که د تیرې یوې نیمې لسیزې د پرمختګونو غورچاڼ راواخلو نو پرته له شکه چې د پوهنې ، روغتیا ، سوداګرۍ ، امنیت او ګڼو نورو برخو کې د پام وړ بدلون د راتلو باندې هیڅکله سترګې نه شو پټولای، خو تر ټولو مهمه هیله د ټولو افغانانو دا ده چې په هیواد کې سوله راشي او دا هغه یوازینۍ لوی ارمان دی، چې زه پوره په دې ډاډه یم چې ټول طالب وروڼه هم ددې غوښتوونکي دي، چې سولې ته غاړه کیږدي.
هیواد ته د سولې راتګ لپاره نه یوازې دا چې افغان دولت او ملکي وګړو قربانۍ ورکړي، بلکې طالبانو وروڼو هم ګڼې قربانۍ ورکړي او د لر او بر لپاره او په ټوله کې د لوی افغانستان لپاره جګپوړو طالب مشرانو هم قربانۍ ورکړي او هم یې خپله داسې میړانه ثابته کړې ده، چې تاریخ یې په خپلو پاڼو کې په زرینو ټکو راتلوونکي نسل ته ولیکي او هغه دا چې د اسلامي امارت پر مهال د ملامحمدعمر اخوند او نورو طالب مشرانو د ډیورنډ کرښې نه لاسلیک کول او په دې تړاو پاکستان ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکول؛ چې ددوي دا قرباني او ستره میړانه به هیڅکله هم افغانان او بیا په ټوله کې لر او بر پښتون هیڅکله هم حیره نه کړي، چې دې موضوع ته به په راتلونکې کې په یوه ځانګړې لیکنه کې اشاره وکړم.
پخوانی ولسمشر حامد کرزی د خپل سست عنصرۍ خاصیت د درلودلو له امله په دې بریالی نه شو، چې له وسله والو طالبانو سره د سولې ته چمتو لوریو سره اړیکې او د خبرو لوري پیاوړي کړي؛ ځکه دی په خپله واکمنۍ کې د نظار شورا او وحدتیانو تر داسې سخت فشار لاندې ؤ لکه څنګه چې امیر شیرعلي خان د خپلې واکمنۍ پر مهال د روسیې او انګریزانو تر سخت فشار لاندې ؤ. یاد مخرب عناصر پرته له دې چې کرزی یې له پیله بیا تر پایه پورې نظام ته د ستونزو را ولاړولو مخنیوي لپاره یې له لویو دندو ګوښه او ولس ته یې د ریښتینو څیرو په ور پیژندلو سره کاواکه او له یاغیتوبه وغورځوي،نور یې هم تقویه کړل او لوړې نظامي رتبې او څوکۍ یې ورته ډالۍ کړې. چې د همدې مخربو عناصرو د پراخ شتون له امله د سولې پر وړاندې هر ډول خنډونو رامنځته کولو ته تر هر بل وخت زیاته زمینه مساعده شوه او له طالبانو سره د قطر دفتر او نورو نا مستقیمو اړیکو او خبرو چانس یې په صفر کې ضرب کړ. که ددې موضوع په یادونې او پر کرزي زما ددې نغوتې لپاره ما ته هر څوک د ملامتۍ ګوته سموي، نو زه به یې په ځواب کې تر ټولو ستر دلیل دا ورته راوړم، چې ولې کرزی په خپله لویه دوره او هر ډول امکاناتو سره سره په دې بریالی نه شو، چې د اسلامي حزب مشر انجنیرګلب الدین حکمتیار سره د سولې خبرې پیل ، پراخې او بریالۍ کړي؟. او په دې ټول باورمن دي چې اسلامي حزب یو افغانستان شموله حزب دی او دا چې د کرزي سست عنصرۍ له امله ټول واک نظاریانو او وحدتیانو را محاصره کړی ؤ او له امله یې دی په انزوا کې ؤ، نو ځکه دلته کرزي ته د ملامتۍ نغوته په ځای او د قناعت وړ دی.
اوس چې ولسمشر غني له اسلامي حزب سره د سولې خبرې بریالۍ کړې دا د سولې نمايشي شورا معجزه نه وه، چې تش په نوم تیار خواره پکې ډالري معاشونه اخلي او د مومن خان ښامار کې خپلې تورې سرې کوي او وايي چې له اسلامي حزب سره د سولې پروسه د دوي هلو ځلو په برکت بریالۍ شوه. نه هیڅکله هم نه بلکې دا د ولسمشرغني پیاوړي مدیریت برکت ؤ، چې اسلامي حزب یې په دې قانع کړ، چې که چیرې سولې ته غاړه کیږدي، نو د نظام په رأس کې داسې یو څوک شته چې د سولې ضد عناصرو مخه نیولای او ددوي پر وړاندې رامنځته کیدوونکو خنډونو مخنیوی کولای شي، چې همداسې هم وشول.
لکه څنګه مې چې مخکې یاده کړه د پخواني ولسمشر کرزي واکمنۍ پر مهال له حکمتیار سره د سولې بهیر ځکه بریالی نه شو، چې درې لوی لاملونه یې له ځانه سره درلودل او پر وړاندې یې خنډ شوي وو او هغه دا چې :
۱ : د ټول نظام محاصره کول د سولې ضد عنارو لخوا لکه پورته مې چې د یادو ډلو یادونه وکړه ، ۲ : پر سست عنصره کرزي د حزبیانو مشرتابه بې باوري، چې که چیرې سولې ته غاړه کیږدي، نو په پیل او بیا تر وروسته به په نظام کې د شته مخربو عناصرو شتون د دوي پر وړاندې خنډونه جوړ کړي او د جګړې سنګرونو ته د بیرته ستنیدو ته به اړ شي. ۳ : د کرزي پر مدیریت باندې د حزبیانو نه ډاډمنتوب؛ ځکه کله چې به یوه ورځ د سولې په برخه کې پرمختګونه وشول او منځګړيو سوله غوښتوونکو عناصرو به دا پروسه بریالي کیدو ته نږدې کړه، نو بیا به کرزی په ځینو مواردو کې چې مخربو کړیو به لمسولی ؤ په شا شو او دا د ده خپلواکۍ او خود ارادیت نشتوالي ستونزه وه او ده، ځکه ده د ولسمشر غني په څير دا پروسه د سولې شورا تیار خورو ته پرنښوده او ټول مدیریت یې په خپله پیل او پای ته یې ورساوه.
ددې ټکو یادونه مې په خپله لیکنه کې ځکه په تفصیل سره راوړه چې دا په ډاګه کړم چې د پخواني ولسمشر کرزي ستونزې څه وې او ولې له طالبانو او حکمتیار سره د سولې خبرې نه بریالۍ کیدې چې ټوله موضوع روښانه شوه. ګرانو طالب وروڼو ته زه په دې لیکنه کې ددې پیغام رسول غواړم، چې پخواني ولسمشر کرزي د یادو ستونزو درلودلو سره یوازې په نمايشي ډول تاسو ته د اخترونو له لمانځه وروسته او په نورو لویو او وړو غونډو کې په شعاري ډول سولې ته بلنه درکوله، خو په دې تاسو او دی هم پوره خبر ؤ چې په عامه اصطلاح نه دی له زړه غږیږي او نه هم تاسو پر ده دا ډاډ درلود، چې په خپلو ژمنو او وروګلوۍ کې دې ریښتینی وي.
خو اوس اوس کې ولسمشر غني، چې له خپلې کورنۍ او هیوادوالو رانیولې بیا تر ټولو پورې قاطع دریځ له ځانه ښکاره کوي او د کابل پروسې په لوی کانفرانس کې یې هم تاسو ته په خپل پیغام کې وویل چې دا مو وروستی چانس دی او ډیر داسې ګمان کوي چې ګویا غني ډیکټاټور دی، خو داسې نه ده بلکې د ولسمشر غني په رښتیا سره پر تاسو زړه سوزي او د زړه له تله او اخلاصه یې خبرې یو څه جدي دي. ځکه په پښتو کې متل دی چې وايي : دوست به دې وژړوي او دښمن به دې وخندوي؛ نو پر غني هم همداسې باور دی او هغه د پاکستان پر وړاندې د خپل کلک دریځ ښودلو سره دا ښکاره کوي، چې نه افغان ستړي او ځوریدلي طالبان او نه هم ملکي افغانان د خپلو شومو موخو لپاره د پیل کړې جګړې د سون توکې ګرځوه او پرته له شکه چې د سولې په برخه کې تر بل هر چا ژمن دی او په خپل دریځ کلک ولاړ دی، ځکه دده پر شاوخوا را ټولو عناصرو کې چې یې د نظار مخربې او سولې دښمنې شورا په څیر څوک ناسم تر سترګو شوي ، نو بیا یې د امرالله صالح او نورو په څیر په ماهرانه ډول ګوښه کړي دي، چې دا پروسه همداسې دوام کوي او ان شأالله چې ډیر ژر به د نورو ډیرو ناکاره او مخربه عناصرو د لرې کولو شاهدان وو او دا پروسه به هغه وخت نوره هم ګړندۍ شي، چې تاسې قدرمن وروڼه له غني سره د مستقیمو ناستو لاره هواره او د یوې پیاوړې او ریښتنې سولې پروسه ورسره پیل کړئ؛ نو په دې سره به دده پر شاوخوا راټول ستاسو سره د سولې په برخه کې موافقین، خواخوږي او مخالفین څرګند شي، چې په سره به هم دی خپل او په ټوله کې د هیواد دښمنان او هم ستاسو اصلي دښمنان وپیژني او د هغوي په ځپلو به لاس پورې کړي.
په پای کې یو ځل بیا دا یادونه اړینه بولم چې خوږو طالب وروڼو دا لوی چانس له لاسه مه ورکوئ او نیغ په نیغه له ولسمشرغني سره د سولې خبرې پیل کړئ؛ ګنې د روانې جګړې سون توکو په توګه به مو دښمن تل کاروي او د داعش پروژو کې به مو هم دننه له منځه وړي او هم به مو نړیوالو ته دین ، شخصیت ، میړانه او ... ور بدناموي، نو راځئ چې د سولې لارې په غوره کولو سره د دښمن سترو توطیو څخه خپل ځان وژغورو.