مالیې وزیر اکلیل حکیمي، نن د نړیوال بانک له رئیس او د یاد بانک د نړیوال بازار له مالي او اجرائیوي ټیم سره وکتل.
په دې لیدنه کې د هېواد اقتصادي پیاوړتیا کې د مالي او بانکدارۍ بنسټونو پر اهمیت او رول د کوچنیو او منځنیو سرکتونو په ګډون د خصوصي سکټور پر پرمختګ او ملاتړ خبرې وشوې.
همدا شان په دې لیدنه کې د نړیوال بانک له ټیم سره د دولتي بانکونو پر معیاري کولو او ملاتړ لازمې مشوري وشوې.