پر انسان راتلونکي حالات او د ده مسئوليتونه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67925
مولوي عصمت الله عزام
دخبریدو نیټه : 2017-06-28


 نحمده و نصلی علی رسوله الکريم امابعد :
په دُنيا کي هيڅ انسان له څلورو حالاتو خالي نه دی .
په يوه کي به خامخا داخل وي .
په کوم حالت کي چي داخل وي، بايد هغه مسئوليت اداء کړي کوم چي دی په هغه حالت کي لري .

۱ : د الله پاک عبادت او بندگي : ځيني کسان داسي وي چي هغوی ته الله پاک د خپل عبادت او بندگۍ توفيق ور کړي او دوی د الله تعالی په طاعت کي مصروف وي .
که د چا دا حالت وي، هغه بايد له الله پاک څخه د خپلو نېکو اعمالو د قبلېدو دُعاگاني وغواړي .

دا ځکه چي که څوک هر څومره زيات عبادتونه وکړي، ټوله شپه نفلونه او د ورځي روژې نيسي، خيراتونه، جهادونه او نور د خير په هر کار کي تر نورو وړاندي وي، خو چي د الله پاک په دربار کي قبول نه شي، هيڅ نه دي .

دا ځکه چي د الله په وړاندي قبوليت اعتبار لري، يوازي قابليت او وړتيا بسنه نه کوي .
دا وجه وه چي  فضيل بن عياض - رحمه الله - د غلو د يوې ډلي مشر وو، خو چي د الله پاک په دربار کي قبول شو، نو نه يوازي دا چي له هغه حالته راووت بلکي د الله پاک د دوستانو د يوې ډلي مشر شو .
ابليس عبادت گذار وو، د عبادت قابليت او وړتيا يې لرله، خو چي مقبوليت يې نه وو،  الله پاک له خپله درباره و شړی، سره د عبادت کولو د الله پاک دښمن شو . 

معلومه شوه چي اعتبار قبوليت ته دی .
له دې امله بايد هغه څوک چي ژوند يې په طاعت او عبادت کي تېرېږي، په خپل عبادت مغرور نه شي او سره له عبادته بايد له الله پاک څخه استغفار او بخښنه وغواړي، څو الله پاک يې د عبادت کمۍ ور وبخښي او عبادت يې ترې قبول کړي .
الله تعالی د جنتيانو د صفاتو د بيانولو په لړ کي فرمايلي دي :

إِنَّهُمْ كَانُوا قَبْلَ ذَلِكَ مُحْسِنِينَ ، كَانُوا قَلِيلًا مِنَ اللَّيْلِ مَا يَهْجَعُونَ ،وَبِالْأَسْحَارِ هُمْ يَسْتَغْفِرُونَ (الذاريات : ۱۶ ، ۱۷ ، ۱۸)

يقينًا دوی له دې وړاندي ( په دُنيا کي ) نېکي کونکي وو، هغوی به د شپې لږ ( وخت ) ويده کېدل او په سهارونو ( د شپې په وروستيو شېبو ) کي به يې ( له الله پاک څخه ) بخښنه غوښتله !!
په دې آيتونو کي يې دا صفت بيان شوی چي دوی په دُنيا کي ښه کارونه کول او د شپې لږ ويدېدل خو د دې سره به يې هم د شپې په آخر کي له الله پاک څخه بخښنه غوښتله .

معلومه شوه چي تر عبادت وروسته هم بايد انسان له الله پاک څخه بخښنه وغواړي او پر خپل کړي عبادت مغرور نه شي .
۲ : له گناهونو ډک ژوند تېرول : ځيني کسان داسي وي، چي هغوی په ژوندانه کي له گناهونو ډک ژوند تېروي .

داسي کسان بايد د الله پاک له رحمت څخه مايوس او نا اميده نه شي، بلکي بايد د الله پاک لوري ته ور وگرزي .
ځکه د دوی گناهونه که هر څومره زيات وي، د الله پاک رحمت تر هغه هم زيات او پراخ دی .
قُلْ يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَى أَنْفُسِهِمْ لَا تَقْنَطُوا مِنْ رَحْمَةِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ (الزمر : ۵۳)

ژباړه : اې پېغمبره ! – صلی الله عليه وسلم – زما هغو ( مؤمنو ) بندگانو ته چي پر خپلو ځانو يې ظلم کړی دی، ووايه ! د الله له رحمت څخه مه ناهيلي کېږئ، په يقيني ډول الله ټولي گناوي بخښي، هغه ډېر بخښونکی مهربان دی !!

په دې آيت کي الله پاک خپلو گناهگارو بندگانو ته د خپل رحمت او مغفرت په پراخوالي خبر ور کړی او دوی يې خپل لوري ته په ور گرزولو هڅولي او له نا اميدۍ څخه يې منع کړي دي .

چي که هر څومره زيات گناهونه وي، د هغو د ختمولو لپاره لار دا ده چي الله تعالی ته رجوع وشي او له هغه څخه بخښنه وغوښتل شي . 
۳ : په خوشحالۍ کي کېدل : ځيني کسان داسي وي چي هغوی د خوشحالۍ او سوکالۍ ژوند تېروي، داسي کسان بايد د الله پاک شکر اداء کړي، څو الله پاک يې دغه خوشحالي او سوکالي ور ته دوامداره کړي .

الله تعالی فرمايي : وَإِذْ تَأَذَّنَ رَبُّكُمْ لَئِنْ شَكَرْتُمْ لَأَزِيدَنَّكُمْ وَلَئِنْ كَفَرْتُمْ إِنَّ عَذَابِي لَشَدِيدٌ (سورة ابراهيم : ۷) .
ژباړه : او په ياد ولرئ، ستاسو رب خبردار کړي واست چي که شکر وباسئ، نو پر تاسي به لا زياته پېرزوينه وکړم او که د نعمت ناشکري وکړئ، نو زما سزا ډېره سخته ده !!

په دې آيت کي الله پاک خپل بندگان د نعمتونو په شکر کولو هڅولي او له ناشکرۍ څخه يې منع کړي دي .
د شکر گټه دا ده چي نور نعمتونه به الله پاک پرې وکړي او د ناشکرۍ پايله عذاب دی او له عذاب څخه دا هم ده چي دغه نعمتونه ترې ختم شي .
شکر د الله تعالی د نعمتونو په زړه سره اقرار دی، په ژبه يې د هغو له امله ستاينه ده او د هغو په هغه څه کي مصرفول چي د الله تعالی د رضاء لامل وي .

ناشکرې برعکس کارونو ته ويل کېږي .
خو ځيني خلگ داسي دي چي هغوی د شکر د اداء کولو پر ځای
 ناشکري کوي .

کاروبار او ژوند به يې ښه برابر وي، خو چي ترې پوښتنه وکړې چي کاروبار او ژوند دي څرنگه دی ؟
 دی په جواب کي په ناشکرۍ کولو پيل کوي، کار ونه خراب دي او ...
دا ډېر ناوړه او بد عادت دی چي د شکر د اداء کولو پر ځای نه يوازي دا چي شکر نه اداء کوي بلکي برعکس ناشکري کوي .
۴ : په تنگلاسۍ او تکليف کي کېدل : ځيني خلگ داسي وي چي هغوی په تنگلاسۍ او تکليفونو کي ژوند تېروي .
هغوی بايد په دغو حالاتو صبر وکړي .
د صبر نتيجه دا ده چي الله تعالی فرمايي : إِنَّ اللَّهَ مَعَ الصَّابِرِينَ (سورة البقرة : ۱۵۳)

ژباړه : الله د صبر کوونکو سره ( ملگری ) دی !!

د صبر په اړه علماوو ليکلي دي چي د صبر د ايمان سره تړاو داسي دی لکه د سر تړاو د بدن سره، که څوک صبر نه لري، هغه ( کامل ) ايمان نه لري، لکه څرنگه چي څوک سر نه لري، هغه بدن نه لري ( مدارج السالکين ص : ۱۵۵ ج : ۲ ) .
د مؤمن صفت دا دی چي هغه بايد په خوشحالۍ او پراخۍ کي د الله پاک شکر گذار وي او په تکليف او تنگلاسۍ کي صبر کوونکي وي .
د دې پايله دا ده چي دغه دواړه حالتونه به د ده لپاره خير او گټه وي .
په حديث شريف کي راغلي دي :

عَنْ صُهَيْبٍ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « عَجَبًا لأَمْرِ الْمُؤْمِنِ إِنَّ أَمْرَهُ كُلَّهُ لَهُ خَيْرٌ وَلَيْسَ ذَلِكَ لأَحَدٍ إِلاَّ لِلْمُؤْمِنِ إِنْ أَصَابَتْهُ سَرَّاءُ شَكَرَ فَكَانَ خَيْرًا لَهُ وَإِنْ أَصَابَتْهُ ضَرَّاءُ صَبَرَ فَكَانَ خَيْرًا لَهُ ».( رواه مسلم ص : ۴۱۳ ج : ۲ )
له حضرت صهيب – رضی الله عنه – څخه روايت دی چي رسول الله – صلی الله عليه و سلم – وفرمايل : د مؤمن کار ته تعجب کوم، بېشکه د ده ټول کار د ده لپاره خير ( او فائده ) ده او دا ( چي ټول کارونه د چا په گټه وي ) له مؤمن پرته د بل چا لپاره داسي نه دي . ( دا په دې توگه خير دي : )
که ده ته خوشحالي ورسېږي، دی شکر کوي، نو دا خوشحالي د ده لپاره خير شي او که ور ته تکليف ورسېږي، دی صبر کوي، نو دا تکليف د ده لپاره خير شي !!
که څوک په دغو حالاتو کي ياد شوي مسئوليتونه اداء کړي، ان شاء الله تعالی هغه انسان به بريالی وي .

و صلی الله علی نبينا محمد و علی آله و اصحابه اجمعين .