یو پلو په کابل کي دملي یووالي اداره دافغانستان په اړه دجمهور ریس ټرمپ فیصلي ته سترګي په لاره شیبي شماري بل خواته په سپینه ماڼی کي دټرمپ په میز دافغانستان دجګړي دوسیه دجمعي دمړي غوندي په یو او بل سپارل کیږي.
دغه سیاست دډیرو خلکو سره ډول ډول پوښتني پیداکړي، دوه سوالونه څښت زیات بنسټیز دي: اول : ایا امریکا په افغانستان کي پاتي کيږي؟
دویم: او که امریکا دافغانستان نه دخپو دسپکولو لار لټوي.
په سپینه ماڼی، بهرنیو چارو وزارت، دفاع وزارت او امریکایی وګړو کي دافغانستان دجګړي په اړوند دري نظرونه شتون لري.
۱-ځني متقاعد جنرالان، محافظه کاره وکیلان او دجنګي پروژو ټیکداران په دي عقیده دي چه دافغانستان جکړه دي دغوره شوی ستراتیژی تر سرته رسیدو پوري مخکي یوړل شي، دوی دولت ته وړاندیز کوي پروا نه لري که اړتیا پیداکیږي افغانستان ته دي په همغه وخت دوه زره یا دري زره سرتیري واستول شي.
دهدف مندي جګړي په خاطر دي له هوایی ځواکونو څخه استفاده وشي او دبن دکنفرانس په چوکاټ کي دراټاله شوو ډول ډول مذهبي، قومي، تنظیمي او سیاسي ملیشو نه دي هراړخیز ملاتړ ته دوام ورکړل شي.
دافغان ستونزي دحل لپاره دمنطقوي ستراتیژی تیوري همدغي ډلي راپورته کړي، هسي خوافغانستان د۲۰۰۱ کال نه راپه دي خوا دسیمه اییزي ستراتیژی په وسیله دناټو په لمن کي اچول شوی، دښاغلی کرزي نه رانیولي تر ښاغلي احمدزي پوري په برخو ویشل شوي حکومتونه او دهر هغي نه دخارجي دولتونو ښکاره ملاتړ یی ښه مثال دی.
دا چي دپنتاګون زاړه جنرالان په نوي جنګي تیزس کي منطقوي ستراتیژی ته څه رنګ ورکوي؟ کومه جغرافیه او کوم هدفونه په کي یو ځای کیږي هغه څه دي چه پرته له دوی یی بل څوک نه شي تعریفولای.
دسیمییزه ستراتیژی دنوي تعریف نه دوه اټکلونه ډیر راڼه بریښي:
لمړی نظریه:-دامریکا په کانګرس کي ددفاع دوزیر دوینا نه معلومیده چه دانوي ستراتیژي ترډیره حده دداعش دجګړه ماري ډلي دخراسان دخلافت سره بي پیونده نه ده چه منځني ختیځ یا دخلافت مرکز کي دروسانو دمداخلي له امله ماتي وخوړه او افغانستان کي دافغاني طالبانو ترګوزار لاندي ده. همدغي مسلي دروسانو او طالبانو ترمنځ دملګرتوب یو خام پل جوړ کړی.
دداعش په مقابل کي زمونږ دسیمي شاوخوا دیرش دولتونه یا یوشان دریځ لري او یا دیووالي خواته حرکت کوي، دمرکزي اسیا، قفقاز حوزي جمهوریتونه روسیه، چين، ایران، پاکستان او هندوستان ګام په ګام په یو منطقوي قدرت بدلیږي.
له دي امله چه دوی سره ډار موجود دی وایی په افغانستان کي دملي ولسي دولت نشتوالی به ددي هیواد خاوره دداعش په هغه ځاله بدله کړي چه ټوله حوزه به په کي اور واخلي.
۲-ناشوني نه ده که چیرته دامریکا متحده ایالات وغواړي په سیمه کي دپوځي سیالی ځای اقتصادي سیالی ته خوشي کړي په دي صورت کي سولي ته اړتیا ده اود افغانستان سوله دسیمي ددولتونو دهمکاری او ګټو ته ددرناوي نه پرته ناممکنه ګڼل کیږي.
دویمه نظریه:- دټرمپ نه رانیولي دسپیني ماڼی دیوي برخي چارواکو، غټو پوځي افسرانو، سناتورانو او مهمو دپلوماتانو پوري حسابي سیاستوال په دي باور هم دي چه امریکا دافغانستان جګړه نه شي ګټلی خو امریکا باید دافغانستان دجګړي بایلونکی هم نه وي.
همدا روانه اونی دامریکا ددفاع وزیر چه کانګرس ته کومه وینا وکړه څو څو ځلي همدغي پیچلتیا ته اشاري درلودي.
دډیر احتیاط له امله یی وویل تراوسه خو دافغانستان جکړه نه ګټونکي ده باید هڅه وشي چه یاد حالت بدلون ومومي، مګر دملي یووالي داداري دسر په سر طمعي توقع سره سره یی افغانستان ته دنوو پوځیانو داستولو دخبري نه وار په وار ډډه کوله.
دامریکا ددولت دخپل منځي ستونزو زیاتوالی هغه ستر مشکل دی چه په نوره دنیا کي دامریکا په وسلو او پیسو روان دولتونه لاڅه چه اموخته شخصیتونه هم دجب دکڅوړي دتشي سره مخ کړي.
دامریکا دمتحده ایالاتو خورا زیات حتی ټول فرهنګي ،مدني، ټولینز او حقوقي مرکزونه ددي پلویان دي چه امریکا دي دافغانستان دجګړي نه خپله شړی راټوله کړي، مګر دامریکا غوندي یو سرمایه داری هیواد کي دا کار په اسانی نه کیږي، په دوه صورتونو کي شونی وي: لمړی:- چه دښاغلي ټرمپ غوندي ایغ نیغ جمهور ریس وي دخپل قانوني اختیار نه کار واخلي ځکه قانون ده ته دا واک ورکړی، دویم:- که چیري په هغه هیواد کي چه ددوی پوځونه جنګیږي دجکړي بشري ، اقتصادي او سیاسي زیان دکابو نه دوتو خواته روان وي.
دغه وروستی نظريی نن ورځ قوت موندلی څه ناڅه هوښیار او په دیمکراسی باورمند امریکایی سناتوران او سیاستوال وایی.
دا به مهمه وي چه مونږ دافغانستان جګړه وګټو او که دابه ښه وي چه خپل ګټه او تاوان وسنجوو.
دريمه نظریه:- دامریکا عوام خلک یاولسونه تردي اندازي دافغانستان دجګړي نه ستړي شوي چه تحقیقاتي مرکزونه، ورځپاڼي او مجلي دخلکو نه نظر پوښتنه هم نه کوي، دوروستیو معلوماتو له مخي دهرو سلو امریکایانو نه شپږاویا په بیلو بیلو عواملو ددي جګړي سره مخالفت څرګندوي.
په امریکا کي استوګنو، اسیایی، افریقایی او دلاتیني امریکا وګړو ته چه دافغانستان دجنګ نوم واخلی نو سم دستي درته دوه خبري کوي: اوله خبره افراطي اسلامي جنګیالي او دویمه یی کرپ یاغل دولت.
دامریکا خلک ترزیاتي کچي داسي اموخته شوي چه بي مسلکه او دساعت تیري لپاره سیاست نه کوي دهري خبري په وړاندي دزمه واری احساس ورسره وي خو که چیري څوک په خبرو راشي نو څه چه وایی په معلوماتو متکي وي.
دعرق، سوریی، لیبیا ، یمن او افغانستان دجنګونو کوم چاڼ شوي تصویرونه یا خال خال خبرونه چه امریکایی رسنیو کي راځي همغو هم دعامو خلکو غوسه راپارولي ، دوي وایی داسلام په نوم دغو بي لارو جنګیالیو او ددولتونو په نوم دغلو دغو ډلو نړیوالي سولي ته ستر ګواښ متوجه کړی.
داپورتني علتونه، دامریکا ددولت په منځ کي بیل بیل دریځونه، ددي ټولني خپل مبرم ضرورتونه او نړیوال غبرګونونه سبب شول چه دولت او اقتصادي ورشو کي دزوروري حلقي دپرلپسي فشار سره سر ه دافغانستان دجکړي دوسیه دجمهور ریس ټرمپ له دفتر نه یو او بل خواته وړل او راوړل کیږي. نوي یا تازه اوازي دادي چه دافغانستان دخاوري په ډیره برخه دطالبانو سوری، دسولي په پروسه کي دښاغلي حکمتیار کابل ته راوستل دملي یوالي داداري په دوه عمدوو ایتلافونو کي ژور درزونه، دکابل دښار وروستي بمونه او په سیمټي دیوالو نو پوري ددولت دواک سلاحیت محدودیت تصادفي نه بلکي پلاني کار دی.
حتی یو نیم بني ادم دا هم وایی دکابل دملي یوالي اداره په هرډول چه وي دهغي پروژي مدیریت پر مخ وړي چه دوی یی دسلب صلاحیت خواته روان کړي.
کوم شی چه بشپړ روښانه دی هغه دبحران پراختیا او دټولني داداري او نظم په برخو کي ډول ډول خلاګاني یا تشي دي چه په دي کي دسیاسي خلا اندیښنه ديوي نه بلي ورځي ته ډيریږي، په اوسني افغانستان کي هيڅ داسي منظم سیاسي او پوځي قوت نشته چه هغوي ددغو پلانیزه تشو په ډکولو کي مثبت رول سرته ورسوي، کومي ډلي ټپلي او ښاري جنبشونه چه په دفترونو او کوڅو کي بیرغونو رپوي نه افغانستان شموله مفکوره لري نه دوطن په کچه دملي ولسي پیوند څښتنان دي او نه دخپلو تیرو اعمالو پر اساس دخپل ولس باور ترلاسه کولای شي.
دا ځل که دافغانستان لوبه دمیدان نه ووتله نو افغان او افغانستان دواړه به نه وي. باور لرو دسیاسي شعور هرڅښتن افغان به ددي وروستی جملي په محتوا پوه شوی وي. ددي په خاطر چه دزرګونو کلونو یو تاریخي وطن مو دوژلو نه ژغورلی وي.
افغانستان دانساني تاریخ دناکاره ورستو قواوو دمنګولو نه راویستل شوی وي، دسراسري سولي، خپلواکی، عدالت او ولسواکی په لور مو لمړني ګامونه پورته کړي وي یواځيني لاره دبي تعصبه، پراخه، افغاني ملي جبهي جوړولو ته ملا تړل دي.
په دي لړ کي دسولي ملي جبهي په تیوری او پراتیک دواړو کي یو څه اغیزمند کارونه سرته رسولي.
د ۲۰۱۷ کال دجون د ۱۴ نیټي دکابل وروستنی غونډه چه په هغي کي دټولني دبیلو بیلو سیاسي مفکورو زیمه وارو کسانو ګډون درلوده یوه ښه نمونه او پرمختګ دی. هیله ده په خدای پاک ، وطن او ازادی مین افغانان په دي وړاندیز ژور غور وکړي او په کابل او نوره نړی کي دسولي دملي جبهي داړوندو زیمه وارو حلقو او شخصیتونو سره رغنده خبري پیل کړي.
دهمدي لیکني په وسیله دافغانستان ټول ملت ته دواړه اختر مبارکي وایو