حکمتيار کابل ته په تګ سره څه ترلاسه کړل؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68068
سليم ميدانوال
دخبریدو نیټه : 2017-10-08


د ۱۳۹۵ کال د تلې مياشت وه چې د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدين حکمتيار له ملي وحدت حکومت سره د سولې د هوکړې په مسوده هغه لاسليک وکيښ چې له دې وړاندې يې د همدې دولت په مخالت کې خپلو مجاهدينو ته د لارښوونو په پای کې کاوه. ده په داسې حال کې ورسره سوله وکړه چې د ملي وحدت او امريکايانو په خلاف يې د خپلو لوړو او ټيټو افرادو جهادي ذهنيتونه کانګريټ کړي و.
ښه مو په ياد چې له واشنګټن سره د ملي وحدت د امنيتي تړون په شپو ورځو کې به حکمتيار صاحب رسما په سختو ټکو د دې تړون غندنه کوله او د هيواد د خرڅلاو تړون نوم يې ورکاوه، هغه مهال (ډيلي شهادت) وليکل چې: ((د کابل او واشنگټن ترمنځ د تش په نوم امنيتي تړون (چې په حقيقت کې امريکايانو ته د هېواد سپارلو سند دى) له لاسليکولو وړاندې او وروسته د جهاد قايد او د افغانستان شموله جهادي گوند (حزب اسلامي افغانستان) مدبر او په حالاتو پوه مشرتابه په وار وار ويلي چې د غلامۍ دغه سند د افغانانو د امنيت لپاره نه، بلکې په افغانستان کې د اشغالگرو ځواکونو د حضور او په قضايي امنيت او خونديتوب سره د جنگي جنايتونو د دوام په موخه لاسليک کيږي، په سياسي او پوځي چارو مکمل ادراک درلودونکي مشرتابه محترم حکمتيار دا حقيقت افغان ولس او نړيوالو ته جوت کړی چې د افغانانو په خاوره کې د امريکايي پوځيانو حضور په افغانانو تپل شوې جگړې ته ادامه ورکول دي او د امريکا او ناټو لخوا د جنگي ماموريت د عنوان بدلول محض يو سياسي چال او د ولس سترگو ته د گډ حکومت د پرديپالو او بلواکه چارواکو په لاسونو له ايرو شيندلو پرته نور هيڅ نه دي!!))
خو حکمتيار صاحب د سولې هوکړه ليک په دستخطولو سره په هماغه پرديپال او بلواکه دولت ورګډ شو چې ده يې له الفه تر يا ټول حرکات او سکنات د هيوادوالو او وطن په زيان ګڼل.
خير، دلته د حکمتيار په تير او اوسني دريځ نه غږيږو، چې څومره لوی بدلون يې منلی، په دې به فکر وکړو چې له ملي وحدت حکومت سره له پخلاينې وروسته يې کومه ثمره ترلاسه کړې او که يې يوازې خپل جهادي نوم، حيثيت او محبوبيت له لاسه ورکړ او د هيواد او اسلام پالنې رول يې هم په بشپړ ډول بدلون وموند!؟
حکمتيار صاحب د اشرف غني له جمهوريت سره د هوکړې په لاسليکولو کومه خاص او پام وړ لاسته راوړنه نه لري، ډيری هغه چې د حکمتيار صاحب په دستخط يې باور کړی او ډير څه ته هيلمن وو، اوس چندان راضي نه ښکاري، داسي ويل کيږي چې اشرف غني تر اوسه پورې يوازې د خپل هوکړه ليک په لسمه ماده عمل کړی دی او هغه هم يوازې کابل کې. په لسمه ماده کې راغلي: (د اسلامي حزب رهبري کولای شي د استوګنې لپاره افغانستان کې دوه یا درې مناسب ځایونه وټاکي او حکومت به یې د امنیت او معقول لګښت چارې تر سره کوي.)
حکمتيار صاحب په زرزري دفتر ونازول شو، پسته او نرمه صوفه ترې لاندې شوه، ښيښه يي ميزونه يې مخته د لمدې مېوې له شکريو سره کيښودل شول او په برچپکو محافظينو کې پوښلی تر کور او دفتره ځي-راځي او مالي يې هم د هرې مياشتې په پای کې د اشرف غني دستخط شوی امر د کابل بانک تر دروازې رسوي.
خو خپل ټول دروند او بې بها جهادي حيثيت يې په نه څه له لاسه ورکړ، د ټولو سپيڅليو ستړياوو په بدل کې يې يوازې کابل کې مېشتېدنه کافي وګڼله، د خړو او پاکو مجاهدينو په ځای يې د موټرو په قطارونه او د ده په پخوانۍ عقيده د څو پرديپالو او بلواکو په سلوټ يې بسنه وکړه.
د حزب اسلامي سپيڅلی جهادي نشان يې د هغه تور، سور او زرغون سيوري ته ودراوه چې د امريکايي اشغالګرو د مټو په زور د ارګ په ماڼۍ نصب شوی و. ای کاش! دې نشان د يرغلګرو په ځالو خپلې شنې وزرې رپولې وای.
دغه نادودې لامل شوې چې حکمتيار صاحب د خپل ګوند جهادي فکر لرونکي اشخاص له لاسه ورکړل، د هغو تر منځ يې خپل محبوبيت بايلود چې د ده تر قوماندې لاندې يې خپل ځان او مال د هيواد ازادۍ، د اشغال خاتمې او د ملت د هوسايۍ لپاره ځار کړي او وقف کړي وو.
د دې يو نغد چغد مثال د کونړ د درو مجاهد قومندان امان الله خان او د هغه مجاهدين دي، چې د حکمتيار د سولې له هوکړه ليک سره يې له لويه سره مخالفت ښودلی و. نوموړی په خپل پخواني جهادي دريځ ولاړ د روان ۲۰۱۷ کال په جون مياشت کې له خپلو پنځو سرګروپانو ګل محمد، امين الحق، شينا، محمداجان او تاج محمد سره د کونړ ولايت په شيګل ولسوالۍ کې د امريکايي ډرون ښکار شو. قومندان امان الله د حزب اسلامي ګوند د عمومي نظامي مسئول په توګه پاتې شوی و.
دا ګنګوسې اورېدل کيږي چې اوس له حکمتيار صاحب سره هغو مجاهدينو هم مخالفت ښودلی چې د ده د سولې د هوکړه ليک څلورمې مادې ته څه ناڅه خوشبينه وو، په څلورمه ماده کې راغلي و: (دواړه لوري د ملي واکمنۍ او د هېواد لوړو ګټو تامین لپاره د هوکړو پر بنسټ د بهرنیو ځواکونو د وتلو ملاتړ کوي، دواړه لوري په دې باور دي، چې افغانان کولای شي د یووالي او همغږۍ له لارې د جګړې ناورین کابو او له ننګونو سره مبارزه وکړي.) خو اوس هغوی هم د نويو تازه دمو اشغالګرو راتلو او د امريکا لخوا د افغانستان جګړې ته د اضافي بوديجې وقفولو ښه مايوسه کړي دي.
داسې پيشبيني کيدله چې حکمتيار صاحب به هيواد ته په راتلو ډيره لوستې او نا لوستې طبقه په ځان ورماته کړي او داسي مطبوعاتي غونډې، مرکې او ناستي به پيش کړي، چې د ده د استعداد او فصيحې ژبې په مټ به د ګوند لپاره مقناطيسي رول ادا کړي، مګر هغسې ونه ځليد او دا وړاندوينه له يوې مخې غلطه ثابته شوه. حکمتيار نه د پام وړ مطبوعاتي کانفرانسونه ولرل، نه يې چا خارق العاده غونډې وليدې، نه يې په مرکو کې د خپلې ماضي سپيناوی وکړ او نه يې هم د اوسني کردار اړوند داسي توجيهات او دلايل ارائه کړل چې په ګوند او يا له ګونده بهر خلکو ته د قناعت وړ وي، حتی د بي بي سي د اسماعيل سعادت پوښتنې خو يې له خلاف مفروض خجالت سره په خورا ګنګوړۍ ژبه او نرۍ موسکا ځوابولې.
اوس نو د حکمتيار، سياف او مجددي تر منځ ذره توپير نشته، سياف او مجددي له پيله تر نن ورځې د بلواک دولت مبلغين وو او حکمتيار صاحب اوس د درباري ويناوال په رول کې راڅرګند شو. سياف او مجددي آن د کرزي په اداره کې له امريکايي پوځي مشرانو سره د ملا د ټکانو په ايستلو عادت شوي و او حکمتيار اوس غواړي د نيکولسن او ماټيس د مټو په زور يې کولنج مات شي.
دوی دريواړه له دې پرته چې د اشغالګرو امريکايانو په وحشيانه چاپو او بمباريو پټه خوله پاتې شي او د ملي وحدت هره نارو روا وبولي، بله هيڅ بوختيا نه لري. اوس به حکمتيار صاحب هم د سياف په څير د هنرمندانو په کنسرتونو نيوکې کوي او احساساتي فتواوې به ورکوي، خو د اشغالګرو له لوري د کلمة التوحيد د توهين او سپکاوي په هکله به يې هيڅ توند غبرګون نه ښکاري، ځکه دوی که د مقدساتو ننګه وکړي؛ نو بيا به په سياف او مجددي ډالري معاشونه بند شي او په حکمتيار صاحب به د بلواکه دولت له پښو راوتونکې اقتصادي منبع وچه شي.
ازار وهلې اوس وهه د چول مزلونه