د عامې روغتيا رياست مسوولين وايي، چې د ياد کمپاين پر مهال به په ختيځ زون کې يو ميليون او دوه ويشت زره له پنځو کالونو کم عمره ماشومان واکسين شي..
د پوليو يا ګوزڼ ضد درې ورځنی کمپاين د يکشنبې په ورځ د ننګرهار ولايت د ښځو چارو رياست کې څو ماشومانو ته په خوله کې د واکسين دوو څاڅکو په اچولو سره پيل شو..
د عامې روغتيا رياست مرستيالې ډاکټرې مقدسې معراج وويل، چې د ياد کمپاين په ترڅ کې به په ختيځ زون کې يو ميليون او دوه ويشت زره له پنځو کالونو کم عمره ماشومان واکسين شي.
د معراج په وينا يواځې په ننګرهار کې به شپږ لکه څلور زره ماشومانو ته د پوليو يا ګوزڼ ضد واکسين تطبيق شي.
د عامې روغتيا رياست مرستيالې وويل، چې د دې ولايت په کوټ، اچين ، هسکې مېنې او پچير اګام ولسواليو کې د امنيتي ستونزو له امله شاوخوا پنځلس زره ماشومان د واکسين له تطبيق څخه پاتې کيږي.
د ننګرهار ولايت د ښځو چارو رئيسې انيسې عمراني او د حج او اوقافو رياست استازي له قومخورو او ديني عالمانو غوښتنه وکړه ،چې د پوليو واکسين په تطبيق کې روغتيايي کار کوونکو سره همکاري وکړي.
دوی د ټولو کورنيو په مشرانو غږ وکړ ، چې واکسين کوونکو ټيمونو ته خپل ماشومان د واکسين د تطبيق په موخه ور وړي