغه نسبی آزادي چي همدا اوس تاسو افغاني ښځې لری داستاسو پشان د افغاني ښځو دمبارزو او قربانيو برکت دۍ ، کنه داسي ډير ځواکونه شته چي ښځي ته دحق او آزادۍ ورکولو سره سر سختانه مبارزه کوي .
گرانو خويندو! دمارچ اتمه تاسو اونوروهغو ته چي دښځو دستم ،ظلم او ټولنيزي نا انډولۍ او تعصوبي برخوردونو مخالفو روڼ اندو ته دا مکان ورکوې چي ستاسو په طرفدارۍ اواز پورته کړي ،څرنگه چې دا ورځ دښځو دقهرمانيو او قربانيو په نتيجه کې اوس ديونيسکو او ملگرو ملتو دسازمان لخوا په رسميت پيژندل شوې پدې ورځ دنړۍ ټولې راډيويې ،تلويزيوني خپروني او مطبوعاتي نشرات دښځو دژوند او دهغي دحقوقو په هکله نشرات اوخپرونې کوي چي دهغي جملې نه زموږ په هيواد کې هم سږکال داکار دتېر پشان کيږي مگر يوازي جشنونه او يا په دولت کي ښځوته دڅو فرمايشي څوکيو ورکول زموږ دزوريدلو اوتر ستم لاندي ښځو کوم دردنشي دوا کولاي ؛ لازمه ده دقانون پر بنسټ دښځو د حقوقوسياسي اوټولنيزي مسلي دحل په منظورد هغوي سره دهر ډول جنسي اوعقيدوی تبعيض دلمنځه وړو او ښځو ته داسلام دپاک دين ، زموږدټولنې دسپيڅلو غير افراطي عنعنواونړيوالو سالمو اصولو په نظر کې نيولوسره دښځو پر خلاف دهر ډول تبعيض،تعصب او جنسي ستم پر خلاف ديوه مترقی قانون دپلي کولو په مټ مبارزه وسي .
ښځې ته په پښتوکې ((کور ودانه )) وايي اوداپر حق نوم دۍ چي ښځې ته ورکړه شوۍ دی ، نو کله چي هغه کور ودانه وي ،هيوادهم ودا ن نولاي سي . هغه څوک چي په رښتيا دهيواد دودانولواوافغانانو دسوکالۍ سره علاقه لري نو دبنسټپالو اډيالوژي گانو،عقيدو او ښځوسره په يوه او بل نامه اوبهانه دتعصب نه ډک برخورد اونظرياتو پر ضد مبارزه يې سپيڅلي دنده ده . افغانه ښځه بايد دبنسټپاله تعصوبونواو خرافاتو له توروزندانو نه راووزئ او ديوې باشرفه ،سپيڅلي ،افغاني او مسلماني په توگه دهيواد په بيا رغاونه اوجوړونه کښي دنارينه و سره يوځاي اوږه پر اوږه فعا له او برابره ونډو واخلي . دا دوي ملي،انساني ، اخلاقي او اسلامې حق دی . ددغه حق او آزادۍ نه ورکول بشري ستر جرم او دبشر پرحقوقو بربنډ تيرۍ دۍ .
تل پاتې دې وي دافغانې او نړۍ والو ښځو دپرحق مبارزواو قهرمانيوخاطره
ددوستۍ دفرهنگي ټولنې د مشرتابه جرگې په استازيتوب حبيب الله غمخور ه