که چیرې دمیاخیلو دنسب شجره په غورسره وڅیړو نو جوته به شي چې میاخیل لودي پښتانه دي چې د پښتنو دلودي ټبر دلواڼي یا نوحاني اولاده ده . لواڼي دوې میرمنې درلودلې چې یو ه یې (شیرۍ) او بله یې (تورۍ) نومیدله چې میا خیل د لواڼي ددویمې میرمنې (تورۍ )اولاده ده.(۱)
په تاریخي کتابونو کې میا خیل دمي خیلو ، میان خیلو اوما یخیلو په بڼه هم لیکل شوي دي .
دتاریخي موثقو او کره روایاتو پر بنسټ میا خیل په پيل کې دسلیمان خیلو په سېمه کټواز کې اوسیدل چې ددغې سیمې په جنوبي برخه کې یې یوه اندازه دکرنې ځمکې هم درلودلې .دوی په پیل کې پوونده کوچیان ووچې دهند ، بخارا ، چین او ایرانه پورې یې دخپلو اوښانو په ذریعه سوداګریزکارونه کول او له یوې سیمې نه به یې بلې سیمې ته دخپلواوښانو په ذریعه وریښمین ، زربفت ، سنډی او سپڼسین ټوکران لیږدول .
لکه چې دمخه وویل شول میا خیل په پیل کې دکټوازپه سیمه کې مېشته ول او په ژمي کې د دامان او ټانک سیمو ته چې په اوسني وخت کې دپښتونخوا په دیره اسما عیل خان کې پراته دي تګ راتګ کاوه. وروسته غلجیو سلیمان خیلو دوی له کټواز نه وشړل اوله هغې سیمې نه یې دوی بیدخله کړل.
مخکې تردې چې میا خیل ددامان ددرابڼ او چودهوان پر سیمو میشته شی تر هغو وړاندې پردغې سیمې سرواڼیو پښتنو استوګنه درلودله.وروسته بیا دبختیار دقبیلې هغه مالداران چې دمیا خیلو سره په ښه او بده کې شریک ووسرواڼیو ته ماتې ورکړه او بیا یې دمیا خیلودقبیلې په سلا او مشوره په ګډه سره پر دغې سیمې خپله ولکه ټینګه کړه او ددغه ځای للمي ځمکې یې په خپلو منځوکې پر څلورو برخو وویشلې ،درې برخې ځمکې یې میا خیلو ته ورکړې او څلورمه برخه بختیارو پښتنو ته په لاس ورغله او هغه ځمکې چې دویالو په ذریعه خړوبیدلې هغه یې هم په خپلو منځو کې سره وویشلې .(۲)
دمیا خیلو قبیلوي جوړښټ او ښاخونه او څانګې:
که چیرې دمیا خیلو دنسب شجره وګورو نو دوی لومړی په دوولویوښاخونو ویشل شوي دي چې یویې( سین خیل) اوبل یې ( سوټ خیل) دي چې دغه دواړه لوی ښاخونو برډیرو نورو څانګو ویشل شوي دي چې دځینو نومونه یې دادي :
۱- دسین خیلو څانګې او خیلونه : زکوړي ، وړوکي، عمرزي ، ابا خیل ، مو سی زي ، اکا خیل ، بروزخان خیل .
دسوټ خیلوڅانګې او خیلونه : شادي خیل ، سید خیل ، شاهي خیل ،ملا خیل اوبلوڅ خیل، چې بیا( شادي خیل) په بیګو خیل او تتر خیلو او (سید خیل) په تاروخیلو او غلام خیلواو( شاهي خیل )په خلیل خیلو ، علی خان خیلو او قمر خیلو باندې ویشل شوي دي . (۳)
همداراز طاوس خیل ، خدوخیل او یعقوب خیل هم دمیا خیلو دقبیلې څانګې دي .
دتاریخ په حواله کله چې المتو کل علی الرحمن سلطان بهلول لودي په ۱۴۵۰زیږدیز/میلادي کال په هند کې د لودي پښتنو دواکمنۍ بنسټ کیښود او دډیلي واکمن شو دلښکرو لویه برخه یې دمیا خیلو نوابان وواو سلطان بهلول لودي په هند کې ورته لوړې لوړې سرکاري دندې او ډیرې سیمې دجاګیر به توګه ورکړې وې .
کله چې په هند کې دلودیانو دریم اووروستي واکمن سلطان ابرهیم لودي دمغولي بابر له لاسه دپاني پت په تاریخي ډګر کې ماتې وخوړله.نوددغو نوابانو ډیر شمیر بیرته خپل اصلي ټاټوبي درابڼ ته راستانه شول اوبیرته یې خپلې زړې مینې ودانې کړې او پوونده کوچیانو یې دپخوا په څیر له ډرابنه غزني او دافغانستان نورو سیمو ته تګ راتګ پیل کړ چې دتاریخ حیات افغاني په قول: دپوونده وو میا خیلو سوداګر ډیر شتمن خلک وو او ترنورو پوونده کوچیانو میا خیلو تر ټولو لیرې ځایونو پورې په سوداګرۍ لاس پورې کړ چې دبخارا او کلکتې پورې به یې سوداګریز کارونه ترسره کول.
ټولو تاریخ لیکونکو لکه ارواښاد محمد حیات خان په خپل تاریخ ( حیات افغاني ) کې ،ارواښاد ظفرکاکا خیل په خپل تاریخي اثر( پښتانه دتاریخ په رڼا کې ) او ارواښاد شیر محمد خان ګنډاپور په خبل کتاب ( تواریخ خورشید جهان ) کې دمیا خیلودقبیلې دخلکو ډیره ستاینه کړې ده او دوی یې دینداره ، خوش مزاجه ، دنرم طبیعت خاوندان ، په سوداګریزو معاملاتو کې دښه چلند خاوندان او بې آزاره او نیک خلک ښودلي دي .
میا خیل په مجموع کې دعلم اوپوهې سره زیاته مینه لري .له همدې کبله په دوی کې دعلم دبیلابیلو څانګو خاوندان لکه: لیکوالان ، شاعران ، انجنیزان ، داکتران او لوی دیني عالمان شتون لري.
د میا خیلودقبیلې هره څانګه ځانته خان او ملک لري چې دغه خانان او ملکان دخپلو خلکو تر مینځ لانجې او شخړې اواروي او میا خیل په مجموع کې دخپلو دغومشرانو د فیصلو او پریکړو درناوی کوي .(۴)
تاریخ حیات افغاني دمیا خیلو دخانانو په اړوندله نن ورځې ۱۶۱کلونه وړاندې داسې لیکي : ددرابڼ په سیمه کې دمیا خیلو خاني ددغې قبیلې دسیدخیلو دڅانګي دخدوخیلو کورنۍ په لاس کې ده چې مشر یې عظیم خان دی او له سرکاره یې په کال کې زر روپۍ تنخواه اخیستله او هم دمیا خیلو قبیلې دموسی خیلو دڅانګې خان او ملک میر علم خان دی.همدارازا تاریخ حیات افغاني له نن ۱۶۱ کلونه وړاندې ددوی شمیردرې زره کورنۍ ښودلی دی.(۵)
دامیردوست محمد خان دواکمنۍ په وخت کې دمیا خیلودقبیلې مشر سیدخان میا خیل وچې اوس دهغوی پرځای عطا ءالله خان ،ثنا ءالله خان اوعمر فاروق خان میا خیل ددوی مشران دي .
میا خیل نه یوازې ددیره اسماعیل خان ددامان په سیمه کې میشته دي ،بلکې ډیر شمیر میا خیل دافغانستان په غزني ، کابل ، ننګرهار،کونړ، لغمان ، بغلان ، کندز ، روزګان، کندهار، غور ، بادغیس، پکتیا ، پکتیکا، خوست ، وزیرستان، پيښور او دجنوبي پښتونخوا په کوئیټه ، دامان ، ژوب او بوري کې هم استوګنه لري .ځینې میا خیل په هند ، پاکستان ، ایران او کشمیرکې هم میشته دي .
دکابل ولا یت جنوب ته دموسهي په ولسوالۍ کې هم دمیا خیلو دوه کلی چې میا خیل پښتانه پکې میشته دي شته چې یو یې بر میا خیل او بل یې کوز میا خیل نومیږي چې زیاتره یې دمیا خیلو دقبیلې دیعقوب خېلوپه څانګې پورې اړه لري چې ددغو دواړو کلیو په هریوه کلي کې دپنځوسو او شپیتو تر مینځ کورنۍ میا خیل میشته دي.(۶)
ددې مقالې په لیکلو کې مې له لاندنییو کتابونواو منابعو نه ګټه اخیستلې ده :
۱- پښتنې قبیلې ، ډاکټر لطیف یاد (۲۶۷-۲۶۸ مخونه)
۲- حیات افغاني ، دډپټي حیات محمد خان لیکنه ، دډاکټر لطیف یاد ژباړه ،۳۱۱-۳۱۲ مخونه.
۳- دپښتنو قبیلو شجرې او مینې ، دپوهنوال محمد عمر روند میا خیل تالیف،۲۷۸ مخ
۴- نوموړی اثر،۲۸۰ مخ.
۵- تاریخ حیات افغاني ، ۳۱۲ مخ.
۶- دکابل دموسهي دولسوالۍ دمیا خیلو په اړوند دښاغلي عطا محمد میا خیل صیب رالیږل شوي معلومات.