د افیومو په هټیو کې، د چایو زړه راښکونکو هوټلونو کې، کلیو کوڅو او په لارو کې، دا د یو عُمر رمه څنګه سره یو ځای ده؟ څوک چې خاندي دېخوا او هغې خوا ځغلي او سندرې وایي ـ ور شه له نږدې څخه یې معلوم کړه؟ هر یو کس به خپله پېژندنه په یوه اسلامي نوم سره درته وکړي ـ لیکن دا کس په مفته کې ولاړ! ولې له ګناه سره دومره زړه لګوي؟ آیا داسې یوڅوک نشته چې دی له ګناه څخه ودروي؟ هو! لیکن د ودرېدو او وهلو کس به څوک وي؟ کچیرې پردي خلک یې له ګناه ودروي نو د هغه کس د عزت خیر به نه وي، د ټولنې بنسټونه په دا ډول بیکاري او رجحان سره ټوټه ټوټه کیږي ـ بیکاري د زرګونو خرابیو د پیداکېدو سبب ګرځي ـ له بیکاري څخه د بدیو ځالې خلاصیږي.
که انسان مشغول وي نو بېشماره بدیو څخه خپله ساتل کیږي ـ نورو قومونو کې دا ځانګړی اهتمام دی کله چې د هغوی بچیان لومړنۍ زده کړې کوي نو په فارغ وخت کې د هغوی بچیان په نورو کارو بوخت وي ـ لیکن په اسلامي ټولنه کې اول د زده کړې کچه ټیټه ده او بل بېکاره او بد خلک هم زموږ په ټولنه کې شتون لري ـ باید په دغه برخه کې یو قومي فکر او ویښتوت پیدا کړای شي او والدین وپوهول شي چې هغوی باید د خپلو اولادونو د بیکاري له عیب څخه ځان وژغوري ـ ګنې اولاد به یې د جهنم ایره جوړه شي.
نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته به د ماشومانو له بدو عادتونو څخه د ساتنې څومره خیال وو د دې اټکل تاسو خپله وکړئ چې هغه مبارک داسې فرمایلي: چې کله ماشوم لوی شي نو د هغه د خوب ځای بېل کړئ ـ او یو عمر ماشومان سره یوځای مه ویده کوئ ـ دارنګه هغوی په اووه کلني کې په لمونځ ودروئ، که لس کلن وو او لمونځ یې نه کاوه نو هغه ووهئ، هغوی ته دیني زړه کړې پيل کړئ، دارنګه که هغوی ستر یا لویان شي نو ودونه ورته وکړئ او که جینکیانې وي هغه واده کړئ. (مشکوٰة)
بل حدیث داسې روایت شوی: (عن عمرو بن شعيب عن ابيه عن جده (رض) قال: قال رسوالله (ص) مروا اولادكم بالصلوٰة وهم ابناء سبع واضربوهم عليها وهم ابناء عشر سنين وفرقوا بينهم فى المصاجع. (ابو داؤد كتاب الصلوة) د بخاري روایت بیا داسې دی: مُرُوا أَوْلاَدَكُم بالصَّلاَةِ وَهُمْ أَبْنَاءُ سَبْع سِنِينَ وَاضْرِبُوهُمْ عَلَيْهَا وَهُمْ أَبْنَاءُ عَشْرٍ، وَفَرِّقُوا بَيْنَهُمْ في المَضَاجِعِ.
ژباړه: " رسول الله (ص) وفرمایل خپلو اولادونو ته چې د اوو كالو شي د دې امر كوئ چې لمونځ وكړي او چې كله لسو كالو ته ورسېږي (او لمونځ نه كوي) هغوى ووهئ او د دوى په منځ كې د څملاستو په ځاى كې جلاوالى راولئ.
ماشوم ته بايد په اووه كلنۍ كې د لمانځه تعليم وركړی شي او د لسو كالو د دې لپاره ور باندې وهل كېږي چې لمونځ کوونکی شي او عادت يې جوړ شي او وهل بايد په لاس وشي او تر درې ځلې زيات هم و نه وهل شي او په لرګي نه وهل كېږي. كله چې وړو ماشومانو ته په اووه كلنۍ د لمانځه امر كېږي او په لس كلنۍ ورباندې وهل كېږي؛ نو لويانو یا غټانو ته خو بايد په طريقه اولٰى سره نصيحت او په سختۍ سره لارښوونه وشي او د مخالفت په صورت كې ورته سزا وركړل شي ځكه د لمانځه پرېښودل سراسر خسران او نقصان دى.
الله تعالٰى فرماىي: [وَالْعَصْرِ # إِنَّ الإِنسَانَ لَفِيْ خُسْرٍ # إِلَّا الَّذِيْنَ آمَنُوْا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ] (سورة العصر). ژباړه: "زمانه (د خپل ټول انساني تاريخ سره) په دې خبره شاهده ده چې انسان په تاوان كې دى، مګر هغه چې ايمان يې راووړ او ښه كارونه يې وكړل او يو بل ته د حق او په صبر كولو (په طاعت او مصيبت او له معصيته) وصيت او لارښونه وكړي".
نو انسان باید د زیان او تاوان څخه ځان وژغوري او پر هغې لارې لاړ شي چې الله جل جلاله او نبي کریم صلی الله علیه وسلم موږ ته ښودلې او دا لار صراط مستقیم ده او لار د هغو کسانو ده چې الله تعالٰی پرې انعام کړی (من النبیین والصدیقین والشهداء والصالحین). د انبیاؤ، رښتینو، شهیدانو او نېکانو لارې.... باید ټینګې کړو....